نظــر

انس حقاني او فرهنګي سیاست

جمال پشتون

د پیغام د استولو لپاره ګڼې لارې دي. په تېره په نوې زمانه کې چې ټکنالوژي حیرانوونکی پرمختګ کړی، دا لارې لا زیاتې شوې دي. څوک د منبر له سره، څوک د مطبوعاتي کانفرانس له لارې، څوک د جلسې له لارې، څوک د کتاب او مقالې لیکلو له لارې او دغسې له ډېرو نورو لارو پیغامونه لېږي.

اوس مهمه دا ده چې پیغام استوونکي کس ته څومره پيغام لېږل اهمیت لري. د سیاست او سیاستوالو چې ډېر سروکار له خلکو او پرګنو سره وي، نو لا زیاته اړتیا لري چې له ګڼو لارو پيغامونه تبادله کړي. ځیني سیاستوال ښايي یوازې مطبوعاتي کانفرانس په واک کې ولري، ځینې ښايي د منبر سړی هم وي…ځینې یې بیا ښايي د پیغام استولو په برخه کې له ډېر مشکل سره مخ وي. دا تر ډېره د سیاستوال وړتیاوو او ظرفیت پورې اړه لري.

په طالبانو کې انس حقاني ځوان؛ خو یو مشهور او موثر نوم دی. دغه حقاني هغه وخت مشهوره شو، چې امریکایانو په ۲۰۱۴ کال کې په بحرین کې ونیوه او بیا یې د اشرف غني ادارې ته وسپاره. انس حقاني څه کم کال وړاندې تبادله شو او اوس قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او مرکچي پلاوي غړی دی.

هغه څه چې له خلاصون وروسته یې انس حقاني د یوه ځوان او نوي ځلېدونکي سیاستوال او مرکچي په توګه وخت نا وخت د رسنیو سرټکی ګرځولی، هغه پر نظم و نثر د ده لاسبری او ترې استفاده ده. تېر ژمي کې مې سپوږمۍ راډیو سره د مشهور پښتون شاعر پیر محمد کاروان صاحب په کوربه توب د ده مرکه واورېده. له شاعرۍ يې هلته خبر شوم. نسبتا ښکلې شاعري يې وه.

وروسته مې يې مقالې ولیدې. تازه یې د خپل ویاړلي پلار د کارنامو په باب لیکلي او ځیني مهم رازونه یې په کې رابرسېره کړي.

په عمومي ډول په افغان سیاستوالو کې د فرهنګي سیاست یا د لیکوالۍ له لارې سیاست برخه ډېره خواره ده، په تېره بیا د طالبانو په لوري کې دا برخه شاید لا زیاته خواره وي. د انس حقاني او تر ده مخکې په نیویارک ټایمز کې د سراج الدین حقاني لیکنو د طالبانو یو ډېر بدل تصویر وړاندې کړ، داسې تصویر چې له شل کلنې مطبوعاتي پروپاګنډې سره په ټکر کې و.

پکار ده چې د طالبانو نور مشران د تصمیم ګیرۍ په مسند ناست دي او یا یې هم شاهدان دي، چې د خپلو سترګو لیدلې پېښې او وقایع قلمبند کړي او له ولس سره یې شریک کړي. د دې کار اړتیا طالبانو ته ځکه ډېره ده چې د دوی په اړه په تېرو نوولسو کلونو کې کافي منفي تبلیغات شوي دي.

اوس دا د انس حقاني او د ده په څېر نورو درنو طالب څېرو مسوولیت جوړېږي چې په خپلو قلمونو دا ګردونه څنډ وهي، خپلې رښتینې څېرې خلکو ته وروښيي او له هر سټېج او ټربیون څخه استفاده وکړي.

اوس حالات تر کافي حده بدل شوي دي. اوس فرصتونه شته. دا اوس طالب مشرانو پورې اړه لري چې دې برخې ته څومره اهمیت ورکوي، څومره وخت ورکوي او څومره له دې لارې د تېرو توپاني منفي تبلیغاتو مقابله کوي.

په دې هیله چې د انس حقاني او ورته نورو مهمو طالب مشرانو قلمونه همداسې کښانده وي.

مینه درناوی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx