شعـــــرونه

د مرغۍ نغمه/ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

ټول خلک ویده وو پاس په غره کې سپوږمۍ ناسته وه
لاندې په یوه ونه کې نغمه د مرغۍ ناسته وه

ورا یې وه سبا ته ، وچاوه یې د نکریزو لاس
ستورو ته وه موسکه یخ شمال ته جلکۍ ناسته وه

ګل په کې زرغون و، رنګین پَری بورا ورغی
ډکه وه له خاورو د توپ تشه نَلۍ ناسته وه

بې له تېغه مړه وه بدرنګي تالا ترغه وه نو
بس په هر کنډو، کې د ګلونو غَدۍ ناسته وه

زړونه سره جوړ په جنتي کلام سلام سلام
اوښکه موسکه موسکه وه آرامه سلګۍ ناسته وه

تاو ترې ماشومان وو او بوډۍ روان داستان شیرین
سوله یې بالښت د اطمينان پر نیالۍ ناسته وه

خوب وینم کاروانه د وطن ښکلا را ويښه وه
ډوبه په حیرت یې تماشې ته نړۍ ناسته وه

۱۳ سنبله ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx