ورزش

ليونل ميسي ښايي سږکال هم برسلونا لوبډله کې پاتې شي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۴ وږي، ۱۳۹۹ل): هسپانوي رسنۍ راپور ورکوي چې ليونل ميسي ښايي له خپلې پريکړې بېرته واوړي او سږکال ۲۰۲۰/۲۱ فوټبال سيزن هم د برسلونا لوبډلې سره يوځای تېر کړي.

مارکا هسپانوي سپورتي رسنۍ وايي چې ميسي د لوبډلې پريښودو لپاره پرته له دې چې محکمې ته ولاړ شي بله قانوني لار نه لري.

دا هر څه وروسته له دې وشول چې ليونل ميسي له برسلونا ادارې له خپلې لوبډلې د وړيا پريښودو او بلې لوبډلې ته د تلو غوښتنه وکړه خو هغوی اجازه ورنکړه.

رسنۍ زياتوي، ميسي نه غواړي د‌ هغې لوبډلې د پريښودو پريکړه په محکمه کې وکړي چيرته يې چې شاوخوا ۲۰ کاله تېر کړي دي.
هغه نه غواړي د نيمار په څېر دغه لوبډله په بد ډول پريږدي.

دا لومړی وار نه دی ميسي د خپلې لوبډلې د پريښودو په اړه فکر کوي، بلکې تېر کال د ادارې ناسم مديريت هم په دې اړه پريکړې ته اړ کړی و.

شپږ واره د نړۍ غوره جايزه ګټونکی ۳۳ کلن ميسي غواړي د خپل فوټبال کيريئر په وروستيو کې يو وار بيا د اروپا اتلانو ليګ «چمپينز ليګ» اتلولي وګټي، او ددې لپاره يې غوښتل تېر کال يو وار بيا نيمار له ځان سره يوځای کړي خو د برسلونا اداره يې په رانېولو کې ناکامه شوه.

د ميسي پلار جورج ميسي چې اوسمهال د يادې قضيې په اړه په برسلونا کې دی، امکان ښيي چې زوی به يې سږکال په لوبډله کې پاتې شي او راتلونکې کال په وړيا ډول بلې لوبډلې ته لاړ شي.

د ميسي بولۍ ته د وړاندې کولو اوسنۍ بيه ۷۰۰ مليونه يورو ده، چې هيڅ لوبډله نشي کولی دغه لوړه بيه وزغمي، خو راتلونکې کال به يې يو شمېر لوبډلې په وړيا توګه رانېولو ته بې تابه وي.

ميسي د سږکال سياليو له پېل وړاندې په دې فکر چې بېرته لوبډلې ته نه ورګرځي، د لوبډلې د کرونا معايناتو او دوه ورځې تمريناتو ته هم نه دی حاضر شوی.

بايد وويل شي چې د ليونل ميسي د لوبډلې پريښودو قضيه هغه مهال ګرمه شوه کله چې يې د چمپينز ليګ په شپاړسم پړاو سياليو کې د بايرن مونشن لوبډلې پر وړاندې په ۸-۲ ماتې وخوړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx