افغانستان

محقق او خلیلي د مصالحې شورا د غړو د لست په وروستي کېدلو غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د پخواني اجرائيه ریاست له مرستیال «محمد محقق» سره لیدلي او د پخلاینې عالي شورا د غړو د لست په وروستي کېدو یې ورسره خبرې کړې.

د مصالحې عالي شورا له ادرسه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالله او محقق د مصالحې عالي شورا د غړو د لست نهایي کېدو په تړاو  له علماوو، سیاسي مشرانو او نخبه ګانو سره د لیدنو په لړ کې لیدلي.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې په دې لیدنه کې د مصالحې عالي شورا د غړو د لست په وروستي کېدو او له طالبانو سره د مذاکراتو د پيل په تړاو خبرې وشوې.

عبدالله عبدالله داسې مهال د مصالحې عالي شورا د غړو پر تازه لست مشورې کوي؛ چې اشرف غني څو ورځې وړاندې د یادې شورا غړي له خپل لوري وټاکل.

له یاد لست سره نه یوازې یو شمېر سیاسي مشرانو مخالفت وښود؛ بلکې د عبدالله عبدالله له لوري هم رد شو او له غني سره د کړي توافق په اساس دا کار عبدالله عبدالله خپل صلاحیت وباله.

د غني او عبدالله تر منځ د  مصالحې عالي شورا د غړو په ټاکلو اختلاف داسې مهال دی، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي پلاوی قطر ته روان شي او هلته له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي.

د عبدالله او غني تر منځ د واک د وېش د توافق له مخې، عبدالله د مصالحې عالي شورا رییس دی او د سولې اړوند ټولې چارې به په مخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx