افغانستان

قطر ته د حکومتي پلاوي سفر بیا ځنډیدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د رسنیزو راپورونو په اساس قطر هېواد ته د کابل حکومت هغه مذاکراتي ټیم سفر یوځل بیا ځنډیدلی چې ټاکل شوې وه، په بین الافغاني مذاکراتو د برخې اخیستو لپاره یې هلته سفر کړی ؤ.

آزادي راډیو د یوې حکومتي سرچینې په حواله ویلي، چې د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم د سفر ځنډېدو لامل په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي نه بشپړېدل دي.

طالبانو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه ویلي نه دي؛ خو تردې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین څو ځله ویلي ؤ، که چیرې ددوی پاتې ۴۰۰ بندیان خوشې شي دوی په یوې اونۍ کې بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د کابل حکومت له محبسونو څخه له ۶ تنو مهم طالب بندیانو پرته لسګونه نور بندیان آزاد شول او ټاکل شوې ده، چې پاتې ۶ تنه مهم طالب بندیان د ځانګړي پروتوکول له لارې قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته وسپارل شي، چې د پاتې طالب بندیانو په آزادۍ سره به د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې شته خنډونه لرې او ښايي راتلونکې اونۍ کې مذاکرات پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو ته نوری بهانی خلاصی شوې نور به د څه په نوم خلک جهاد ته دعوت کوی. طالبانو خو ویل چی بندیان مو آزاد شی سبا مونږه خبرو ته حاضر یوو خو اوس ګورو چی د آی اس آی د مداخلت له وجی د طالبانو د مرکچی ټیم کی ګډوډی راغلې. ډیری طالبان خپل معشیت په جنګ کی ګوری او نغواړی چی جګړه ختمه شی ځکه چی له هغوی څخه نور څه جوړیږی نه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx