نظــر

خدای بخښلی حقاني؛له خپل نامه سره همغږی رهبر!

استاد محمد زمان مزمل

پدې اړه له لوستو ډیر معذرت غواړم چې زه په معاصر افغانستان کې ددغو څلورو مذهبي مشرانو سره البته د خپل عمیق پیژندګلوۍ له مخې هومره محبت لرم چې په تېر دوران کې مې بلا د نیوکو د توند تهذیب باوجود پر هغوی نه غږیدلی یم او نه مې پرې نیوکې کړي:
۱- ارواښاد مولوي صاحب خالص بابا
۲- ارواښاد مولوي صاحب جلال الدین حقاني
۳- ارواښاد شهید مولوي صاحب منصور
۴- ارواښاد شهید مولوي صاحب جمیل الرحمن
په همدې حساب ننۍ ورځ چې ددې ستر مجاهد د وفات ورځ ده هغه مې لکه د برسات هوا بدلونکی باران پر زړه راوورید او په دې خاطر مې په زړه راوورید چې زموږ قدرمن حقاني صاحب سره ددې چې هغه هېڅ مهال د ډلې او اجنډ او شعار لپاره مصروه نه وه بلکې که څه هم په ډلو کې مشر او مخکښ شخصیت وه خو هغه پخپل ټول دوران کې د یوه ملي او ملت ژغورونکي سیاست لمن نیولې وه او همدا وجه وه چې پکتیا تنظیمي او داخلي جګړې ونه لیدلې او پکتیا وال یې پوروړي دي.

د سراني د طالب او نوي فاضل مولوي صاحب حقاني سره په (۱۳۵۶)ه ش کال کې اشنا شوم، هاغه مهال دی او درې نور بزرګواران پدې خاطر زما د توجه وړ وګرځیدل چې هغوی له موږ سره په دې در کې د صنف او ماحول د تفاوت باوجود شریک شول چې پر سیمه او زموږ پر هېواد بنیاد نړونکې سره سیلۍ را روانه ده.

نن چې نرخ او بازار تفاوت لري پورته جمله او محتوا یې د ډیرو په نظر کې او د رهبرانو جفاو وهلي نسل په نظر کې هغه قیمت نلري چې دغو بزرګوارو د مٌلا او مذهب په نمائندګۍ د یوې نړۍ نړونکي ایډیالوژۍ یعنې کمونېزم خطر درک او پر ضد جوړیدونکي جبهه کې له هر چا مخکې ودریدل.

کله چې تر شا د خدای بخښلي حقاني صاحب علم، اصلاحګرۍ، جهاد او د یوه ملي مصلح درانه رول ته ورګورم پوهیږم چې کاشکې پاتې جنګ ځپلي نسلونه زموږ د مصلحو مشرانو په فهم او کردار په اړه هغه سوابق لیدلي وائ چې موږ ورسره ملګري راغلو.

د کمونېزم او د یو محدود غولیدلي سوسیالستي ګوند او د شوروي د راتلونکي خطراتو په اړه د جهادي مشرانو او زموږ د دغو څلورو مخکښو علماو پر فهم او تحلیل هېڅوک او په هېڅ وخت کې د یوې خامۍ نقد نشي کولائ ځکه تحولات او بدرنګه سونامۍ په دې هېواد کې هغسې راغلې که چا یې پر وخت مقابله نه وای کړې زموږ خلک به د خپل وطن نه د دفاع پر ځای د شوروي لپاره د لوی هندوستان د اېل کولو په مهم کې برتي شوي او جنګیدلي وای.

دا چې د یو حزبه حکومت د ماتې او د شوروي د اشغال وروسته افغانستان او ارګ هماغسې شغالي پاتې شو او د وعده شوي بدیل ځای پکې کورني جنګ ونیوه ددې پړه پر هغو ورځي چې مولوي حقاني صاحب یې د پوهولو ،سمې لارې ته د دعوت کولو بلکې د سولې او تفاهم لپاره یې شپږ میاشتې د څرخي پله لنګر وچلوه، د هغه پړه پر حقاني صاحب او پر هغو ټولو مصلحینو نه سجل کیږي چې تر نن پورې د کورني جنګ د ښکرورو په منځ کې ګرځي راکرځي.

حقاني صاحب د خپل نامه مطابق له پیله په خپلو دریځونو او په خپلو قضاوتونو ژور نظر درلود هره موقع کې هغه د افغانستان د بحراني تاریخ په لړ کې یو څوک پریښي او د یوه تر خوا دریدلی که د هغه په دریځونو په یوه بې طرفه سوچ راوګرځو نو هغه پکې د ډیر بد په مقابل کې یا ښه انتخاب کړی یا د هغې کمې بدۍ لرونکی انتخاب کړی.

د مولوي حقاني صاحب سرلوړي کارنامۍ بې شماره دي یوه لویه او متمایزه کارنامه یې دا وه چې لویه پکتیا د هغه د ځواکمن قیادت لاندې هغه مافیاګر مجاهدین پیدا او په میراث پرې نه ښودل چې کابل، شمال او غرب بلکې دوه برخې افغانستان ددغو مافیاګرو له ظلم او جفاو نه تر پوزو راغلل او تر نن پورې لویه پکتیا د بلا سپیرو تحولونو باوجود د ولسي خلکو ژوند پکې لوی او کوچنی مجاهد نه ګواښي ،مجاهد او نه مجاهد پکې ټول د ملت برخه دي.

د ماتو اتحادونو په وروستي منزل کې چې دده حریفان په پېښور کې د اتحادونو او مؤقتو حکومتونو بلا جوړښتونه ګنډواله کړل هغه د یوه بدیل او تر تېر یوه ښه تحول ته لاړ چې د آمر مسعود سره یې د مجاهدینو سرتاسري شورا جوړه کړه که پدې وسیله وکولای شي:
اول: د رهبرانو د سیاسي اختلاف شرمونکی تسلسل ودراوي.

دویم: که پدې ذریعه د اسلام اباد او پېښور په ځای د مجاهدینو پرېکړه او اتحادونو ځای داخل ته انتقال کړي.

مګر چې حریفان پکې سیاسي وچلیدل حقاني صاحب پر وخت پرېښود، همداسې چې د حقاني صاحب پرونیو ملګرو د نجیب په سقوط پخپلو کې په چوکیو او وزارتونو جګړه پیل کړه هغه پکې د وزارت او چوکۍ نه په فارغ زړه او ایمانداره استغنا د سولې لپاره مصروف شو ،یو ځل خو په همدې مهم کې د نامردو له کمین او ډزو سره مخامخ شو او نور ځل هغه دومره د جنګي طرفونو په منځ کې، په کابل، په جلال اباد کې، ارګ تر چاراسیا او چاراسیا تر پغمان هومره وځغلید چې د شمیر پر ځای یې باید هومره ووایم چې شپږ میاشتې وځغلید او د هر چا زنې او لمنو ته یې په اوږدو لاسونو هومره زارۍ وکړې چې له جلسو وروسته به مو ورته ویل:
چې حقانی صاحب لږ تریخ شه.

او هغه مهال چې د کابل قومندانانو ،د پکتیا قومندانانو او د بلا مصلحینو په شمول په پلي څرخي کې خپله فیصله اعلان کړه ،د کابل د بې دردو کبریا په هماغه پلي چرخي کې بېله عکس العمله خاورو ته وسپارله، په نتیجه کې زیات مصلحین د حقاني صاحب سره درګیر شول چې د جنګي ډلو پر ضد باید غوڅ دریځ ونیسي ولې حقاني صاحب دا جګړه پیل نکړه.

وروسته چې د عرش مالک خدای پخپله طریقه وغوښتل چې د کورنۍ جګړو ټغر او ټغر غوړونکي له کابل پورته کړي د کندهار طالبان پکې په هاغه طریقه کابل ته راغلل چې جلال اباد، خوست، ګردیز، غزني، زابل او لغمان پکې د طالبانو مفت لښکر شو.

پدغسې یوه فضا کې خدای بخښلي حقاني صاحب له ناچاره د مصلح طالب خوا ونیوله او پدې خاطر یې ونیوله چې که ددغه حرکت مخکښان پر افغانستان مسلط شي او د ټوپکیانو نه وسله ټوله کړي هغوی به له سره پکې جهادي رهبران او د افغانستان خلک راټول کړي چې د ملت لپاره پکې یو مرکزي او د ملت ممثل نظام جوړ کړي.

خدای بخښلي حقانی صاحب ماته هم د سولې د یوه مصلح په حیث د طالبانو په نظام کې د یوې دندې چانس برابر کړ ولې هغه مهال چې د کابل طالب له مخالفینو سره په شمال کې جنګید ما پکې خپل معذرت درلود.

نن چې ددغه بزرګوار عالم مبارز، مجاهد او مصلح دویم تلین لمانځم د هغه د تېر خاورې په سر ژوند او د خپل هېواد لپاره له ناکرارو ډک تاریخ مو سترګو ته لکه د ازادۍ مجسمه دریږي.

روح دې ښاد وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx