
اندونيزيا کې هغو کسانو ته چې ماسک نه اچوي ويروونکې سزا ورکول کيږي
نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۹ل): د اندونيزيا حکومت د هغه چا لپاره عجيبه حيرانوونکې او ويروونکې سزا وړاندې کړی چې د کرونا خپريدو مخنيوي په خاطر د دولت لخوا لازم شوی ماسک اغوستل ردوي.
د مجازاتو هدف د کرونا غمیزې پای ته رسولو لپاره جدي پاملرنه ده چې ممکن پر مجرم اغيز وکړي او د بيا نه کولو تکل وکړي.
کله چې دې د اندونيزيا پلازمينې جکارتا په لارو او کوڅو کې پوليس پرته له ماسک اچولو وګوري د دوه ډولونو څخه يوه سزا درکوي. یا به مالي جریمې ورکوي او یا به د یوې دقیقې لپاره په تابوت کې څملاستل وي.
د آلمان RTL ویب پانې له مخې د اندونیزيا حکومت د داسې “روزنيزې سزا” په لټه کې دی ترڅو خپلو اتباعو ته یادونه وکړي چې که دوی د کرونا ويروس د انفيکشن څخه د ساتنې قواعدو ته پام ونه کړي دوی ته به څه پېښيږي.
ځايي رسنۍ وايي چې د سزا ګاللو پرمهال زياتره خلک په تابوت کې د يوې دقيقې څملاستلو لپاره چمتو دي، ځکه چې دوی نشي کولی د ۱۴ يورو په ارزښت جريمه ورکړي.
د اندونيزيا روغتيا وزارت د جمعې په ورځ وويل چې د هېواد په شاوخوا کې د کرونا ۳۲۶۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې سره د ټولو پېښو شمېر ۱۸۷۵۳۷ ته رسيږي.
دا پرلپسې دريمه ورځ ده چې په دغه هېواد کې د کرونا ويروس پېښې مخ پر زياتېدو دي، ځکه چې له دې وړاندې ورځ ۳۶۲۲ پېښې ثبت شوې وې. دغه راز ۸۲ ناروغان مړه شوي چې ټولټال شمېر يې ۷۸۳۲ ته رسېږي.