نظــر

د حقاني صاحب (رح) څو خاطرې او یادداښتونه! / الحاج خیر بادشاه ځدراڼ

لیکوال: الحاج خیربادشاه ځدراڼ :

د ستر مجاهد ورور مرحوم مولوي جلال الدین حـــــــــقـاني (رحمه الله) د باطني اوصافو درک یوازې الله ج ته معلوم دی، خو زه (لیکوال) چې ۷ کاله شاوخوا په سنګر، سفر او حضر کې، د جهاد له پیله تر عروج پورې، یعني هغه وخت چې پر هېواد د یرغلګرو سرو لښکرو د واکمنۍ شېبې وې، قریباً شپه او ورځ ورسره ملګری وم، د منشي يا د احکامو د ليکوونکي په توګه مې ورسره ملګرتیا کوله، د ده د ژوند په ځینو برخو کې طبعاً یو څه اندازه معلومات او خاطرې لرم.

په همدې هوډ مې وغوښتل چې د هغه (رح) د دوهم تلین په مناسبت او له فرصت څخه په استفادې د نوموړي ځینې خاطرات او ځينې هغه اوصاف چې زما په آند باید هر سیاسي رهبر ، جهادي او نظامي قوماندان يې ولري له تاسو سره شریک کړم.

د روسانو پر ضد جهاد او د خوست فتحه :

د روسانو د شکست څخه وروسته د هغه وخت د کمونیستي رژیم زوال، الله ج د مرحوم حقاني په لاس لیکلی و.

خوست د افغانستان په سطحه لومړی ولایت و چې، د مرحوم حقاني صاحب په لاس فتحه شو.

که ووایو چې د تېر انقلاب ابتدا هم حقاني صاحب کړې وه، تېروتنه به نه وي، ځکه چې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په ۷ مه نېټه خلقیانو د سردار داود خان پر حکومت کودتا وکړه او د حکومت واګي یې په لاس کې واخیستې. د همدغه کال او همدغې میاشتې د ثور په ۱۳ مه نېټه یعنې شپږ ورځې وروسته د حقاني صاحب په قومانده مولوي عزیز خان دپکتيکا ولایت د زیړوک علاقدارۍ چې اوس ولسوالۍ ده،فتحه کړه چې، زیات شمېر غنایم يې هم تر لاسه کړل. دغه تعرض د هماغه وخت د حکومت پر ضد لومړی نظامي پاڅون او خوځښت و، چې کمونیستان یې خورا وارخطا او کاواکه کړل.

د خبریال پوښتنې ته ځواب:

د اوسنی انقلاب له پیلدو وړاندې کله چې امریکایانو د افغانستان ښکلیلاک په پار تیاری پیل کړ، د جرمني په بُن ښار کې د افغانستان په هکله غونډه دایره شوه. د بي بي سي یو خبریال له مرحوم حقاني رح څخه وپوښتل:

که چېرته امریکایانو په افغانستان یرغل راووړ، ستاسو عکس العمل(غبرګون) به څه وي؟

حقاني صاحب په ځواب کې ورته وویل: که امریکایانو پر افغانستان یرغل راووړ، نو په هغه ټوپک به يې وولم، په کوم ټوپک مې چې روسان ویشتلي…

صبر او استقامت:

د اروښاد حـــــقـاني صاحب جهادي مبارزه، په خپلو مسئولیتونو کې اخلاص، تقوا، په سختیو او امتحاناتو کې صبر او استقامت به يې ښایي ډېرو ته معلوم وي، یا به يې اوریدلي او لوستلي وي، حتی سر سخته دوښمنان يې هم پر دغو ځانګړتیاوو اعتراف کوي!
له ډېرو تشریفاتي خبرو راتیرېږم غواړم هغه څه چې، ما د هغه (رح) سره د وخت په تیریدو کتلي او حس کړي دي، ستاسو درانه حضور ته په لیکلي بڼه وړاندې کړم.

پر سنتو عمل:

د جهادي، سیاسي، او قومي بصیرت برسېره مرحوم حقاني صاحب کوښښ کاوه چې، د ژوند هره کړنه او عمل یې، لکه خوب، خوراک، خبرې کول، خلکو سره چلند د اسلامي احکامو او د محمدي شریعت په چوکاټ کې وي.

په نفلي عباداتو کې هم ډېر جدي و، د شپې یې ۱۲ رکعته تهجد لمونځ کول معمول ګرځیدلی و، که به باد و، که باران، که به ساړه، او که د دښمن خطر، که به بې خوبه و او که به په سفر و، هيڅکله يې نه پرېښودل!

له ځان ښودنې کرکه:

کوښښ به يې دا و چې، هر نېک عمل له خلکو پټ وساتي. خو ځینې وخت به زه هغه وخت راویښ شوم چې، حقاني (رح) به په سجدې پروت و، له سينې به يې يو ډول له درده ډک دعاجزۍ او خاکسارۍ آواز راوت، عجیب کیف يې درلود. کله به هم چې دغه غږ زما تر غوږ شو، پوه به شوم چې حقاني صاحب (رح) د تهجد لمانځه ته پورته شوی.

ایثار او سرښندنه یې!

د جنګ په وخت کې به یې دځان پروا نه کوله بلکې د ملګرو حفاظت ته به يې اولویت ور کاوه، کوښښ به يې کاوه چې، ملګري یې ضایع نه شي، هغوی ته به یې د ځان ساتنې او پوره احتیاط کولو سپارښتنې کولې.

که په جنګ کې به د مجاهدینو بریا په برخه وه او یا ماتې، خو دجنګ ميدان به یې ژر نه خالي کاوه، تر ډېره وخته به په ساحه کې پاتي کيده

د فتحې پر مهال:

د فتحې پر مهال به يې د اسلام د ستر پېغمبر (صلی الله علیه وسلم ) هغه ويناوې چې دمکې مکرمې د بدر او خندق په غزاګانو کې یې خپلو صحابه ؤ کرامو ته کړې وې، بار بار تکرارولې.

د غنیمت سره احتیاط:

د غنيمت مال سره به يې دومره احتياط کاوه چې، د وېش لپاره به یې بل ملګری ټاکه. ځینې وخت به یې د وېش لپاره زه انتخاب کړم، د ده د ډېر احتياط له امله به له ما سره دومره وېره وه چې، خپله نيمه برخه به مې د تقسيم په مهال له لاسه ورکوله.

خو هغه (رح) به د خپلې خواخوږۍ او شفقت له مخې د ځان برخه ما ته راکوله تر څو د غنیمت په وېش کې عدل او انصاف مراعات کړل شي.

د جنګ پر مهال ملګرو ته پاملرنه:

کله به چې د اکمالاتو مسئولیت ماته را په غاړه و، د مجاهدينو د اکمالاتو په هکله به یې بار بار پوښتنې کولې:

فلانکۍ مورچې ته دې څه وليږل او کنه؟

فلاني قومندان ته دې څه ولېږل؟

که څه هم په اکمالاتو به خبر و، خو بيا به یې هم د اطمینان او تسلۍ لپاره څو څو ځله پوښتنه کوله. د مجاهدینو په اکمال او پالنه کې به تل جدي و.

مورال یې:

د جنګ په ډګر کې د صبر او استقامت لوی منار و. تل به يې مورال لوړ و او د خپلو مجاهدینو د حوصلې د لوړوالي په خاطر به د جنګ په ډګر کې پخپله ګډون کاوه.
پلان او طرحه یې:

د جنګي پلان او طرحې په جوړولو کې يې خورا زیات مهارت درلود. تر دې چې د هغه وخت د کارمل د ادارې فوځي جنرالان ورته ګوته په غاښ وو، په لږو مادې وسایلو به يې ډېر کار کاوه، خو تل به يې تکیه پر الهي نصرت و!

*يو ورځ ترې يو انګريز خبريال وپوښتل:

که تاسو د کارمل د حکومت لخوا قومندان وای دځدراڼو لاره ( د خوست-ګردېز لاره) به مو د کوم پلان له مخي خلاصولی؟ حقاني صاحب رح ور ته په مسکا وویل:
ایا ته غواړې چې زه خپل دښمن ته د لارې د خلاصول نقل ورکړم؟ هغه لار چې ما بنده کړي ده!

د بېوزلو سره خواخوږي:

د نيمه لېونيانو چې مونږ ورته په خپله محلي لهجه کې ( پګلان) وایو ډېر محبت درلود، تل به یې هغوی نازول، د هغوی معصومیت يې ډېر خوښېده، تر خپلې وسې به یې له لېوانیانو او بېوزلو سره مرسته کوله…

سخاوت یې:

په جهادي امورو کې به یې له زیات سخاوت کار اخیست، کومو ملګرو ته به یې چې اختیار ورکړ ، هغوی ته به يې تل توصیه کوله چې، په مجاهدینو لاس مه موټی کوئ! هر څه چې په اختیار کې لرئ هغوی ته یې ورکوئ! ترې سپموئ یې مه! که مو ور نه کړل، په تاسو به زما له خوا بند شي او پر ما به د الله ج لخوا بند کړی شي! نو ګورئ لاس ازاد ساتئ!

له ولس سره یې برخورد!

تل به یې د لویو او وړو،ځوانانو او بوډاګانو سره په ورين تندي خبرې کولې، ډېر خوش طبیعته و، په پیاده مزل کې له ډېرو مجاهدینو ګړندی و، د مزل په وخت کې یې داسې مجلس کاو، چې ملګرو ته به پکې یو عبرت او درس پروت و.

ځیرکتیا یې!

په انسان پېژندنه کې الله ج ډېره ځیرکتیا ورکړې وه، انسان به یې ډېر ژر پېژانده، د هغه صورت او سیرت ترمنځ به یې توپیر ډېر ژر درک کولی شو.
د ملګرو څارنه او کړنو ته

پاملرنه :

د ملګرو په ادلون بدلون کې خورا جدي و، که احیانا به له د کوم ملګري څخه داسې عمل صادر شو، چې جهادي صف ته به ترې زیان رسیده، ډېر ژر به یې له هغه ځایه بدلاو، په مجازات او مکافات یې باور درلود.
د مجرم په هکله به یې د هیچا سفارش نه مانه، بلکې سفارش کوونکي ته به یې داسې قناعت ورکاوه چې، هغه به په خپل سفارش پښېمانه شو..

سیاسي دراندیشي او بصيرت يې؛

ښه مې په ياد دی غالباً ۱۳۵۹ هـ ش کال و، د روسانو او د دوی د داخلي ملاتړو پر خلاف د جهاد د لومړۍ ورځې وې، مجلس مې ورسره کولو ، ما ويل چې د امريکا او ايران سياسي وضع ډېره ترېنګلي ښکاري تاسو څه فکر کوئ امریکا به پر ایران یرغل ته زړه ښه کړي کنه!؟ خدای بخښلي یې په ځواب کې له لږ سوچ وروسته راته وویل، چې هېڅکله نه ، خميني د امريکا په لاس جوړ شوی پلاستیکي مار دی، غواړي عرب دولتونه لکه سعودي عربستان ، متحده عرب امارات ، قطر ، کويټ او داسې نور پرې وډار کړي. زما او ستا په ژوند به هېڅکله هم امريکا پر ايران یرغل ونه کړي، ځکه دغه ددوی خودساحته خطر دی. په دې سره غواړي عرب ممالکو ته وښيي چې تاسې په خطر کې واقع یاست او امنیت ته ضرورت لرئ، په دې ترتیب ترې د تیلو ذخایر لوټ او تالان کړي اوس چې کله هم امریکا ایران ته ګوتڅنډنه وکوي، ما ته د مرحوم حقاني صاحب خبره را یاده شې، چې دغه کشمکش د څلورو لسیزو راهیسې روان دی.

شفقت او ترحم يې؛

کله به يې چې د جنګ په وخت کې د دوښمن عسکر ونيول يا به ورته تسليم شول، هغوی سره به یې ډير ښه سلوک کاوه او بښل به یې ، په داسې حال کې چې د نورو تنظیمونو اکثرو قومندانانو به چې په جنګ کې عسکر ونيول سمدستې یې وژل ، خو حــقاني صاحب به برعکس وطني لباس لکه کالي ، لونګۍ او څپلۍ ورته واخستل او ډېر به يې نازول. ويل به یې چې دغه خلک مجبور دي ، له خپلو کلیو او بانډو یې په زور کمونستان را ټولوي او عسکرۍ ته يې راولي. نو د دوی سره بايد سم وضيعت او ښه هرکلی وشي.

حتی ځينو تسليم شويو عسکرو ته به یې له ځانه یو میل اسلحه هم د جهاد په نيت ورکوله. وروسته به يې د دغه کار حکمت هم ظاهر شو، چې الله ج به د هغوی څخه هم د جهاد په لار کې لوی کار واخيست ، هغه عسکر چې اوس ژوندي دي او زما دغه لیکنه لولي په دغه کړنلاره به یې هرومرو شاهدي ورکوي. دا د هغه داسې ځانګړتیا وه چې د حقاني صاحب ملګري مجاهدین يې له نورو تنظیمونو بېلول.

د حقاني صاحب د ورور خلیل الرحمن حاجي واقعه:

مرحوم اتل حقاني صاحب نه ېوازې ځان بلکې خپل خپلوان او د کورنۍ غړي هم په تل د جګړې په اول خط کې ساتل ، ډېر وخت به يې بې ضرورته اجازه نه ورکوله، چې کور ته لاړ شي.

خو یو ځل چې غالباً د قوس میاشت وه، د پکتیا په شاهي کوټ کې زمونږ مرکز وو. د ځدراڼو د دوو قومونو په منځ کې د کومي حقوقي مسألې په سر شخړه وه.

حقاني صاحب د ځينو ملګرو سره د دغه مساألې د حل او فصل په نیت زمونږ له مرکزه لاړ ، او پر ځای یې د شاهی کوټ د مرکز د امر په توګه زه وټاکلم. دلته زموږ سره تر ۳۵ پورې مجاهدین پاتې شول، چې کابو هر یوه يې په سنګر کې ۸ یا ۹ میاشتې وخت تیر کړی وو او کورونو ته له ډيرې مودې راهیسې نه وو تللي ، په دغو کسانو کې د حقاني صاحب کشر ورور خلیل الرحمن هم راسره پاته وو ، هغه ته يې چې په همدې شپو ورځو کې نوی واده کړی و؛ خو کور ته حقاني صاحب د ژر تګ اجازه نه ورکوله.

کله چې مونږ خبر شوو چې حقاني صاحب د سراني عمومي مرکز ته ورسید، ما خلیل الرحمن ته وویل چې اوس موقع ده او ته لاړ شه کور ته ، د حقاني صاحب اسپې او اسان هم درسره بوځه هوا یخه ده ته به کور ته هم پرې ورسیږی او حقاني صاحب ته به مو هم بهانه جوړه شې، چې که یې پوښتنه رانه کوله چې خليل الرحمن ته دې ولې اجازه ورکړې ده. زه به ورته ووایم چې اسپي او اسان يې کور ته بیول؛ خلیل الرحمن مې رخصت کړ.

کله چې مونږ مرکز سراني ته ور نقل کړ، د ستړي مه شي نه وروسته حقاني صاحب راته وویل چې خلیل الرحمن دې څه کړ؟ ما ورته وویل، چې هغه اساپي او اسان کور ته ورسول ، دلته مرکز کې ساړه هم زیات وو او د خوراک لپاره يې څه نه وو !

راته و یې ویل چې بل څوک نه وو، چې تا خليل لیږلو؟ زه بې ځوابه شوم او همدا وجه وه چې دوه ورځي يې خبري راسره نه کولې.

اګر چې ما ډېري تېروتنې کړي دي خو له دوو ورځو زیات یې راسره کله هم خبري نه وې بندي کړې، دريمه ورځ يې بيا په ورين تندي خبري راسره پيل کړې.

چې لیکنه رانه اوږده نشي، د مرحوم مشر حقاني صاحب د سولې د هڅو، مبارزو ، جهاد او قربانیو په اړه ډېر نور ناويلي خاطرات بل وخت ته پریږدم اوس به همدومره بس وي

پای……..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx