لیکنېنظــر

طالبان ولې اوربند ته غاړه نه ږدي؟

نورمدین بلخېل

طالبانو نږدې شل کاله د دې دولت او د هغوی متحدینو امریکا او ناتو پر ضد په افغانستان کې جنګیدلي، طالبان ادعا کوي چې دوی د افغانستان قاطع اکثریت خاوره په لاس کې لري او ډېر کم مقاومت ته اړتیا ده تر څو امریکایان له هیواده خارج او یا هم هغه څه چې د دوی هدف دی، تر لاسه کړي.

طالبان ولې اوربند نه مني؟ د دې پوښتنې تر شا ډېرې کیسې دي، خو زما په نظر طالبان فکر کوي چې که چېرته له مذاکراتو مخکې او یا د هغه سره موازي اوربند وکړي، نو د سولې د مذاکراتو لړۍ به مختلفو پلمو ځنډول کیږي، کله به افغان دولت وايي چې زما سره د اتلسو کالو لاسته راوړنې ومنه، کله به وایي موږ له پاکستان سره خبرې کوو، تاسو یو افغاني ادرس نه یئ، کله به وایي طالبان یوه ډله نه ده، ډېرې ډلې دي، تاسو د کومې ډلې نماینده ګان یاست، کله به د رسنیو او د ځوانانو د حقوقو او ازادۍ خبرې کوي، بیا به وايي تاسو لومړۍ خپل جنګیالي بې وسلې کړئ او تجهیزات یې افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارئ، ممکن په ځینو ځایو خپله د حکومت ځواکونه جګړه پیل کړي چې د طالبانو دفاعي حالت به هم د اوربند څخه د سرغړونې په نوم یادوي.

طالبان فکر کوي چې لکه چې په اوس مهال کې افغان حکومت د طالبانو د بندیانو مساله هرې ورځې ته ځنډوي نو د اوربند په صورت کې به دا د افغان حکومت او په خاص طور د جمهوررییس اشرف غني لپاره یو له یخه یخ فرست وي، چې که چېرته طالبان یې وزغمي نو زیان به کوي او که کله طالبان د محمد اشرف غني دغو کړنو ته په جنګ ځواب ورکړي نو افغان حکومت به وايي طالبان اوربند ماتوي او سولې ته ژمن نه دي، چې بیا دغه خبره د طالبانو غاړې ته ورلویږي.

طالبان وايي دوی د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه مني، نه هم د خبرو او مذاکراتو په جریان کې دوی ته د یو رسمي جهت په حیث مشروعیت ورکولای شي، دوی وايي، دا نظام د پردیو دسیسه ده، د پردیو اجنډا تعقیبوي، هغه د چا خبره چې وايي” بیګانګان به او نان میدهد و فرمان میدهد” معنا لري، نو تر څو چې د افغانانو تر منځ په یو اسلامي حکومت موفقه شوي نه وي، اوربند هسې د خوب لیدل دي.

افغان دولت او په خاص ډول اشرف غني تاکید کوي چې باید طالبان اوربند وکړي، ځکه چې بغیر د اوربند څخه د سولې مذاکرات ګټه نه لري، دوی فکر کوي چې طالبان د پاکستان د لاس امسا ده، کوم افغاني ارزښت نه دی، باید چې د یوې کمزورې پدېدې په توګه د افغانستان په اوسني سیستم کې مدغم شي، افغان حکومت دا په ځلونو ځلونو ویلي چې باید طالبان د افغانانو په مشرتوب چې افغان دولت یې نماینده دی خبرو اترو ته غاړه کیږدي، دوی فکر کوي چې د سولې خبرې یوه اوږده پروسه ده، باید اوربند وشي، چې افغانان له جنګ څخه خلاص شي او په ارام ارام باید دا پروسه مخته لاړه شي.

بلخوا د قطر د موافقې په اساس د امریکايي عسکرو د وتو وخت ورځ تر بلې را نږدې کیږي، داسې ښکاري چې طالبانو باندې د امریکا له خوا هوايي حملې په سلو کې اتیا فیصده کمې شوي دي، د طالبانو له لوري پر امریکايي عسکرو باندې کومه حمله نه ده شوې، څو ورځې مخکې ولسمشر غني وویل که چېرته د سولې اوسنۍ خبرې ماتې شي، نو پایله به یې مرګوني وي، امریکا چې په دغو خبرو کې یو مهم بهرنی جهت دی تل یې ویلي دي دوی د سولې ملاتړ کوي او هغه وخت به له افغان خاورې ووزي چې کله د افغانستان د خلکو لپاره سوله تضمین شي، دا هم یوه مهمه پوښتنه ده چې که چېرته د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ خبرې ځنډیږي نو د امریکايي عسکرو د وتلو مساله به د کوم سرنوېشت سره مخ کیږي؟

طالبان په خپله موافقه ولاړ دي، امریکایان هم تر اوسه د عسکرو د باسنې په مساله کې ظاهرا صادق ښکاري، که چېرته یو څو میاشتې وروسته امریکایي عسکر له افغانستان څخه ووزي نو یو کمزوری افغان نظام یې تر شا پاتې کیږي، چې کیدای شي د افغان حکومت لپاره د دغه د شګو بند ټینګول به مشکل وي، طالبان به د زور او قوت له لارې ځان هدف ته رسوي چې بیا به د سولې غږ ډېر ټیټ شوی وي او کومه ګټه به نه کوي.
افغان دولت فکر کوي چې بالاخره به طالبان په کمه بیه راضي شي چې دا کار هم فعلا ناشونی ښکاري، ځکه طالبان د اسلامي نظام تر نامه د یو نوي سیسټم په هڅه کې دي، اساسي قانون هم طالبان د غرب د مسیحي ټولنو د قوانېنو یوه کافي ګڼي او منلو ته یې شین چراغ نه ورکوي، د افغان اوسني دولت ځینې اړخونه هم طالبانو ته
د شک وړ بریښي چې کیدای د بدلون او اصلاح هڅه یې وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx