شعـــــرونه

يو ملنګ و قلندر و/ چنار ټکور

چنار ټکور

له جګړې نه ستړی راغلی ، وو ستومان پسي روان شو
یو سړی په زخمو پټ وو، په درمان پسي روان شو

یو ملنګ وو قلندر وو ، څومره ستړی مسافروو
او سرلاری دلښکروو ، په کاروان پسي روان شو

دژوندون له ستړي ښاره ، په مزل ځي ترسهاره
دلحد په تیته لاره ، په جانان پسي روان شو

دملاصاحب عسکر وو، دمنصور صاحب وزر وو
دپکتیا دغرو نښتر وو، څه زدراڼ پسي روان شو

ټولو خلکوته محبوب وو ،لوی ولي وو اومجزوب وو
په زړه خوږ لکه یعقوب وو ، په کنعان پسي روان شو

ته بې غمه شه امیره ، زموږ پیره دستګیره
ستا بچیان ستا له مسیره ، په ارمان پسي روان شو

دافغان وطن غمخور وو ، دزخمي اولس ټکور وو
دبلال سکنی ورور وو ، په اذان پسي روان شو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx