افغانستان

ټرمپ غواړي په افغانستان کې د جګړې ضد سفیر وګوماري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي افغانستان څخه د امریکايي عسکرو ویستلو بهیر بریالي کولو لپاره په کابل کې داسې څوک سفیر وګوماري چې په افغانستان کې د امریکايي جنګ سرسخته مخالف دی.

دې هیل ورځپاڼې ددې مطلب په خپرولو سره ویلي، چې ټرمپ غواړي پخوانی دیپلومات ویلیام راجر په افغانستان کې د نوي سفیر په توګه مقرر کړي، ترڅو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو بهیر په بریالیتوب سره سرته ورسیږي.

ولیام راجر چې په افغانستان کې یې وخت هم تیر کړی، تردې وړاندې د پخوانیو ولسمشرانو بل کلنټن او جورج ډبلیو بوش په حکومتونو کې په آذربایجان او ترکیې کې دندې ترسره کړي او په افغانستان کې د امریکایانو جنګ سره سخت مخالفت لري، نوموړی په افغانستان کې د امریکا متحدو  ایالتونو روانه جګړه عبث ګڼي.

د ورځپاڼې په خبره امریکايي چارواکو تیره اونۍ د راجر د مقررۍ په هکله کابل ته خبر ورکړی؛ خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي ورکړي.

امریکا په داسې مهال افغانستان کې د جګړې ضد سفیر ګومارلو تکل لري چې ټاکل شوې ده، په راتلونکو میاشتو کې ګڼ شمېر نور امریکايي پوځیان هم د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې له افغانستان څخه وویستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx