نظــر

د طالبانو فلمونه دي ستاینې وړ دي ډاکټر حیدر

ډاکټر حیدر

د فلمونو څيړونکي وايي، چې د فلم کامیابي ۷۰ سلنه د فلم په پلان پورې اړه لري. یعنې که څومره یې پلان بریالی وو په هغه اندازه به یې کتونکي هم زیات وي.
د منبع الجهاد سټوډیو راتلونکی فلم د الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ژوند او کارنامو ته ځانګړی شوی ده. چې ترڅنګ یې د الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله مرکې ته هم ځای په کې ورکړل شوی. د پلان او تخنیک په اړه یې ویل کیږي، چې تراوسه پورې دا ډول فلم نه دی جوړ شوی.

په مرکه کې به الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله څرګند وي که نه ؟؟؟ هغه به ورسته درته ووایم…!!

په زرهاو مېله لري مونږ د دنیا په یوه څنډه کې د خپل مذهب، رواج او رسم سره په خپل کور، کلي وطن کي ژوند کاوه په یو څو شپو او ورځو کي ټولي دنیا ته خطر شوو، د وژلو،نېولو او د دنیا له سره د ورکیدلو مستحق شوو ولي ؟!

مونږ څوک وو،څنګه وو، چا ته خطر وو دنیاوالو ته غربي فلمونو او ميډیا معرفي کولو.
زمونږ په خوله یی لاس را نیولي وو ، راته وویل یې چي زه دې څنګه معرفي کوم ته به هغسي وي او واقعاً مونږ دغسي معرفي شوو.

نن که مو لږ ډیر دنیا په ښه نوم او په خپل تعرف پیژني نو دغه زمونږ د نورې مبارزي ترڅنګ د فلمونو او زمونږ د نوري میډیایې مبارزه برکت ده.

له ډیره وخته د مغربي ميډيا مقابله جهادي او اسلامې ميډيا کړې.
په جهادي سټوډيوګانو کې السحاب خپرندويه اداره پښتو بخش فلمونه د نن عصر فلم جوړولو معیاري (فلم میکینګ یا فلم پروډیکشن) سره مناسب و.

تر ډیره حده یې طبیعي صحني، ټرینګ او رمایې د اعلاميو د ویډیو تخنيکي جوړښت مناسب وو.

له تیرو دریو کلونو راهیسي د امارت اړوند خپرندويه ادارو یا سټوډيوګانو مثلاً الاماره، الهجره او منبع الجهاد نوښت او معیار ته څو نور قدمونه اخستي دي خو بې له شکه منزل يې لا لري ده.

دوه کاله مخکي د الهجره مربوط فلم (سیریز) چې نوم یې فاتح کاروان و له نويو افکټو او له نوي پلان (سکپريټ)سره خپور شو.

فلم کې د مشهور ترانه خوان فقیر محمد درویش ترانې فلم په کامیابي کي دخيلي وي، ورسره د مقالې ویلو سره سره ويډيو چې فلمې دنیا کې ورته( سکرین پلئ ) وایې یعنې له صوتې خبرو سره د عکسونو او ويډیوګانو تطبیق مُدبرانه او جالب نظر وو.

د یادونې وړ ده چې د روان انقلاب له آغازه د طالبانو د جهادي فلمونو مزاج،طبیعت او پلان یا چوکاټ یو ډول ده.

په اول ۵ ثانیو کې د امارت د فرهنګې څانګې ټايټل بیا د ظلمونو صحني ورپسي فدايې یا تعروضي عملیات او څو ترانې!!

مګر نوښت پکښې نه وو شوی.

ورته وخت کې جهادي ترینګونه، رمایې او طبعي صحنې د روان عصري معیار مطابق نه وو.

په ۳۰ مئ ۲۰۱۸ میلادي کال کې د امارت مربوط منبع الجهاد خپرندویه اداره (سټوډيو) د غازیانو کاروان په نوم سیریز ۱۳م فلم خپور (ریلیز) کړ چې سکپرټ (فلم پلان) یې له رواجي پلان نه بدل وو.

اول تعارف یې د ایکشن فلمو ته ورته وو بیا کمین او تعرض تعریف یې په (ټیبل ټاک) (میز باندی بحث) په ډول شوی وه.

چې د کتونکو لپاره جالبه وه او نړۍ والو رسنیو یې هم عکسونه خپاره کړل.

مثلا د امریکا ملیټري ټايم ورځ پاڼې یې په دفاع کې خپل راپور خپور کړ چې طالبان دمره وړتیا نه لري څومره چې دوي په غازیانو کاروان کې پروپاګند کړی ده.

د منبع الجهاد صلاح الدین ایوبي معسکر (ټرینګ کمپ) کې د طالبانو سپیشل فورس عکسونه چې کله په ۲۰۱۸ کې نشر شول نو د نړیوالو رسنیو پام ور واووښت.

په ټويټر او فېسبوک کي غربي پوځیانو ته دي منلو وړ نه وه.

هغوی سمدستي د منبع الجهاد کیمره ميني ټیم (فوټو ګرافي) ته پاکستانی او ایرانی وباله او دې طالبانو سپیشل فورس یې هم د پاکستان او د ایران اسپیشل فورس وبلل.

نړیوالو پوځونو خپل طاقت ښکاره کولو لپاره په پوځ کې ميډيا یو ټیم لري خو اوس طالبانو هم وښودله چې دوی په هر میدان کې ښه منظم دی.

په ۲۰۱۹ کې کال کې د امریکا سپشل فورس پوځې ‘مایک ري’ په خپل ټويټر کې لیکلي وو چې د طالبانو اسپیشل فورس عکسونو زه حیران کړی یم.

مخکې چې به مونږ په انټرنیټ کې د طالبانو ټرینیګ کمپ ویډیو کتلې نو زمونږ ملګرو به ورپسې مسخرې کولې.

خو اوس په نويو عکسونو کې داسې ښکارې چې طالبان زمونږ د اسپیشل ټیم په پرتله څو تنه دي البته حقیقت به یې په ویډیو کې څرګندیږي.

حال دا دی چې ۲۰۲۰ فروري ۵مه د منبع الجهاد له لوري خپور شوی فلم ‘بدري ګزار’ یا بدري سټایک نشر ته سپارل شوی ده.
فلم کې د “جې فور ایس” کمپنۍ باندي د طالبانو خونړۍ حمله ښکاره شوي ورسره طالبانو له سیاست کار اخستی او شعوري او غیر شعوري ډول یې نړۍ ته د طالبانو نظم ښودلي.

په یاده ویډیو کې د طالبانو سپیشل فورس هغه ويډيو هم نشر شوي ده چې عکسو ته یې له کالو ډیر انتظار کیده.

البته په دغه ويډيو کې د منبع الجهاد صلاح الدین ایوبي ټرینګ کمپ د ټرینګ هغه انځورونه کم را اخستل شوي چې په عکسونو کې نشر شوي.

مګر طالبانو وښوده چې دوی نظامي تربیت معیار د عصري سپیشل فورس په شان پرمختللی ده.

د ویډیو له خپریدو سره دغه خبره هم ښکاره شوه چې طالبانو د نړیوالو سپیشل فورس په څیر استاذان لري چې خپل نظامې عسکر ورته تربیه کوي.

په ویډیو کې د ډرون کیمري سره ریکارډ شوي صحنه (ډرون شارټ) هم راخستل شوی ده چې زیاتره هالي ووډ فلمونه کې استعمالیږي.

نو ویلای شو چې د طالبانو مربوط منبع الجهاد اسټوډيو په ریکارډینګ بخش کې پرمختګ کړی او د خپل کیمره مینانو ښه استعدادونو په بنسټ یې د ويډيو کیفیت لا جګ کړی.

څه موده وړاندي د الهجره اسټوډیو له لوري د فاتح ځواک په نوم فلم نړئ ته وړاندي شو چې ریکارډونه یې مات کړل.
د تخنیکې لحاظه یې د رنګينيو زور ډیر وو خو د سادګي لمن باید پری نه ښودله شي.
د ګرافکس دنیا یو ځل بیا د سادګي او مختصر معیار ته را روانه ده.
د پلان او ( اسکیرپټ ) له لحاظه یې کمال تبدیلي راوړي وه او د فلم ټول خیال او مرکزي فکر د دشمن وژلو پر ځای دښمن ته نظم (ډسیپلین)، نظامي طاقت ښودل وو چي تر ډیره حده فلم هدف ته ورسیده.

الاماره سټوډیو زیاتره د پېښو په اړه معلومات راټولوي او بیا یې د ویډیو په بڼه خپلو لیدونکو ته وړاندې کوي.
د دښمن د وحشتونو او ړندو بمباریو، د مظلومو هیوادوالو د غږ، مجاهدینو د پرمختګونو او بیلا بیلو راپورونو په ريښتیني بڼه وړاندې کول او تر نړیوالو پورې رسول دي.
د الاماره سټوډیو فعالیتونه د وخت او سرعت له پلوه نسبت نورو سټوډیوګانو ته ښه خو د تخنیک له پلوه پوره معیاري نه دي.

له شک پرته چې د یوه کال په موده کې الاماره سټوډیو په لسګونو راپورنه خپروي خو په مقابل کې یې نورې سټوډیوګانې یوازې دوه یا درې فلمونه خپروي.

د اسلامي امارت انډسټرۍ لا د خاپوړو پر مهال ده، کله غورزي بیا راپورته کیږی بیا غورزيږی بیرته راپورته کیږی په لنډ وخت کې به د خاپوړن ماشوم په شان په ګردونو ډک راپورته شي ، روان به شي ، تیز به شي او سترو سترو سره مه مقابله کوي.

ان شاءالله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx