افغانستان

ننګرهار کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ جګړه درېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ وږي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ روانه نښته پای ته رسېدلې ده.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل رسنیو ته ویلي، پاکستاني ملیشو غوښتل د ډیورنډ فرضي کرښې څخه دېخوا ته په افغان خاوره کې اغزن تار او تأسیسات جوړ کړي، چې سرحدي پولیسو ورسره نښته کړې.

نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې یو سرحدي پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

امرخیل دغه راز ویلي، چې ډزې لومړی پاکستاني پوځیانو پیل کړې وې او دا مهال سیمې ته د څار او څیړنې ډله استول شوې ده.

پاکستاني چارواکو ددې نښتې په اړه تراوسه رسما څه ویلي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

طالب ګل په دی‌جګړی کې‌د چا طرف نیسی؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx