نظــر

د امریکا جګړې او د افغانستان راتلونکی

احمد جاويد شکيب

کلونونه مخکې د لسانس د محصلۍ په دوران کې د  ژورنالیزم په اړه  په یوه ورکشاپ کې مې ګډون کړی وو. د ورکشاپ ټرینره امریکايې میرمن وه، چې خاوند يې پوځې سرتیری وو او په افغانستان کې په دندې بوخت وو.

که څه هم ورکشاپ د ژرنالیزم اړوند وو، خو ډیر بحث په تاوتریخوالي څرخیده. د ورکشاپ افغان ګډونوالو د جګړې او په جګړې کې برخه اخېستونکو ډلو او ټپلو غندنه کوله. دا چې له کلونو څخه افغانستان په جګړو کې ښکیل دی نو موږ امریکايي ټرینرې ته یو څه خجالت غوندې هم وو.

زموږ ټرینره هم په ظاهره د تاوتریخوالي او د جګړو سرسخت مخالفه وه او موږ يې دې ته تشویقولو چې د مطبوعاتو په ذریعه باید هغه ډلې او ټپلې چې نظامې مبارزې کوي منزوي شي.

ما هم د ټرینرې نظر په دې ډیر خوښ وو، چې په جګړو کې مې  پلار له لاسه ورکړی او د کورنۍ غړی مې پکې  ټپې شوی دی.   د ټرینرې اړوند مې په ذهن کې يوې پوښتنې شتون درلود، چې که رښتیا هم زموږ ټرینره د جګړو دومره مخالفه وې نو ولې یې له یوه پوځې سره واده کړی دی؟

تر ډیره وخته په ذهن کې راسره یو ډول د کمترۍ احساس مل و ، چې  ولې موږ افغانان هم امریکایانو په څیر  په اصطلاح سوله خوښې او با تمدنه نه یو؟  زموږ افغانانو د جګړې پرته بل څه نه دې زده،  دا دی څلویښت کاله جګړو کې ښکیل یو. کله نا کله مې له ځان سره دا استدلال هم کول، چې موږ افغانان معصوم یو جګړې پر موږ تحمیل شوې دي.

خو کلونه وروسته  کله مې چې د امریکا متحده ایالات تاریخ او سیاست لوستل پيل کړل نو دې پایلې ده ورسیدم، چې تر ټولو ډیر جنګ خوښې خلک موږ افغانان نه بلکه دوی امریکایان دي.

ځکه له کله، چې سپين پوسته امریکایان د اروپا  له لویې وچې امریکا ته مهاجر شول، نو له همغې ورځې په جګړو کې ښکیل دي.  لومړی يې  د امریکا له اصلې اوسیدونکو سره، چې سوله خوښې خلګ وو، جګړې پیل کړې نسلونه نسلونه يې ورته ختم کړل. ژوندی پاتې سورپوستان يې يې غلامان کړل، تر څو د د سپين پوسته اروپايې امریکایانو ځمکې وکرې. دا چې سورپوسته د امریکا اصلي اوسیدونکې  یوه خو په زراعت نه پوهیدل او بل د ظلم او ستم له کبله يې د سپين پوسته بادارانو  څخه کرکه درلوده او نافرماني يې کوله. نو له دې سره  سپين پوسته امریکايانو بله طرحه خپله کړه.

د زراعتي ځمکو د کښت لپاره  يې افریقا ته مخه کړه، هلته یې له ځینو فاسدو  افریقايې مشرانو سره اړیکې ټینګې  او د دوی په ملتیا  يې  په سلهاو زره نارینه او ښځینه تور پوسته افریقايان، چې تر شل فیصده پورې پکې مسلمانان هم وو لاس تړلې د غلامانو په توګه امریکا ته بوتلل. د تورپوسته افریقایانو د نسلونونو ، نسلوونو له انرژي څخه  په زور او جبر د ځمکو د کرلو او نور چارو کې کار واخېست.

بیا کله چې په ۱۷۷۶ کال کې امریکا خپلواکي ترلاسه کړه نو همدې سپين پوستانو د خپلو پلرونو په څیر د نورو ملتونو په وړاندې جګړې پیل کړې.

ماته جالبه خو دا وه، چې هغه هېواد چې د جګړو او تاوتریخوالي مخالفت کوي او نور په تاوتریخوالي تورنوي د خپلې خپلواکۍ له ترلاسه کولو  څخه تر نن ورځې پورې د خپل د ژوند له ۲۴۴ کلونه څخه يې ۲۲۷ پورې کلونه یعنې خپل ۹۳ فیصده عمر يې په جګړو کې تیر کړی دی.

یوازې د امریکامتحده ایالات په شلمه پيړۍ کې په لسګونو جګړو کې ښکیله وه او ده. د شلمې پيړۍ له پیل سره سم د امریکا متحده ایالات  لومړی له هسپانيې سره د فلیپین د اشغال په  سره جګړه وکړه، بیا يې په لومړۍ او دویمې نړيوالې جګړو کې اشتراک وکړ. ورپسې د  کوریا په جګړې کې ښکیله پاتې شوه، بیا کوبا سره جګړې کې ښکیله شوه. ورپسې  د ویتنام جګړو کې يې په سلهاو زره کسان ووژل.

امریکا د  سړې جګړې د پای ته رسیدو سره سم  اسلامي نړۍ ته مخه کړه لوموی يې په ۱۹۹۰ لسیزې کې د عراق په وړاندې د خلیج لومړۍ جګړه ترسره کړه، بیا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو په وړاندې جګړه پیل کړه، په ۲۰۰۳ کال کې د صدام د عراق، په ۲۰۱۵ کال کې یې بیا د سوريې په جګړو  کې ځان ښکیل کړ.

د امریکامتحده ایالاتو د جګړو پالیسي داسې ده، چې کله کوم، ځای کې جګړه پای ته ورسیږي نو بیا هلته د رامنځته شوې لاسپوڅي نظام د پایښت او سیمه کې د خپلو منافعو د خوندې ساتنې  په موخه نظامي هډې جوړوي.

په  دویمې نړيوالۍ جګړې کې د بریا  وروسته امریکا  په  جرمني او جاپان کې یې ګڼ شمیر پوځې هډې جوړې کړې او هلته رامنځته کړو  حکومتونو بقاء  تضمین کړه. په ۱۹۵۳ کال کې د کوریا د جګړې وروسته یې خپل نظامي حضور ته په  جنوبي کوریا کې دوام ورکړ، کوریا  یې مجبوره کړه تر څو د امریکا نظامي مصارف په غاړه واخلي.

د خلیج د لومړي جګړې وروسته امریکا خپل پوځ په منځنې ختیځ کې ځای پرځای کړاو هلته يې ګڼل شمیر پوځې هډې رامنځته کړې. د ښاغلې جان بولټن کتاب  په اساس  اوس عربي هېوادنه يې د مصارفو ورکړې ته چمتو دي.

په افغانستان کې له ۲۰۱۱ وروسته همدا پالیسه وه. کله چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، نو د امریکا ولسمشر بارک او باما له حامد کرزي سره ستراتیژیک تړون لاسلیک او بیا وروسته په ۲۰۱۴ کال کې دوه اړخیزه موافقتنامه چې  په اساس به يې تر ۲۰۲۴ او له هغه ورسته د  امریکامتحده ایالات په افغانستان کې  ۹ دایمې نظامي هډۍ لري، تړون لاسلیک شو.  له دې سره به نه یوازې په افغانستان کې موجود حکومت له نظامې او سیاسې پلوه د امریکا تر کنترول او حمایت لاندې وې او له بل پلوه به سیمه کې  د امریکا  منافع هم خوندې وي.

دا چې په راتلونکې کې به په امریکا د خپل جهانګیري سیاست په اساس په افغانستان کې  نظامي حضور ولري او که نه؟   دا پوښتنه به وقت ځواب کړي.

خو د پښتو یو متل دی چې غر که هرڅومره هسک وی بیا هم په سر لاره لري. داسې هم نه ده، چې هر څه چې امریکا غواړي همیشه به هغه ترسره کیږي، کله نا کله امریکا ځینې شیان غواړي؛ خو هغه نه ترسره کیږي.

د بیلګې په توګه د امریکا متحده ایالاتو په هیڅ قیمت هم  د ویتنام  پریښودل نه غوښتل، ځکه يې په ویتنام کې يې تر ۵۰ زره پورې سرتیرې له لاسه ورکړل.  ویتنام په جنوبي اسيا کې بهترین جیوپولیټک ستراتيژیک اهمیت لرونکی هېواد دی، چې پرمټ يې چین  قابو کیدای شي.

واقعیت دا دی چې د امریکا متحده ایالات په زور مجبور کړل شول، چې له جنوبي ویتنام څخه خپل ټول سرتیري وباسي. له  جنوبي ویتنام د امریکايي سرتیرو د انخلاء څخه درې کاله وروسته د شمالي کمونیستي ویتنام په لاس سقوط شو.

داسي ښکاري، چې افغانستان هم دویم ویتنام شي.  ځکه امریکا د خپل د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې کې  طالبان   مات نه شو کړی او بلاخره يې د ۲۰۲۰ کال د فبرروي د میاشت په ۲۹  د ویت ګانګ په څیر  تړون لاسلیک کړ او ژمنه يې وکړه، چې خپل ټول سرتیري به له افغانستان څخه وباسي.

والله علم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx