نظــر

د وخت د خالد بن ولید ارمان! / نصیب ځدراڼ

نصیب ځدراڼ

نړیوال چې کله د ازادۍ د اتلانو نومونه لیکي لیبیا خلک د شهید عمر مختار نوم، کردان د صلاح الدین ایوبي یادونه کوي، کیوبا کې د ارنسټو چې ګورا، د ویټنام خلک “هو چي من” یادونه کوي. دوی هغه خلک دي چې د یرغلګرو سره یې کلک مقاومت وکړ خپل وطن یې ازاد کړ.

د پښتنو فطري جغرافیه له آمو نه تر اباسین دریاب پورې پرته ده. هغه سیمه ده چې چنګېز نه تر برېتانیې او روس نه تر امریکا هر یو د نړۍ زبر ځواک دا ارمان درلود چې دا سیمه ونیسي، د دې سیمې خلکو که یو طرف د وخت مطابق عصري وسایل نه لرل، خو دې سیمې داسې قهرمانان لرل، چې د نړۍ ډېرو طاقتونو دلته سر وخوړ.

د افغانستان سویل ختیځ خواته پکتیا، پکتیکا، خوست ولایتونو او بیا د ډیورنډ فرضي کرښې بل طرف وزیرستان سیمه کې داسې نومونه شته چې هر یو د قهرمانۍ ځانګړی تاریخ لري. لکه حاجي میرزاعلي خان، ایوب خان آفریدي، ببرک ځدراڼ او مولوي جلال الدین حقاني..

زما نیکه خدای بښلی (امیر خان) کیسه کوي: وایي زموږ کلی(شواک ولسوالۍ مربوط سټو کنډو) ته قوه راغله، د روسانو د یرغل لومړي وختونه وو، د مني یخ بادونه لګېدل، دلته بیا منی د ډېرو سیمو له ژمي سخت وي، څو کسانو کمین ورته نیولی وو، جنګ یې ورسره پیل کړ، که یو طرف د وخت قوي پوځ ورسره پرمختللي وسایل وو خو بل طرف عادي وسله او د کلي ځوانان وو، جنګ دوام وکړ، عسکر له ټانګو راکوز شول او د مجاهدو له طرفه ډېر په ترتیب ډزې ورباندې کېدې.کلیوال د جنګ ځای ته تلل راتلل، د ځوانانو د شهادت خبرونه راتلل، شپه یخه وه، ځینې مجاهدین شهیدان او نورو ته وسله ور کمه شوه، خو یوه پیکا وه چې د شپې تر ناوخته یې غږ راتلو، کله به چې عسکر نږدې راغلل د پیکا څښتن به لږ را وروسته شو کله به چې په شا شول دی به ور مخکې شو، لنډه دا چې ټوله شپه یې جنګ ورسره وکړ، ځینې عسکر په تېښته بریالي شول، ډېری ووژل شول او کوم چې تسلیم شول هغو ویل چې موږ فکر کاوه د یوه لوی لښکر سره مو جنګ دی او دا د پیکا څښتن مولوي جلال الدین حقاني و. روسانو د “مغرور دُښمن” نوم ورکړ، باید ورکړی یې وی ځکه تر ډېرو هڅو وروسته بریالي نه‌شول چې په څوکۍ، پیسو او مراعاتو یې ورخپل کړي.د روسانو او کمونیستانو هغه خیالي پلان یې ور ګډ وډ کړ چې غوښتل یې په افغانستان ته هم د لیلن د افکارو رنګ ورکړي لکه ترکیه ته چې اتاترک د سېکولري افکارو رنګ ورکړ.
خلک د ‏مهاتما ګاندي خبرې رانقلوي. «که په جګړو کې د مشرانو اولادونه ومري نو جنګ به هېڅ کله ونه وینو.»خو د روس د ماتې نه وروسته چې کله امریکایانو یرغل وکړ همدغه سیمه (سټو کنډو) کې مو ولیدل چې د حقاني صیب کوچنی زوی شهید عمر حقاني کمین کې امریکایانو ته کلاشینکوف په لاس کې نیولی ناست دی او بیا همدلته شهید شو.

موده وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هند ته په سفر تللی و، رسنیو سره یې په مرکه کې ویل چې موږ هم کلک خلک یو خو طالبان هم کلک خلک دي اتلس کاله مو جنګ وکړ نور بس دی. ټرمپ د هغه هېواد ولسمشر دی چې ۲۰۰۱ کال کې (جورج بش) ویل چې طالبانو ته دوې لارې (مرګ یا زندان) پرېښي. خو نه پوهېدل چې افغانستان کې به د حقاني صیب رحمه الله غوندې د فولادي ایمان د خاوندانو سره مخ کېږو چې ورور او د کورنۍ نور غړي یې د روس په مقابله کې شهیدان شول او څلور زامن، یوې خور په شمول یې لسګونه غړي د ناټو په مقابله کې شهیدان شول، زوی، وراره او خپلوان یې زنداني شول، پاتې زامن یې تور لېست ته واچول شول،د دې هر څه سره ناټو ونه توانېده، چې مولوي صیب رحمه الله مات کړي. څنګه به یې مات کړی و ؟ په بدن کې یې د روسانو د بمبونو ټوټې هم پاتې شوې وې او د امریکایانو په میزایلو هم وسوځېد. د زامنو شهادتونه یې هم ولیدل او زاندني کیدل هم، په دنیاوي لحاظ د یو چا د ماتولو لپاره همدا کافي وي خو مولوي صیب رحمه الله د مضبوط ایمان چښتن ؤ او داسې خلک کله ماتیدلی شي؟

د یو چا قول دی چې که د حق پیروان پېژندل غواړئ نو د باطل غشي وګورئ چې څوکې یې د چا په طرف دي؟کاش د حقاني رحمه الله په رحمدلۍ هم هغومره تبلیغات شوي وی لکه په د جنګ په میدان کې د دوښمن په وړاندي په سختۍ چې وشول. که د جنګ په میدان کې د دُښمن لپاره څومره سخت و هغومره بیا د وطنوالو او تسلیم شویو عسکرو لپاره نرم و، ګلم جم ورته تسلیم شول ده سره د ۵۰۰ روپیو او کالیو خوشې کړل، هغه ډګروال چې ده ته به یې مخابره کې ښکنځلې کولې چې کله زخمي حالت کې ونیول شو مولوي صیب رحمه الله ویل زه خپله څلور واره روغتون ته ورسره ولاړم. د داخلي جنګونو سره چې کله د افغانستان بدبخته دوره پیل شوه، هر هغه کس چې ټوپک یې درولود ځان یې ولسمشر باله، هغه وخت کې چا د مولوي صیب رحمه الله د ملګرو یو پاټک ونه لید، تل به یې د سولې کچکول کله یو او کله بل ته ور وړ خو د خبر منلو پر ځای یې په موټر بریدونه وشول.

زه چې څه ته هیله‌من یم، هغه د مولوي صیب رحمه الله د ارمانونو پوره کېدل دي. افغانانو اسلام د یوه مذهب نه د کلتور په توګه هم منلی، خو د امان الله خان نه تر داؤد خان او د تره کي نه تر نجیب او بیا د ناټو د یرغل دوره چې وګورو تل اسلامپال ځپل شوي، مطلب مې دا دی چې یوازې د یو څو ښارونو اوسېدونکو په ټول افغانستان واکمني کړې ده، ۵ کاله شرعي نظام حاکم شوی نور د پردیو نظامو او قوانین په موږ تپل شوي، زما هیله دا ده چې د روس د ماتې نه وروسته د اسلامي نظام کوم ارمان چې د افغانانو او حقاني صیب پوره نه‌شو اوس یې د پوره کېدو وخت راغلی، د امریکا په شمول نیمایي نړۍ افغانانو ماته کړه، اوس د ډېرو تنظیمونو پر ځای یو صف او یو امیر دی، ټول د ازادۍ اتلان د اسلامي امارت د بیرغ لاندې راټول دي، امریکایان اوس د تېښتې لار غواړي، دا امید لرم چې نور د اسلامي نظام هغه ارمان چې امیرالمؤمنین د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله، د شهید ملا بورجان تقبله الله، د شهید اختر محمد منصور تقبله الله او د مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله په شمول د لکونو شهیدانو او غازیانو ارمان وو او دی، او دا ارمان هغه د پوره کېدو په درشل کې دی. دا ځل به افغانانو د دوی د قربانیو، شجاعتونو له برکته په اسلامي هېواد کې ژوند کوي.

وخت خالد بن ولیده!

دا ارمان دې پوره شه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx