افغانستان

حکومت دیارلس تازه سفیران وټاکل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وږي، ۱۳۹۹ل): کابل حکومت د بېلابېلو هیوادونو لپاره دیارلس تنه سفیران په یو ځل ټاکلي.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر زلمی رسول په برتانیا کې، یما یاري په جرمني کې، بسم الله وزیري په قرغیزستان کې، سید طیب جواد په روسیې کې، منیژه باختري په اتریش کې، امان الله جیحون په اذربایجان کې ، خا لد احمد زکریا په ايټالیا کې،نجیب الله علي خېل په پاکستان کې، وحيد ويسي په اسټراليا کې،  شفق خواتي په ايرانکې،  فريد ماموندزى په هندوستان کې، امیر محمد رامین په ترکیه کې  او خان ولي خان بشرمل په ترکمنستان کې د کابل حکومت سفیران ټاکل شوي.

یاده دې وي، چې د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شوي سیاسي توافق په اساس، ۱۱ وزارتونه «د کابینې پنځوس سلنه»، ۱۴ ولایتونه، ۱۰ سفارتونه، ۱۰ د سنا چوکۍ، پنځه خپلواکې ادارې او دوه کلیدي معینیتونه د عبدالله عبدالله په سهم رسېدلي؛ خو تر دې دمه د نوموړي له لوري وړاندیز شوي کسان ارګ نه دي ګمارلي.

لا هم څرګنده نه ده چې عبدالله عبدالله له ټاکل شویو سفیرانو سره موافق دی که نه؟

څو ورځې وړاندې هم ارګ د مصالحې شورا غړي تعین کړي وو، چې د عبدالله عبدالله له مخالفت سره مخ شول او په دې برخه کې يې د اشرف غني فرمان بېځایه وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان ګرځی په قطر خو تر څو پورې؟ یوه ورځ به یی له قطره هم وباسی کچیری دا لړی د جنګ او بی اتفاقی روانه وی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx