نظــر

حقاني له حقانیانو وو

خالق یار احمدزی

جلال الدین حقاني د افغان تاریخ یو نه هیریدونکی ستوری وه، چې د جهادي کهکشان له دریڅې یې ننۍ اسلامي نړۍ ته داسې درسونه عبرتونه پریښوودل چې نسلونه به یې پرې ویاړي.
که څه هم مخالف تاریخ لیکونکي د څیرو هغه نقطې په خپلو آثارو کې رانغاړي چې تر ډیره پیغور آمیزه یا مستضعفې وي؛ خو د حقاني صیب د بې داغه ژوند له امله، دهغه دښمنې کړۍ هم نه شي کولای چې د نوموړي ذم په خپلو څپرکو کې درج کړي.

حقاني رحمه الله وکولای شول د اسلامي امارت په نوم قیام له سمتي، قبیلوي او قومي ویش څخه وساتي او په همدې موخه یې ټولې هغه پرګنې په یوه غولي کینولې چې آن د کابل اداره یې هم له ټولو امکاناتو سره نه شي را یوځای کولای.

د جلال الدین حقاني ابتکار داوه چې د اسلامي امارت د نورو رهبرانو په څیر یې د قرباني ډګر ته په خپله را ځغاستل؛ چې له همدې امله نوموړي په دې لار کې د خپلو ټپي کیدو ترڅنګ څلور مخور زامن هم له لاسه ورکړل چې یو تر ټولو درنه قرباني بلل کیږي.

پر نوموړي د الٰهي امتحاناتو لړۍ ونه دریده او پر دې متسلسلو غمونو سربیره یې کشری نازولی زوی د بګرام وحشي زندان میلمه او د بیلابیلو دښمنو کړیو په غوښتنه پر اعدام محکوم شو.

که څه هم الله ج حقاني صاحب ته پر شهیدانو صبر او استقامت ورنصیب کړ، خو متأسفانه چې د حیات پرمهال یې د انس په راخلاصون د خوښۍ سترګې یخې نه شوې.

حقاني رحمه الله ځکه د راون جهادي مسیر سرلاری مجاهد بولو، چې دده قیادت او ځپونکې نظامي ستراتيژي وه چې کفري نړۍ یې سد ته راوسته او د مذاکراتو پرمیز کینولو ته یې مجبوره کړه.

حقاني رحمه الله د نړۍ له هغو ګوت شمیرو جهادي مشرانو شمیرل کیږي چې ټول وخت یې د هیواد د استقلال په آرمان د جهادي سنګرونو ستړیاوې وګاللې او د ځینو هغو په څیر چې اوس دکابل په دنګو محلونو کې اوسي او ځان د غبرګو جهادونو سالار یادوي؛ د امتیازاتو قرباني نه شو.

حقاني رحمه الله په خپل جهادي مخکښ فکر د نړیوال استکبار نظامي پالیسۍ وننګولې او هغوی ته یې ور په ګوته کړه چې افغانان له ټولو ستونزو سرییره، لا هم د استعمارونو د ځپلو توانایي لري او د پخوانیو یرغلګرو په څیر به هر تجاوز ګر ته تاریخي او نه هیریدونکی درس ورکوي.

حقاني نه یواځې د تورې سړی وه، بلکې یوه علمي څیره او د خوځنده قلم څښتن هم وه، د هغه رحمه الله په قیادت کې جهادي مبارزینو په مطبوعاتي ډګر کې خورا ښه پرمختګونه وکړل او مقابل لوری یې په قلمي، ادبي او رسنیز مطبوعاتي ډګر کې هم چلنج کړ.

د نوموړي تر قیادت لاندې علمي او روحاني څیرو هم ښه فعالیتونه وکړل او د هیواد بچیانو ته یې د امریکایي یرغل د تیارو پر مهال، بیلابیلې ښوونیزې او علمي ادارې ایجاد او کدرونه یې د هغوی وړتیاوو ته په کتو سره په نظامي، فرهنګي، روزنیزو او قومي چارو کې وګمارل.
چې داکار ددې لامل شو چې ټولنه مو نه یواځې د کمونستي دورو په څیر، وروسته پاتې نه شوه، بلکې د جهادي یون تر څنګ په بیلابیلو آرسو کې یې هم پرمختګونه وکړل او دا مهال چې له هیواد څخه مو د اشغال ټغر ټولیږي، ځان د سیالانو سیال بولو او کولای شو خپلې چارې په خپله تنظیم او رهبري کړو.

حقاني لاړ؛ خو د حقاني فکر به د هغه په لاریونیانو کې د تل لپاره ژوندی وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx