ویډیو

د مولوي جلال الدين حقاني د ژوند او کارنامو په اړه مستند فلم خپور شو«ويډيو»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ وږي، ۱۳۹۹ل): طالبانو د مولوي جلال الدين حقاني د وفات د دوهم تلين په مناسبت د هغه په ژوند او شخصيت جوړ شوی فلم خپور کړی دی.

دغه فلم چې د طالبانو د فرهنګي کميسيون له لوري خپور شوی دی پکې د مولوي جلال الدين حقاني د ژوند د بېلابېلو اړخونو مستندې صحنې ښودل شوي او د نوموړي د ژوند او کارنامو په اړه پکې مهم معلومات خپاره شوي دي.

په دې فلم کې د مرحوم حقاني د جهادي، سياسي او ټولنيز ژوند ځينې مهمې برخې وړاندې شوي دي او په لومړي ځل د مرحوم حقاني هغه صحنې پکې موجودې دي چې ډېرې يې تر دې وړاندې په نه وې خپرې شوې.

په دې فلم کې د مولوي جلال الدين حقاني د زوی خليفه سراج الدين مرکه هم خپره شوې ده او همداراز پکې د مرحوم حقاني د جنازې،تکفين او تدفين مراسمو صحنې هم ښودل کيږي.

دغه بشپړ فلم په لاندې لينک کتلی شئ.

https://archive.org/details/2-t-p-hq

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x