نظــر

تاریخ‌ جوړوونکی پلار !! / انس حقاني

انس حقاني

د لیکوالو لپاره تر ټولو سخته کار د ځان په اړه لیکل دي، له همدې امله مې له ډیره وخته زړه کې وو چې د مرحوم والد صاحب په هکله یو څه ولیکم؛ خو بیرته به په دې پیښمانه شوم چې هغه ستا پلار دی او ستا خبرې به خلګ د یو پلار په حق کې د خپل زوی مبالغه وګڼي.

نن مې د مرحوم والد صاحب په اړه یو څه لیکلو اراده ځکه وکړه چې اوس یې د دوستانو پر ستاینو سربېره د دښمنانو هم په دې حقایقو سترګې خلاصې شوې دي، نو زه به ولې په مبالغه تورنیږم ؟

یوه ورځ له یوه بهرني لوړ پوړي چارواکي سره ناست وو. ښه صریح غږیده، د نورو غوندې یې ژاولنې سیاسي خبرې نه کولې بلکې سپین ځوابونه یې ویل.

کله چې مونږ هغه ته معرفي شوو نو زیاته یې کړه چې: زه په دې ویاړم چې له داسې خلکو سره ناست یم چې هغوی تاریخ جوړ کړی دی، نو دوست او دښمن اوس په دې قائل دي چی تاسو تاریخ ساز خلګ ياست !

هوکې! دا ویاړ موږ ته خپل مرحوم پلار جان او نورو غیورو مشرانو رابښلی دی.

هغه پلار مې چې ځينې ښاغلي يې تش له نوم اوريدو هم د ويرې احساس کوي، هو !! په دې اړه مې د زندان يوه ژوندۍ خاطره درسره شريکوم.

کله چې زه بندي شوم، په زندان کې مې څو ورځې وتلې وې، د ۹۰ ریاست په کوټه قلفۍ کې یوازې وم، د امنیت کار کوونکو به د بندیانو د تير ايستلو په موخه د بشري حقوقو د ادراې په نوم یو د ساده جامو واله نفر بندیانو ته ورلیږه، په کومو کسانو به چې ظلم شوی و نو د مشکلاتو پوښتنه به یې ترې کوله، که چا به شکایت وکړ هغه به یې یوځل بیا سم وواهه، دغه تن په کوټو ګرځېده، خبر نه و چی په دې کوټه کې انس دی.

ماته هم راغی. دروازه یې ورو بنده کړه. دیوال ته یې دډه ووهله، قلم یې راواخیست، وایي څه مشکل لرې؟

څو ورځی کیږي راغلی یې؟

ظلم خو به نه وي درباندې شوی؟

زه پوه شوم چې سړي تیروتنه کړې هسې په ما غلط شوی، ځکه داسې کسان موږ ته نه راتلل چې موږ ورسره خپلې ستونزې شریکي کړو، ما ورته وخندل چې که زه کوم مشکل لرم نو ستا په وس به ونشي چې حل یې کړې!

ويل يې ته ووایه، زه کوښښ کوم.

اخیر مې ورته وویل چی نورې خبرې پریږده ما له خپل ملګري سره یوځای کړئ، مونږ یې ولې بېل ساتلي یو؟

وایي هغه څوک دی؟

ما ویل حافظ رشید .

وایی ستا جرم څه دی؟ ما بیا ورته وخندل … جرم مې ؟ !

وایی هو !

ما ویل زه یې د پلار په سر نیولی یم، نور زه هیڅ دوسيه نه لرم.

ــ پلار دې څه کاره دی؟!

ــ هغه د امریکا او د امریکا د غلامانو دښمن دی.

ــ څه نومیږي؟

ــ جلال الدین حقاني.

تاسو په الله تعالی باور وکړئ چی د سړي رنګ داسې شو لکه د مرګ تیره توره دې چې په مرۍ ور ايښې وي، جګ ودريده، یو ځل به یې ماته په ډار ډار وکتل بیا دروازې ته.

همداسې په شا روان شو، له لیرې یې دروازې ته لاس اوږد کړ وایي هسې نه چې له شا را باندې راټوپ کړي او نور د سترګو په رپ کې له دې صحنې غائب شو.

د ده دې عمل سخت وخندولم او په دې حال می شکر اداء کړ چې د پلار له نومه دې د دین او وطن دښمنان دومره ویریږي چې په زولنو کې تړلي اسیر انس ته د زندان کوټه له ویرې پریږدي.

کله چې د والد صاحب د وفات آوازه خپره شوه، زه د بګرام په جزایي تشنابونو کې وم. امریکایانو زما د خبرتیا لپاره زما ماما حاجي صاحب مالی خان راوست کیسه یې اوږده ده، زما له خبرولو وروسته امریکایي ډګروال وویل چې حقاني اګر که زمونږ سر سخت دښمن و او زموږ خلګ یې وژلي دي؛ خو موږ په دی اقرار کوو چې هغه په خپله خاوره مین او میړنی سړی و، همیشه د خپلې خاورې په دفاع کې جنګیدلی دی، هغه داسې جنګیالی و چې هیڅکله له خپل دریځ نه دی په شا شوی.

د مرحوم والد صاحب په ژوندانه کې مو عجیب و غریب شیان ولیدل، موږ ته یې عملي روزنه راکوله، هر کله به چې ورغلو نو موږ ته به یې د علم او زده کړې تلقین راکاوه، ویل به یې چې که علم درسره وي نو حق او باطل تور او سپین ښه پیژندلی شئ.

یوه ورځ یې راته ویل ځوانان جذباتیان وي، جنګ او سیاست ته بیړه کوي؛ خو ګوره افغانستان کې چی کله هم سیاست وغواړې پیدا کولی یې شې؛ خو د علم وخت د ځوانی وخت وي، تاسې یو ځل علم حاصل کړئ، بیا هر کار اسانه دی، خو له منصبونو نه ځانونه لیرې ساتئ؛ ځکه په دنیا کی ستر امتحان په هغه چا راځي چی هغه د منصب خاوند وي.

له کفارو او تیریګرو سره يې سخت عداوت او کرکه درلوده؛ خو د خپل ولس له پرګنو سره یې بې حده مینه وه، مرحوم پلار جان به ویل: د ولس خلک که هرڅومره لویي تیروتنې وکړي، تاسې د هغوی د اصلاح هڅه وکړئ، که څه هم هغوی ستاسې دوستان او خپلوان وژلي وي، خو چی اصلاح او پوهاويی یې شونی وي او په خپلو دردونو سترګې پټې کړئ، صبر وکړئ، خپل خلک خپل کړئ.

له يرغلګرو سره یې دومره سخت عداوت و چې یوه ورځ موږ څو تنه ماښام مهال ورغلو ده لمونځ کړی و او یوازې ناست و. سخت مریض هم و، له زړه یې سخت وژړل .

یوه ملګري تسلي ورکړه. بیا يې د ژړا لامل ترې وپوښت چې څه تکلیف دی درته؟ مرحوم والد صاحب ورته وویل، چې په دې ژاړم چې روسان مې په خپل لاس ووژل خو امریکایان مې په خپل لاس نه دي وژلي، زموږ په ولس یې سخت ظلمونه کړي دي، زموږ دین ته یې سپکاوی کړی دی، اوس په دې ژاړم هسې نه دوی ووځي، زه مړ شم او د هغوی په وژلو زړه یخ نه کړم.

ټول ناست کسان ورته حیران شول، یو ملګري د تسلي په خاطر په خندا کې ورته وویل :

حاجی صاحب مه خپه کیږه!

ستا په امر او رهنمايي مو دومره یرغلګر ووژل چې شمیرل یې ګران دي او ته خو اوس هم کولای شې امريکايان ووژني او هغه په دې ډول چې موږ به دې په اوږو کينوو او ته به ورباندې پيرونه وکړې.

د دې خبرې په اوريدو ډير خوشاله او په خندا شو. ویل یې نه د منصب شوق لرم او نه بل کوم د دنیا شوق. بیا یې زیاته کړه د آزادۍ مرحلې مي هم لیدلې دي، د دنیا خلکو کفارو د پاچاهي وړاندیزونه راته کول، خو د ذلت تر سلطنت مې د عزت دغه د خړو خاورو په کوټو کې زندګي غوره وبلله، د افغانستان په مظلوم او ځوریدلي ولس مې ډیر زړه خوږیږي، بي حده زیات کړاونه یې وګالل او دا مې ارمان دی چې د اسلامی نظام تر چتر لاندې د افغانستان کړیدلی ولس یو ځل بیا د ارام او امن ساه واخلي او د پردیو کفارو او خائنانو له پنجو نور خلاص شي.

د ده نږدې دوست او شاګرد شهید احمد جان غزنوي ورته وویل چی تا مخکی وویل چی دنیاوالو د پاچاهی ټټر راته وواهه، دا څنګه کیسه وه؟

والد صاحب ورته وویل چې کله امریکایانو په افغانستان د تیري اراده وکړه، نو سرشناسو خلکو سره یې تماسونه نیول، موږ ته یې له مختلفو لارو څخه پیغامونه رالیږل، خو کله چی اخیري ځل د سرحدونو وزرات د وزیر په توګه له یو پلاوي سره زه پاکستان ته لاړم، هلته موږ مختلف مجالس وکړل، د امریکایانو له یو جګپوړی پلاوي سره مو هم ولیدل. امریکایانو خپلې خبرې په داسې انداز پیل کړې لکه موږ چې د دوی دوستان وو، ما غوږ ورته نیولی و، امریکایي پلاوي وویل: موږ اراده لرو چې د خپل امنیت او منافعو د ساتنې په موخه په تروریستانو او د هغوی په حمایت کوونکو پسې افغانستان ته راشو، دوی ظلم کړی دی دا نظام باید ړنګ شي، د دې نظام پرځای باید بل نظام رامنځته شي، اوس زمونږ پلان او زموږ د حکومت انتخاب دا دی چی ته د طالبانو ملګرتیا پریږده او زمونږ سره ملګری شه! ته یو ملي شخصیت یې افغانان په تا اعتماد کوي، د روس خلاف جنګیدلی یې او بیا د مجاهدینو ترمنځ د سولې په هلو ځلو دې ښه تاریخ پریښی دی ، زمونږ اراده دا ده چې د راتلونکی نظام زعامت تا ته درکړو، نور چې هر څه ته اړتیا لرې هغه مونږ ته ووایه…!

وايي ما له ځان سره فکر وکړ چی له دومره کلونو کلونو خواریو، جهادونو، زخمونو او هجرتونو وروسته اوس دا خلک تا په امتحان کې اچوي، ایمان مې له خطر سره مخ کوي، خو الحمدلله په زړه کې مې د ذرې برابر شوق او میلان هم د دوی غوړو وړاندیزونو ته پیدا نشو.

ما ورته کړه ستاسو خبرې پوره شوې، وایي هو!

نو ژر ژر یې کاغذونه رواخیستل لیکلو ته منتظر شول.

ما ورته وویل چې تاسې څه فکر کوئ چې حقاني به د سلطنت په بدل کې خپل دین او ولس په تاسو خرڅ کړي؟!

د شهیدانو په ارمانونو به خاورې واچوي؟ دا هیڅ کله نشي کیدلی، تاسو ته ښه په زغرده وایم ښه دقیق یې واورئ ! کټ مټ همداسې یې خپلو مشرانو ته ورسوئ!

پر افغانستان د تیري اراده له زړونو وباسئ؛ ځکه دا به تاسو ته سخته په زیان تمامه شي د خبرو له لارې د ستونزو د هوارولو هڅه وکړئ، که چیر ته تاسې په افغانستان تیری وکړ نو دا واورئ چی زه به مو په هغه ټوپک ولم په کوم مې چې شورویان ویشتلي وو .

د دوی رنګونه بیخی والوتل، حیران شول، ما هم نورې خبرې پرېښودې، دستي له ځایه پورته شوم د دروازې په لور روان شوم، بیا مي له دروازې غږ ور وکړ چې دا زما وروستۍ فیصله ده، هیله مند یم چی ښه به پرې پوه شوي وئ.

میاشت کم او زیاته نه وه تیره چې زموږ د پکتیا مرکزونه یی په کروزو و ویشتل، له هغې نه پس یې په دې یوه لسیزه کې له مختلفو لارو پیغامونه روالیږل چی راشه هر څه چې غواړې، هغه به درکړو خو هر ځل می غوڅ ځواب ورکړی دی.

زه په دې شکر ادا کوم چې بچیان مې د امریکایانو په مرمیو شهیدان شوي دي؛ ځکه چی یو خو به مې خپلو شهیدانو ملګرو ته سترګې ټيټې نه وي، بل مې له کفارو سره نوره هم کرکه او عداوت زیات شوی وي.

د مرحوم والد صاحب په حالاتو کې چې فکر کوم رښتیا یو لوی شخصیت و، په سخته ناروغۍ کې به یې هم عبادت نه پریښود، موږ به ورته ویل ارام ته اړتیا لرې؛ خو چې بیا به مې کتو نو تهجدو ته به پورته شوی و.
د قران کریم تلاوت یې هیڅکله نه پریښوده، تر دې چی په ورستیو وختونو کې یې د فلج مرض له امله یو لاس بې حسه شو، بیا به ملګرو په ټیپ کې تلاوت ورته چالان کړ، څومره عبادت چې هغه کاوه که قسم په رب وکړم په حانث به نشم چې ما په خپل ژوند کې داسې عابد انسان نه وو لیدلی.

یوه ورځ زه له څو وروڼو سره ورغلم نو لږ خپه معلومیدو، موږ ترې د حال پوښتنه وکړه نو ده وژړل مونږ هم ورسره په ژړا شوو، مشر ورور ورته وویل چې ابا څه خبره ده؟!

ده وویل چې په دې ژاړم چې خاتمه به مې څنګه شي؟ سبحان الله د دومره قربانیو او عبادتونو تکلیفونو سره سره بیا هم د خاتمې ویره ورسره وه، موږ تسلي ورکړه خو ده ویل چې د تیر جهاد د څنګ مشران ملګري چې ګورم چې د مرګ له ویرې او د دنیا د لاسته راوړلو په لالچ یې خپل غیرت او وجدانونه وپلورل او د کفارو تر څنګ ودریدل، نو زه ویریږم هسې نه الله تعالی زموږ خاتمې خرابې نه کړي، کاشکی زما د جهاد هغه پخواني ملګري اوس هم پوه شوي وای او د کفر له ملګرتیا یې لاس اخیستی وای .

د ده خبرې رښتیا هم حیرانوونکې وې. په زندان کې مې ډیر فکر پکې وواهه، پس له ډیرې مطالعې دا راته معلومه شوه چې د الله تعالی نیک بندګان همیشه د خپلې خاتمې له ویرې ژاړي، سره د دې چې په خپلو نیکو اعمالو خبر وي خو د خاتمې درک هیچاته نه لګیږي.

له ماسره به یی زیاتره علمي بحث او مباحثه کوله، تعليم ته به یې ډیر هڅولم، هروخت به چې ورغلم نو کوم کتاب به یې چې په کار و هغه به یی راته یاداشت کړ چی زما له کتابونو یې بل ځل بیا درسره راوړه، حافظه یې دومره قوي وه چی د کتابونو رنګ به یې هم یاد و، د کومې مسئلې پوښتنه به مې چې ترې وکړه نو دستي به یې د کتاب نوم راته واخیست چې په فلاني جلد په فلاني باب کې یې وګوره!

وروستیو وختو کې یې موږ ته وویل چې زه تاسو ته په میراث د الله تعالی دین پریږدم، که تاسو دنیا مخکې کړه دین مو شاته کړو الله مو هم ناراضه کړو او زه مو هم ناراضه کړم، که تاسو دین مخته کړو او دنیا مو شاته کړه الله مو هم راضي کړو او زه مو هم راضي کړم ، او د خپلې کتابخانې او د مجاهدینو په اړه راته توصیه وکړه چې دا درنه ضایع نه شي د دې خیال به ساتئ.

یوه هوښیار یوه ورځ راته ویل چې ځینې خلک خبر جوړوي او ځينې بیا تاریخ جوړوي، نو ستا ابا (حقاني صاحب) تاریخ جوړ کړ، رحمه الله، د والد صاحب مرحوم دومره خاطرات راسره دي چې کتابونه ترې جوړیږي؛ خو:

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه

الله تعالی دې مرحوم والد صاحب غریق رحمت کړي، نوموړي مونږ او ټول امت مسلمة ته ډیر لوی تاریخ جوړ کړی او ټولو ته دروند مسؤلیت په میراث پرې ایښی دی، الله تعالی دې مونږ او تاسو ټولو ته د ساتلو او پاللو توفیق راکړي. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx