نظــر

سیاست او فساد

ليکوالان:

میرویس الفت
عبدالباقی خوګیاڼی

که د مقدمې او د هغه د اړوند سر خوږي څخه تیر شو او نیغ په نیغه د معمول خلاف محتوی ته داخل شو نو لومړۍ پوښتنه چې ذهن ته خطور کوي داده چې ایا دا دواړه مفاهیم يعنې سیاست او فساد جلا جلا خارجي مصداقونه لري، که سیاست د فساد فقط یو اوفومیزم دی او که یا دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي چې یو له بله يي بیلتون ناشونی دی. دي پوښتنې ته جواب خپله پیچلتیا لري او جواب ورکول ئې تأمل او تمعن غواړي.

داسې ښکاري چې د مسئلې پیچلتیا د سیاست د مفهوم د درک د څرنګوالي سره مستقیمه اړیکه لري نو لازمه ده چې لومړی باید  په غربي او اسلامي نړۍ کې د سیاست له کلمې څخه مختلف او متباین برداشتونه چې وجود لري تر کره کتنې لاندې ونیسو ترڅو په دې وسیله وپوهیږو چې د سیاست د غربي تصور ارتباط له فساد سره څومره او همدا ډول دا ارتباط تر کومه حده د اسلامي فرهنګ په ذهني جال کې ځای لري.

د سوؤ تفاهماتو او مغالطو د مخنیوی لپاره ضروري بریښي چې د سیاست د کليمې د اوریدلو په صورت کې دا خبره یقیني کړو چې متکلم سیاست په کوم مفهوم کاروي.

تر هر څه د مخه پوښتنه کول ضروري دي چې متکلم خپل کلمات په دقیق ډول تحدید او تعریف کړی، ځکه تر څوچی تصور  واضح   او په دقیق ډول مشخص نه شی د حکم اصدار دومره بی معنی دی چی سکوت اویا نه اوریدل یی تر ګفتار او استماع افضل کڼل کیږی.

غرب او په غربی خم کی غورځیدلی پنډتان د سیاست د علم د بحث موضوع قدرت بولی.

انګریزی او فرانسوی ډیکشنریانی سیاست په دولت کی د قدرت تنظیم ،ویش او په عامه امورو کی د قدرت اعمال اواستعماال بولی. په بل عبارت سیاست د قدرت د لاسته راوړنی، ساتنی او د قدرت په استعمال پوری اړوند فعالیتونه دی چی په عامه امورو کی د تصامیمو اتخاذ او په وخت انفاذ تضمینوی.

په یاد کی د ساتلو مهمه نقطه په دی پاراګراف کښی دا ده چی سیاست نورڅه نه بلکه د قدرت او د قدرت د اعمال نوم دی. دقدرت د اعمال عواقب او توجیهات چی د قدرت د اعمال سپیناوی کوی د سیاست د تعریف د محدودی څخه عادتا وځی او یوازی کله کله په هغه صورت کی د سیاست برخه ګرځی چی دا په خپل وار د قدرت د احراز او یا د قدرت د اعمال لپاره لازم او یا لږ تر لږه ګټورتشخیص شی.

پوهیږو چی د سیاسی انسان رابطه د قدرت سره له دری لاندینویو حالاتو څخه خالی نه ده.

۱-د قدرت لاسته راوړل
۲-د قدرت ساتل
۳-د قدرت په ویش او تنظیم کی تعدیلات رامنځته کول

نو هغوی چی د قدرت د لاسته راوړلو لپاره هاند کوی او یا هغوی چی دخپل لاسته راوړی قدرت ساتل او دوام غواړی او هم هغوی چی د قدرت په تنظیم او تقسیم کی د تعدیلاتو د رامنځته کول په لټه کښی دی په سیاست کی ښکیل بلل کیږی.

د سیاست دا شناخت دا په ډاګه کوی چی د قدرت نیول باالذات د سیاست نهایی هدف دی. نه دا چی دا د کوم بل ستر هدف لپاره یوه وسیله او ستراتیژی ده. دا استنباط د پراخو عینی مشاهداتو سره چی په عام ډول دولتونه د عامه خدماتو په تقدیم کی هڅی کوی او هلی ځلی کوی چی وطنوالو ته ضروری خدمات وړاندی کړی ، د امکان تر سرحده هغوی ته د خوشحالی او سوکالی زمینی برابری کړی اوبالاخره امنیت او عدالت تامین کړی کوم تضاد نلری. ځکه د دی هڅو او خدماتو تقدیم یوازی له دی امله صورت نیسی چی د قدرت د ساتلو او یا لاسته راوړلو لپاره یوه مهمه او مؤثره وسیله ګڼل کیږی.

په بل عبارت خلکو ته خدمت هدف نه بلکی د یوی  وسیلی په حیث یوازی دومره اهمیت لری چی دا د قدرت د احراز او ساتنی لپاره ترکومه بریده موثریت درلودلی شی.

کمونستی احزاب هم په همدغه ګرداب کی لالهانده دی. دوی ګر چی د خپل تصنیف بنیاد اقتصاد بولی خو د قدرت د نیولو، ساتلو او یا د قدرت په تنظیم کی د تعدیلاتو د رامنځته کولو له محدودی بیخی نه وځی. مارکسیزم چی ددین په تقابل کښی قرارلری دسیاست سیکیولرستی مفهوم ورته  طبعی اومعنی دار ښکاری.

دوی اقتصاد ته بنیادی او زیربنایی رول قایل دی او سیاست یو روبنایی ارزښت بولی. په دی معنی چی په اقتصاد کی تغیر په سیاست کی د تغیراتو باغث ګرځی او دولت چی د قدرت مظهر دی د حاکمه طبقی ( د اقتصاد له نظره) په لاس کی د فشار واردولو تر ټولو مؤثر سوټي دی. پوهیږو چی مارکسیستان ټولنه د اقتصاد په بنسټ په حاکمه او محکومو طبقاتو ویشی او د دوی ترمنځ دایمی کشمش د طبقاتی مبارزی په نامه د کمونیزم تر ظهوره چی د تاریخی مټریالیزم وروستی مرحله ده یوه نه زایلیدونکی پدیده بولی.

مهمه نه ده چی بنیاد اقتصاد وی او که سیاست نتیجه یوه ده او هغه دا چی هر څوک په ټولنه کی د یو مشخص مقام لرونکی دی او د خپل ژوند د بقا او سوکالی لپاره له نورو سره په نه ختمیدونکی ذات البینی جګړه بوخت دی، دلته ژوند د دوامداره جنګ جګړویو نه ختمیدونکی فلم دی. په عامیانه ژبه:
ټولنه د افرادو مجموعه ده چی څوک وهل کوی، څوک وهل خوری، او څوک زاری کوی، له خدعو کار اخلی،اویا دلالی او لوبی ګری کوی چی خپل سر بچ او یا لږ تر لږه په ځا ن بی رحمه دوامداره وارد شوی فشارد تحمل وړ سطحی ته را کم کړی.

واضح خبره ده چی تصنیف که په قومی لحاظ وی ، که د اقتصاد له نظره او که د سیاست په بنسټ تشنج او خشونت ته لاره هواروی او څومره چی دا تصنیف د زړونو تل ته پریوځی په هماغه اندازه د بشری ګرو پونو ترمنخ فاصله زیاتیږی، د تشنج او خشونت دوام یقینی کیږی.

د یادولو وړ ده چی تصنیف په هر صورت مذموم نه دی بلکی په بعضو حالاتو کی ګټور او حتی ضروری ګڼل کیږی. البته مذموم او محمود تصنیف یو له بله په هدف بیلیږی د بیلګی په ډول شعبی او قبلی تصنیفونه د شناخت لپاره (لتعارفو) خود یو ګټور عمل دی. د تعلیم اوتعلم لپاره تصنیف او تفریع ډیر ضروری دی. اوسنی ټول علوم د تصنیف څخه بغیر نه د فهم وړ دی او نه پر مخ تللی شی. د نویو پدیدو ظهور نوی طبقه بندیانی غواړی او حتی ویلای شو چی علم نور څه نه بلکی فقط او فقط تصنیف دی او همدا تصنیف دی چی د یوی پدیدی د جوهر او حدودو په ټاکلو کی مرسته کوی او افهام او تفهیم ته لاره هواره وی. هیڅ سالم ذهن د پوهی د انتقال په مقصد او یا د یوه پییجلی وضعیت د روښانه کولو په موخه طبقه بندی مذومه نه بولی.

د سیاست په باره کی متبادل تعریف دا دی چی سیاست په عاجل او اجل کی د خلکو استصلاح او ارشاد دی. خلک نیکیو ته رابلل دی چی په عاجل او اجل کی د حسناتو لایق او د لوی خدای د مرحمت وړ وګرځی. المنجد  سیاست داسی تعریفوی: استصلاح الخلق با ارشادهم الی الطریق المنجی فی العاجل او الاجل.

دمسالی د بهتر شناخت له پاره دوضع شوی میتودولوژۍ مطابق مونږ دلته دواړه تعریفونه یود بله سره پرتله کوو .مشابهتونه اودتباین نقاط یی د پوره اومکمل درک له پاره ذهن ته سپارو.
د ذکر شویو دوو تعریفونو له مقایسی څخه لاندی نکات راوځی.

۱-غربی تصور یوازی او یوازی د قدرت په تنظیم او اعمال پوری محدود دی په داسی حال کی چی د المنجد مفهوم د قدرت د اعمال له بریده ووځی او د قدرت د اعمال هدف نه یواځی د سیاست برخه بلکه تر ټولو مهمه برخه  ځکه بولی چی دقدرت اعمال  توجیه کوی.

۲- غربی تصور یوازی او یوازی یو دنیایی مفهوم انځور وی په داسی حال کی چی د المنجد تعریف د دنیوی ګټو برسیره د اخرت ښیګنی د قدرت د اعمال تر ټولووروستی هدف بولی .او په دی اساس ویلی شو چی دسیاست دا تعریف دینی بعد هم لری.

۳- المنجد د انسانانو ارشاد او اصلاح د سیاست محوری نکات بولی. ارشاد او اصلاح ده چی د قدرت اعمال توجیه کوی. واضح ده  چی اصلاح او ارشاد اعم او دقدرت داعمال له لاری اصلاح اوارشاد صرف یو تفریعی بحث دی.

۴- په غربی تصور کی په خپله قدرت د قدرت استعمال توجیه کوی، ولی او د څه لپاره پوښتنی ثانوی ارزښت لری.او هغه وخت مطرح کیږی چی د قدرت په خدمت کښی یی رول مثبت وارزول شی.

۵- د دواړو تصورونو ترمنځ تفاوت د شنه زور او د یوه منطقی او هدفمند نرم زور ترمنځ تفاوت دی.

۶- په غربی تصور کی د قدر.ت له پاسه بل قدرت ځای نلری او موجودیت یی غیر منطقی ښکاری، په داسی حال کی اسلامی ذهن په دوامدار ډول خپل ځان څارلی بولی او د ذهن په اکنافو کی د رقیب عتید د قلم کشاری چی هر څه سجلوی حس کوی.

پوهیږو چی د سوؤ استفادی یعنی فساد او قدرت تر منځ ژوره رابطه وجود لری ، دلیل او برهان ته حاجت نشته خو بیا هم د شکاکو ذهنونو داقناع له پاره دومره کاږو چی د قدرت د تمرکز څخه ویره عمومی اوترتصوره زیاته شایع ده. مظاهریی ددولت د دری ګونو قواو په تفکیک، د چک او بیلانس په میکانیزمونواوپه زرګونوپروسیجرونو او طرزالعملونو په بربنډ ډول  تر سترګوکیږی. ددینی عنصر ضعف اویا مطلق نشتوالی ددی ویری د موچودیت او زیاتیدو باعث ګڼل کیدای شی.

څرنګه چی سیاست په غربی تصور کښی د قدرت په محور څرخی نود پورتنیو توضیحاتو په رڼاکښی په زغرده ویلای شوچی د غربی تصور پیرو ذهن د فساد د ښوویدونکی پاڼ په نرۍ ژۍ ګوډګوډ روان دی. او هره لحظه دا امکان شته چی د فسساد دی بی تله ګودال ته وروغورڅی . همدا سبب دی چی دډالرو ترنده سیلابی بارانونوپه تیرو دوه لسیزو کښی حتی هغوی هم چی پښی یی کلکی لګولی د فساد ژورو ګړنګونوته وروغورڅول.

برعکس څوک چی اصلاح او ارشاد دسیاست هدف بولی، قدرت ته دقدرت په نظرنه بلکه د پیټی او    مسؤولیت په نظر ګوری ،عقیده لری چی د خپلو اعمالوجزا به ضرور وینی او ټولی کړنی  یی تر دوامدارڅار لاندی دی لږ احتمال لری چی په فساد  کښی ککړ شی . شیطانی وسوسی خو شته ، خو خوذهنی امادګی نشته. وجدان (درونی پولیس)  حیا اوشرم (اجتماعی پولیس) او بالاخره ایمان( الهی داد او ارشاد) د دنیوی او اخروی خیر ښیګڼو مرشدین دی ته نه پریږدی چی هدایت د ضلالت په مقابله کښی د یوه قلیل ثمن په معاوضه کښی تبادله کړی.

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx