لیکنېنظــر

ستر حقاني یو الګو شخصیت؛ یو هېر شوی تعهد!

محمد احساس – لیکوال او ژورنالیست

زموږ په هېواد کې د دین او خپلواکۍ د ګټلو لپاره د جهاد او مبارزې ډګر ته د را وتلو مجاهدینو په کتار کې له بده مرغه ډېرې داسې خامې سټې را ووتې، چې پر خپله ژمنه پاخه او تر پایه ولاړ پاته نه شول، بلکې ورو- ورو یې د زر او زور پر وړاندې سرونه خم کړل او د کږلارۍ پر کږلیچ یې په لغړ ځان خپل ایمان او مرام ته لته ورکړه ، په بل اړخ کې د مرحوم حقاني صاحب په څېر داسې متین هوډونه او اوسپنیز شخصیتونه هم ول، چې د ژوند تر پایه او آن وروستۍ سلګۍپورې یوه شېبه هم دښمن ته تسلیم نه شول او له خپل رب او ولس سره پر کړې ژمنه کلک ودریدل.

خبرې نه اوږدوو، د یوه ستړي او داسې ستر شخصیت د دوهم تلین په یاد د لیکلو جراست دی، چې ټول ژوند یې خپل کړي تعهد ته په وفادارۍ او فداکارۍ ډک کړی، چې پېژندنه یې قوي درک او سپېڅلی ضمیر ته اړتیا لري.

هو! مرحوم حقاني صاحب خپل ژوند په مبارزه، سوله، سیاست او جهاد کې تېر کړ، هغه تاریخ ته داسې څه پرېنښودل، چې په اړه یې دې چا ته کوم سوال او پوښتنه بې ځوابه پاته شي، هغه ټولې پوښتنې په خپل ویاړلي ژوند کې عملاً ځواب کړې.

د اتلانو په حق کې د تېري جبیره پکار ده!

موږ د خپل ویاړلي تاریخ په اوږدو کې د اتلولیو او شهکاریو داسې زرینې پاڼې لرو، چې پېړۍ وړاندې هم راته ویاړ وې، اوس هم دي او سبا به هم وي؛ خو په دې کې هم شک نشته، چې د وخت په مختلفو اوښتونونو په تېره بیا د یرغلګرو تر جوغ لاندې حکومتونو کې مو د نورو ارزښتونو په څېرله تاریخي ارزښتونو او ملي اتلانو سره هم لوبې او مسخرې وشوې او راتلونکي کې به هم له خطر سره مخ وي.

که زموږ د تاریخ ویاړلي غازیان او د مبارزې سرخېلان لکه ملا مشک عالم، غازي ببرک خان ځدراڼ، غازي عبدالله خان اڅکزی، غازي میرزمان خان، حضرت نور المشائخ فضل عمر مجددي، د میوند فاتح غازي ایوب خان او سلګونه نور غازیان چې په کارنامو یې د هېواد او نړۍ تاریخونه ویاړي، د وخت غدارو او بلواکو حکومتونو په لوی لاس د ګمنامۍ کندو ته ټېل وهلي، خو لله الحمد شته داسې ویښ ضمیرونه چې لا هم د خپلو دې اسلافو په ارزښت پوهېږي او قدر یې کوي.

زموږ له تاریخ سره په دې شویو جفاوو کې تر ټولو لویدلې او کچه لوبه د تېر نولس کلن امریکايي اشغال پر مهال وشوه، دلته د پروني جهاد مخور ،رهبران، مشران چې تر پرونه ورته د دین، هېواد،ناموس او خپلواکۍ اتلان ویل کېدل، خو چې د امریکايي اشغال تر جوغ لاندې یې ژوند غوره نکړ او د ډالرو د خرمستیو پر ځای یې د تورو غرونو، دښتو او خټينو سنګرونو لار ونېوله، په یو او بل نامه ورټل شول، توهین شول او لا زیات سپکاوي ته یې د غني فاسد او سیکولر رژيم څو پریوتې فیسبوک چلوونکي هم را نیول او د خپلو ناکامیو او درغلیو د پټولو لپاره یې د ارزښتونو او ملي شخصیتونود سپکولو رسمي ماموریت ور وسپاره.

د دې لپاره چې هغه غولېدلي ځوانان او اهل قلم چې د سبا فکر تمه ترې کېدی شي، تاریخ ته مختوري نه وي، په ټولنیزو رسنیو او نورو لارو کې دې نه یوازې د اسلام د ستر خادم او ملي اتل ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله)، شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور (تقبله الله) او لوی مصلح او د دریو جهادونو ستر غازي مولوي الحاج جلال الدین حقاني (رحمه الله) په څېر د دین،خپلواکۍ، پت او ملي اتلولیو د سترو شخصیتونو په شان کې د کړیو ګستاخیو او سپکو حرکتونو تلافي ورکړې. ګنې تاریخ خپله پرېکړه پخپله ثبوتوي…

هېر شوی تعهد

تېر نولس کلن اشغال چې زموږ د تاندې ځوانۍ پور هم ور پورې دی، په هر لحاظ یو داسې دور او انقلاب و، چې په ډېرو کمزورو ایمانونو یې د سکوت روژې ونیولې، ډېر ټينګې پښې يې لړزانده او د کفر غېږې ته وار کړې، خو بل لور ته یې د استشهاد، غزا او معرکې داسې زرین بابونه هم پرانستل، چې نه یې پخوا تصور کېده او نه یې وروسته ښايي بېلګه وړاندې کړای شي.

دلته داسې ځوانۍ له دینه ځار شوې، چې په ټوټه ټوټه وجود او سوځېدلي بشر یې د رب د دښمنانو د فرعونیت دعوې باطلې او د خدايۍ دروغجنې ماڼۍ را نسکوره کړې.

دا د همدې جهادي کاروان د درویش او ملنګ صفته مشرانو برکت و، چې د مظلومو ولسونو د نجات لپاره یې ټټر وواهه.

دلته ده، چې ښايي هغه هېر شوی تعهد بیا له سره تازه شي، چې د یو تش لاسي مؤمن او د یوه زبرځواک او سپر پاورې امریکا ، چې لسګونه نور هېوادونه یې هم د افغان مسلمان ولس د عقیدوي، فکري، فضايي او ځمکني حریم پایمالولو ته را بللي ول، مقابله یې ناشونې او ناروا برېښوله.

هو،ښه مي یاد شي، چې د امریکايي اشغالګرو له لورې پر افغان ولس د تېري او نظامي یرغل په وړاندې مستضعفو هېوادوالو او د پروني جهاد ډېری مخورو هم له خپل رب او خاورې سره د پالنې او وفادارۍ کړی تعهد هېر او مات کړ او دې ته چمتو نه ول، چې د امریکا سره ډغرو وهلو او شړلو ته مټې را بډ وهي او د پخواني جهاد تجربې، وسلې او امکانات د امریکايي اشغال د ماتولو لپاره وکاروي، بلکې برعکس له امریکا سره سر وهل او مقابله ورته جنون او لیونتوب ښکاریده.

ویاړ د تاریخ پر داسې ملنګانو، چې د امریکا غرور یې مات او ورسره د نه مقابلې معادله یې حل کړه.

الله تعالی دې د مرحوم غازي جـــلال الــدین حــقــاني اروا ښاده، جنت ځای او لارویان سوبمن لري،لوی رب (جل جلاله) دې د ټولو تللیو شهیدانو روحونه ښاد، قربانۍ قبولې او د وینو په برکت په دې خاوره کې سوله او پر ځان بسیا اسلامي نظام ژر راولي.

آمین ثم آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx