افغانستان

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې په خپل مرکچي پلاوي کې ښځې هم شاملې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ وږي، ۱۳۹۹ل): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د کابل حکومت په مذاکراتي ټیم کې د پنځو ښځو د غړیتوب څخه د هرکلي ترڅنګ له طالبانو غوښتي چې په خپل مرکچي پلاوي کې ښځینه اعضاوو ته شموليت ورکړي.

دا څرګندونې نوموړې تیره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د وینا په ترڅ کې کړي او داسې یې ویلي: «مونږ لاهم د طالبانو مرکچي پلاوي کې د ښځو استازې نه لرو، هیله لرم چې هغوی د ښځو حضور ته اغیزنامه لار برابره کړي.»

نوموړې زیاتوي، د سولې بهیر کې د ښځو ګډون دې ته زمینه برابروي چې ښځې په ښه توګه له خپلو حقونو دفاع وکړي.

هغې دغه راز ویلي، د دوحې په بین الافغاني مذاکراتو کې به د ښځو د حقونو په موضوع ډیر بحثونه دي او دا هغه څه دي چې تردې وړاندې نه دي شوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په داسې مهال له طالبانو غواړي چې په خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ونډه ورکړي، چې د کابل حکومت لا له وړاندې په خپل مذاکراتي ټیم کې د فاطمې ګیلاني، فوزیې کوفي، حبیبې سرابي، شریفې زرمتۍ او شهلا فرید په ګډون پنځو ښځو ته شمولیت ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تمه څرګندیږي د راتلونکې اونۍ په دوشنبې ورځ به د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي او داسې ویل کیږي چې د خبرو په لومړي پړاو کې به د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

آ نور غلامان یی بیا خپلی مندی په تذکرو کی ښوول غواړی .
تاسو بګیلو ظالمانو تر اوسه لا افغانان سم ندی پیژندلی ؟
و به یی پیژنی ، نور به یی هم وپیژنی او ډیر ښه به یی وپیژنی .

pattang

ملل متحد هم په څلورو روان دي ، طالبان په جنګي حالت کې ښځې له کومه کړې وی او د افغانستان کلتور او اولس دې کارته کله اجازه ورکوي !! مشت نمونه خروار است غنی منافق هم په ملل متحد کې کار کړی دی

غ.حضرت

زه د ” طالب ” په فکری جغرافیا کی د ” ښځی ” د مؤقعیت او څرنګوالی په هکله دلته څه نه لیکم خو فقط غواړم وپوښتم چی:
د ملګرو ملتو په مؤسسه کی څومره ښځی د ډیپلوماټانو او اداری کارکوونکو او امنیتی ځواکونو او اشپزانو او نظافت چیانو او مُنشیانو او…… پتوګه په دنده بوخت دی؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx