افغانستان

سمنګانو کې یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د سمنګان ولایت مرکز ته څېرمه د دولتي عسکرو د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو خبر ورکړل شوی دی.

د سیمې خلک او طالبان وايي، تیره ورځ د سمنګان ولایت مرکز ایبکو ښار اړوند په رباتک سیمه کې د حکومتي ځواکونو یوه بې پیلوټه کشفي الوتکه چې په سیمه کې یې کشفي الوتنې کولې نسکوره شوې ده.  

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره ددې پېښې په هکله لیکل شوي، چې نسکوره شوې الوتکه ددوی لاسونو ته لوېدلې ده:

«نن غرمه د سمنګان ولايت مرکز اړوند رباتک سيمه کې  د ګوډاګۍ ادارې  يوه کشفي الوتکه را غورزېدلې، دغه الوتکه چې د دښمن لخوا د مجاهدینو په اړه د استخباراتي معلوماتو را ټولولو په ماموریت بوخته وه تر لوېدو وروسته د مجاهدینو لاسته ورغلې او خوندې ځای ته انتقال شوې ده.»

د سمنګان ولایت سیمه ییزو چارواکو تراوسه ددې پېښې په هکله سپیناوی نه دی کړی، چې دغه بې پیلوټه الوتکه څرنګه نسکوره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx