شعـــــرونه

د چا ياد/ حسان ضعيف

حسان ضعيف

یو څوک مې نن پر زړه باندې وریږي خدایه خیر
یو څوک له تورو شپو نه راستنیږي خدایه خیر

یو ستوري دي د توري شپې په غیږ کې ځلا کاندي
یو څوک په تاریکیو کې ځلیږي خدایه خیر

د تورو ځنځیرونو د وحشت لومې شوې ماتي
دا ځکه چې ځوانان ترې ازادیږي خدایه خیر

وطنه ځان سنګار کړه قافلې راځې پر لار دي
سپیڅلي بیرغونه پرې رپيږي خدایه خیر

لیلا د ازادي منګولي سرې کړي هوسیږي
خوشي کاندي تاویږي راتاویږی خدایه خیر

الله ته یې ناصر شه د فاتح غازي کاروان مو
داستا رضا لپاره قربانیږي خدایه خیر

بیا چا دي ازار کړي چا یې زړه دي دردولی
حسان ضعيف دي در لره ژړیږي خدایه خیر

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx