نظــر

د حقاني صیب په حقانیت څو لنډې کرښې

الیاس” تکل”

د یويشتمې پېړۍ ستر مجاهد شیخ جلال الدین حقاني رحمه الله د افغاني تاریخ یو نایابه او نادره ستوری وه. دا چې دنومړي تلین ده نو په همدې مناسبت د ده د په رښتینولۍ یو څو لنډې کرښې لیکلم.

له هر څه د مخه باید وپوهېږو چې حقاني څه مانا؟ که په لنډو ټکو یې ووایم نو غوره به وي. حقاني یانې: رښتینی.

آیا حقاني صیب رښتیا هم رښتینی وه؟
موږ که د حقاني صیب ژوند ته سر ور ښکاره کړو، د ژوند خواږه، ترخه، مجاهده، مبارزه، تکلیفونه، سر ښندنه، مېړانه، اتلولي یې ولولو او مطالعه یې کړو ایله به هغه وخت ووایو چې هو حقاني صیب رښتیا هم رښتینی وه.

د حقاني صیب په رښتینولۍ یوازې موږ نه بلکې زیات شمېر نړېوالو، عربو او عجمو هم اعتراف وکړ، د نوموړي په رښتینولۍ، قهرمانۍ، مجاهدې او رښتینې مبارزې آن د ده مخالیفینو د کابل ادارې والیانو او لوړ لورتبه چار واکو هم اعتراف وکړ.

رازئ دا لاندې څو نورې کرښې هم ولولئ تر څو د حقاني صیب رښتینولي درته ته نوره هم ثابت شي.

حقاني صیب رښتینی وه ځکه مجاهد وه:
زموږ اسلامي ټولنه کې رښتینی هغه څوک بلل کېږي څوک چې دین او هېواد نه په رښتیني مانا دفاع وکړي.

حقاني صیب ځکه رښتینی وه چې د ژوند زیاته برخه یې د جهاد سنګر، د دین او هېواد دفاع کې تېره کړه. د هر ډول دوښمنانو په وړاندې د ابراهیمي او خلیلي هوډ په درلودو د پولادو پڅېر کلک ولاړ وه. د روسانو په ضد جهاد کې د مولوي یونس خالص بابا رحمه الله تر قیادت لاندې جهاد کول او د یوه مېړني قومندان په څېر د لسګونه مجاهدینو مشري کول یې نه هېرېدونکی باب ده.

دې ته ورته د امریکایی اشغال پر وړاندې د قوي هوډ مبارزه، کلکه مېړانه او سرښندنه له هېچا هم نده پټه. نوموړي چې کومه مجاهده، مبارزه، کارنامې او قرباني د امریکایي اشغال پر وړاندې ورکړه تاریخونه پرې ننګ کوي. د یوشتمې پېړۍ اسلامي تاریخ پرې ښکلی ښکاري. د اسلامي امارت تاریخ پرې زرین او ښائسته ښکاري. د اسلامي امت راتلونکي نسلونه به د ده په زرین باب، مېړانه، سرښندنې، قربانۍ او اتلولۍ تل ویاړي.
حقاني صیب د قربانۍ میدان کې هم رښتینی وه:
حقاني صیب د ځان پڅېر څلور چنار قدي د ګل پڅېر ښائسته ځوانان ځامن په داسې وخت کې له دین او هېواد نه قربان کړل چې د هېواد واکمنو او نږدې ټولو چارواکو خپل اولادونه د مرګ له وېرې له هنده نیولې تر ترکیي، تر لندنه، آن تر امریکې پورې پردیو هېوادو کې ساتلي.

د دین او هېواد دفاع کې نه يواځې د څلور ځامنو قرباني بلکې د نوموړي د کورنۍ د ۷۵ تنو قرباني او سرښندنه د هېرولو نده.

حقاني صیب د علم لار کې هم رښتینی وه:
حقاني صیب د سنګر او ممبر تر څنګ د کتاب او قلم له خدمت نه هم پوره برخمن وه، د جهاد په پيل کې د لسګونه ستونزو سربېره د منبع العلوم په نوم دیني مدرسه او د دایرة المعارف تأسیس، همدا ډول خوست ولایت کې د عربي اماراتو په مرسته د شیخ زاهد پوهنتون لومړنۍ ډبره ایښودل د علم لار کې  نه هېرودونکي رښتینولي ده.

حقاني صیب د هېواد بیا رغونه کې هم رښتنی وه:
د دین د ابادۍ ترڅنګ يې د دنیا د ښيرازۍ او د دې ویجاړ وطن د بیا رغونې لپاره هم ملاتړلې وه. د عامو لارو، سړکونو او د مسجدونو جوړولو یادونه یې د بېلګې په توګه کوم. د غلام خان څخه تر ګربزو ولسوالۍ پوري خېلو پورې، د ژورې څخه تر ليژې خولې پورې، د ځدراڼو د ګردې څېړۍ څخه تر فخرې او له فخرې څخه د زرمت ولسوالۍ تر پولې پورې يې لسګونه کيلو متره سړکونه رغولي وه. همدارنګه د مسجدونو رغونه ته یې هم د ستایلو ده، لويه پکتيا کې د ۱۰۰ محرابه مسجدونو ودانۍ جوړول، چې له دې جملې څخه د خوست ولايت مرکز کې ستر جامع مسجد، مټه چېنې کې جامع مسجد، د سرحدونو چارو وزارت کې د خواجه محمد په نوم مسجد، د بېلګې په توګه يادوم.

حقاني صیب هېواد ته د امن، ارامۍ او سوکالۍ را وستلو کې هم رښتینی وه.

له اشغال څخه د خلاسون ورسته د جهاد یو هدف هېواد کې امن، ارامي او سوکالي راوستل دي. د جهادي مبارزې وخت کې ظاهرا که څه هم ګډ وډي او ویجاړي رامنځ ته کېږي خو حقیقت کې د جهاد مبارزه د امن، ارامۍ، سوکالۍ او… لپاره وي.

کله چې روسي اشغال ختم او ټغر یې ټول شو مجاهدین د نه تفاهم له وجې خپل منځ کې په جنګ شول؛ دې وخت کې له حقاني صیب سره زیات شمېر جنګیالي او وسلې وې خو خپل منځي جنګ ته یې زړه ښه نه کړو، او نه یې پکې برخه واخسته، ځکه مجاهدین د جهاد یو هدف ته رسېدلي ول چې هغه د روسانو ماته یانې: د روسي اشغال خاتمه وه. نوموړي د جهاد نورو اهدافو پلي کولو کې بېدرېغه هڅې وکړي، همدارنګه د مجاهدینو منځ کې د سولې او جوړ جاړۍ لپاره زیاتې منډې ترړې وکړې. خو بد بختانه کومه نتیجه پرې مرتبه نه شوه.

همدارنګه کله چې امریکایانو په هېواد د یرغل هوډ درلود د اسلامي امارت له مشرانو یو حقاني صیب هم وه چې زیاته هڅه یې وکړه تر څو د اسامه بن لادن تپل شوې قضیه د تفاهم له لارې حل کړي. ځکه د امارت مشرانو نه غوښتل چې هېواد کې سوله له منځ لاړه شي. نه یې غوښتل چې له امن، ارامۍ او سوکالۍ څخه جنګي حالت ته وګرزي.

دا چې مرحوم حقاني صیب اوسنۍ سولې راوستلو بهیر کې ګډون نه لري، خو پر ځای یې دا ده وينو چې د ده ځوی انس حقاني د سولې بهیر کې لاس پکار ده. نو د امن، ارامۍ او سوکالۍ را وستلو کې موږ ته څرګنده شوه چې حقاني صیب او لارویان رښتیا هم رښتیني وه/دي.

د حقاني صیب په اړه مې ولې دا څو کرښې وليکلې؟

د حقاني صیب په رښتینولۍ مې ځکه قلم راواخست ځکه دی رښتینی وه. هدف یې رښتینی وه. مسیر یې رښتینی وه. ارمان یې رښتینی وه. لار یې رښتینې وه. مبارزه یې رښتینې وه.

حقاني صیب رښتینی وه ځکه د ده په مسیر لا هم رښتیني لارویان درومي. حقاني صیب رښتینی وه ځکه موږ ته یې د ځان په څېر رښتیني حقانیان پرېښول. د نوموړي رښتینی فکر به د هغه په لاریونیانو کې د تل لپاره ژوندی وي.

هو! حقاني صیب همدې رښتینولۍ کې خپل رښتیني مالک ته خپل سپېڅلی روح وباښه روح یې ښاد او یاد یې تل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx