نړۍ

یمن: دحکومت اومظاهره کونکو ترمنځ په نښتوکی په لسګونو لاریونکونکو ژوند له لاسه ورکړ

جريح يمني (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۰)صنعا: دیمن له پلازمیني صنعا ښارڅخه په رارسیدلی راپورکی ویل شوي چي تیره ورځ دیمن به پلازمینه صنعاکی په زرګونو خلګو دحکومت په خلاف به لاریون لاس پوری کړی وو، ویل کیږي ولسي باڅون یالاریون هغه وخت په تاواوتریخوالي واوښت، کله چی لاریون کونکو غوښتو دصدارتي  دماڼي په لور ورشي.

کله چی مظاهره کونکو دصدارتي ماڼي په لور حرکت وکړ دپولیسو اوپه یمن کی دواکمن ګوند دپلویانو له لوري ورباندي سختي ډزی وشوي چی له کبله یی په لسګونو خلګو ته مرګ ژوبله واوښته.

له سیمي څخه دمختلفو رسنیو خبریالان وایی چي له تیره ورځي څخه بیا تراوسه پوري دلاریون کونکو اوحکومت ترمنځ داخ اوډب له کبله له ۵۰ څخه زیات خلګ وژل شوی دي.

په نیو یارک کی دملګرو ملتونو سرمنشي بان کی مون په یمن کي پرروان تاواوتریخوالي باندی سخته خواشیني ښودلي ده، نوموړي دواکمن ګوند له لوري دمظاهره کونکو وژل سخت غندلي دی اوله حکومت څخه غوښتنه کړي ده چی دلاریون کونکو په اړه له صبره اوزغم څخه کارواخلي.

دملګروملتونو دسرمنشي ویاند مارتن نسیرکی له خبري سرچینوسره دخبرو پرمهال وویل، دملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلی بان کی مون په یمن کی دحکومت له لوری دلاریونکونکوپه وړاندي زورزیاتي په کلکوټکوسره غندي، نوموړي زیاته کړه حکومتي کړیو دلاریون کونکو په په وړاندي له سخت زور زیاتي څخه کاراخیستي دي چی ډیرو سولیزو مظاهره کونکو ته یی مرګ ژوبله اړولی ده.

نوموړي زیاته کړه ښاغلي سرمنشي په یمن کي له روانو حالاتو څخه ښه خبرده او وضعه دقیقه څاري، نوموړي دیمن هیواد روانو حالاتوډیر له اندیښني سره مخ کړی دي، بان کی مون له حکومتي چارواکوڅخه غوښتنه کړی ده چي دمظاهره کونکوپه وړاندي دنړیوالو اصولو درناوي وکړی.

دبی بی سی خبریال له صنعا څخه خبرورکوي چي په ښارکی دپولیسو اودلاریونکونکو دپلویانو ترمنځ دیمن داولسمشر دزوي دکور اودجهوریت روغتون په سیمو کی سختي نښتي رامنځ ته شوی دي چی له امله یی په لسګونو لاریونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

له بله لوري دیمن دیمن دسوداګري اوصنعت وزیر هشام شرف دحکومت له لوري پرلاریونکونکوبریدونه غندلي دي، نوموړي زیاته کړه په یمن کی دالقاعدي ډلي دپلویانو له لوري پرلایونکو نکو ډزی ترسره شوی دي، ترڅو سیمه کی نارامي رامنځ اودروان اخ اوډب  په صورت کی دوي خپلو موخوته ورسیږي.

خولاریونکوبیا دهشام شرف څرګندوني ردکړي وایی حکومت اوحاکم ګوند دي چي دلاریونکونکوي په وړاندي له زورازیاتي څخه کاراخلي.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x