افغانستان

میدان وردګو کې د طالبانو په همکارۍ له سلګونو سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ وږي، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې مرستندویه مؤسساتو د طالبانو په همکارۍ له سلګونو هغو کورنیو سره مرسته کړې، چې په دې وروستیو کې سیلابونه درانه مالي او ځاني زیانونه ورته اړولي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د مجاهدینو په همکاري له ۳۹۴ سیلاب ځپلو او بې وزله کورنیو سره د آی او ایم، ډاکار او ډبلیو ایف پی مؤسسو له لوري هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۲۵ کیلو دال، کمپلې، د آشپزخانې سامان او بیلابیل ضروري مواد و ویشتل شول.»

یاده دې وي، چې تېره اوونۍ د میدان وردګو په ګډون د افغانستان ګڼ شمېر ولایتونه سیلابونه سخت وځپل او زرګونو کورنیو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.

یادو سیلابونو تر بل هر ځای زیاته ویجاړي په پروان ولایت کې رامنځته کړه، چې دوه سوه ته نږدې کسان یې ووژل او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx