افغانستانسولې اړوند خبرونه

«عبدالله عبدالله بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون په موخه قطر ته ځي»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او حکومت تر منځ د یو شمېر بندیانو د نه خلاصېدو له امله را ولاړ شوي اختلافونه حل شوي ښکاري او ورسره هم مهاله د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته هیلې ډېرې شوې؛ یو شمېر سرچینې وایي، د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» په یادو مذاکراتو کې د ګډون په موخه قطر ته ځي.

بي بي سي د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې عبدالله عبدالله به د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیلېدو په غونډه کې ګډون وکړي.

بل لور ته لا هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو کره نېټه څرګنده نه ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وایي، د ځینو تخنیکي ستونزو له امله لا هم د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پيلېدو کره نېټه څرګنده نه ده.

تر دې وړاندې داسې هیلې وې، چې د کابل مذاکراتي ټيم به د تېرې پنجشنبې په ورځ د قطر په لور ولاړ شي؛ خو نن دوهمه ورځ لا هم پلاوی له کابل نه دی خوځېدلی.

که څه هم حکومتي سرچینې ادعاء لري، چې په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم د ټولو غړو نه موجودیت د کابل د مذاکراتي ټيم د سفر د ځنډ لامل دی؛ خو طالبانو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته هیلې داسې مهال دي، چې حکومت له اوږده ځنډ وروسته د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه بیا ځلې پيل او د څلورسوه شاوخوا زندانیانو له ډلې یې سلګونه تنه خلاص کړل.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، که ټول بندیان یې خلاص شي تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغاني جهتونو سره مذاکراتو ته کښېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx