نظــر

مُلا او مسټر، دوه کرکټرونه، دوه کردارونه

عنایت ﷲ کاکړ

دوه کرکټرونه:
دلته دوه کرکټرونه دي
یو یې د افغان ټولنې داسې دودیز مُلا دی چې په حُجرو کې ستر شوی، د ځیرو ډوډۍ یې خوړلې، له طفولته تر کهولته او له شبابه تر شَیبې تحقیر شوی، توهین شوی، توبیخ شوی او د دربار او سردار له لورې د ټولنې له طبیعي بهیره لیرې پاتې شوی دی.

مُلا چې حجرې ته تللی، چڼی بلل شوی، چې ځوان شوی طالب بلل شوی، چې رسېدلی د آخند نوم ورکول شوی او چې فاضل شوی مُلا یې بللی دی. دا ټول نومونه د وخت د حاکمانو او په هغوي پورې د تړلو طبقاتو له لورې د حیثیت او شرف په بڼه نه بلکې د استخفاف، توهین او تنقیص په موخه وکارول شول او لا هم دا دی د نن زمانې په یرغلګرانو پورې د تړلو لائیکو او دین دښمنه حلقاتو له لورې په همدې موخه کارول کیږي.

مُلا ته په حُجره کې د سیاست، جهانبانۍ او ریاست فنون نه ور تدریسیدل، بلکې هلته به یواځې د قال ﷲ قال الرسول ازانګې وې، هلته ډیموکراسي او ډپلوماسي نه ور ښودل کیدله بلکې هلته به د ایمان او مۇمن نښې، ایماني صلابت، مۇمنانه فراست او مسلِمانه بسالت ور ښودل کیدل. هلته د اوسیدا لپاره د مرکزګرمي خونو، مستریحو چپرکټونو، تودو بسترو او رنګینو غذاګانو تصور نه وو، بلکې هلته د ځیرو په ټوک او د خیرات په شډلو کالیو ګوزاره وه، هلته به فقر وو، چاپېریال به د اصحابو د صُفې په څېر فقیرانه، چال چلن به دروېشانه او ژوند به له لوږو، کړاۇنو او سختیو ډک وو.

بل کرکټر د یوه دکتور، پروفسور، دین پوه، د عربي ژبې او ادب د متخصص او د نبوي احادیثو د متشبث دی چې دلته یې زه د مسټر په نامه تعبیروم.

دغه کرکټر د سرو زرو چمچه په خوله کې نړۍ ته راغلی، د وخت په غوره ښوونځیو کې یې له عصري تعلیمي او تدریسي میتودونو سره سم درس لوستلی. منځنۍ او لوړې زده کړې یې په مفشنو درسخونو کې د نړۍ د لائقو او فائقو استادانو نه تر لاسه کړي، په تودو خونو، ارام بښونکو چپرکټونو او وریښمینو بسترو کې یې ژوند تېر کړی. سهار یې قیماق، غرمه پلاو او ماښام شوروا په برخه او د نړۍ هر ډول نازونو او نعمتونو ته یې سملاسي لاسرسی در لودلی دی.
په پوهنتون کې یې د سیاست او ریاست درسونه لوستلي، د رهبریت او لیډرشپ ورکشاپونه یې کړې، په ډموکراسۍ او ډپلوماسۍ یې بالاستیعاب عبور ترلاسه کړی، په ژبه او ادب کۍ یې د تخصص دا حال دی چې د عربي ادب شیخ الشیوخ مولانا ابوالحسن علي ندوي یې د استعداد اعتراف کړی. په سیاست کې یې د ممارست دا حال دی چې په کتلو یې همدغه ندوي صېب د کابل په خپل یونلیک کې لیکلي چې په ټنډه کې یې د راتلونکې پیړۍ د اُمت د رهبریت نښې له ورایه ښکاري. د علمي نبوغ، سیاسي بلوغ، څپانده قریحې او سرشاره حافظې یې دا حال دی چې د دین، سیاست او حکمت په موضوع یې په نړیوال سمپوزیم کې خپله څلور ساعتیزه اکاډمیکه مقاله سره له ټولو علمي رفرنسونو په في البدیهه شکل وړاندې کړي ده.

مُلا، مسټر اوکمونستي ښکېلاک:
پر هیواد د کمونستي طاغوت سیلۍ را الوزي، شورویان یرغل کوي. شډل ملا د سنګر لاره نیسي او نازک پروفسور په دفتر کې خزه کیږي. داسې فکر کیږي چې د ملا صلابت او د پروفسور بسالت به د نړیوال کفر پر خلاف، د کمونست شوروي او له هغه نه وروسته د هر طاغوت خلاف د مقاومت یو داسې هرم رامنځته کړي چې ماتول به یې د چا د توان خبره نه وي. خو ای وای چې داسې ونشول، او ولې یه کیدل، چې ساده ملا د جهاد لمنه ونیوه او د سیاست او ریاست پر رموزو واقف پروفسور، شیاد صدیق الشیاد پاتې شو.

مُلا دین تر ټولو ستر مصلحت وګڼل او په اړه یې له هیڅ قوت سره کمپرومایز ونکړ، خو پروفسور سیاست ته د مصلحت نوم ورکړ، سیاست اصل مصلحت او دین ضمني سیاست شو او په دې ډول د همدغه دنئ مصلحت له مخې په جهادي صف کې د لایتناهي فتنو دروازه خلاصه شوه.

د مۇمنینو د وحدت له غبارې هوا ووتله، د اسلام کلمه متشتته شوله، یو مسلمان په مقلد، غیر مقلد، سلفي، مذهبي او وهابي حنفي وویشل شو. ملا من حیث الملا د نګه، شډلې، خالصې او بې ریا ملایي په تار پېیلی پاتې شو، نه یې د بهار پروا وکړه نه د خزان، لکه ونه پر خپل مکان مستقیم پاتې شو، نه یې خوند واړاوه نه رنګ، خو مسټر پروفسور په سلو خمونو کې ولویده او سلګونه رنګونه یې واړول تر دې چې د مذهبیت او اخوانیت هغه رنګ چې د دوي د افتخار مایه ګڼل کیدله هم ورباندې پاتې نشو، د مفاداتو، فردګرایي، خودکامګي او مصلحت پسندي په ځنګل کې پروفسور نه لیوه شو، نه شغال او نه ګیدړه.

د کمونستي رژیم له سقوط وروسته مُلا د سولې او مصالحې علمبردار پاتې شو او مسټر د کورنۍ جګړې او افغان وژنې کردار. ملا د طالب په شکل کې د افغانستان د نجات د فرښتو په بڼه ظهور وکړ او مسټر له خپل کرغیړن کردار سره د معاصر تاریخ یوه ننګینه څېره وګرځېدله.

مُلا، مسټر او د مقاومت دوهم فاز:
پر هیواد په ۲۰۰۱ز کې له صلیبي یرغل سره رب تعالی د مۇمنانو د داعیې ټولو خواۇ ته د اصلاح او رجوع الی الاصل بې ساری فرصت برابر کړ. دا ځل بیا که مسټر ملا ته لاس ور کړی وای، دین یې تر ټولو ستر مصلحت ګڼلی وای، سیاست او سیاست بازۍ ته یې شا کړې وای، نو بویه چې د مقاومت دغه هرم به د نړۍ هېڅ ځواک نه وای مات کړی خو افسوس چې داسې ونشول او ولې به کیدل؟

شډل مُلا د دیني مصلحت لاره ونیوله او مسټر پروفسور د دنیاوي مصالحت.

ملا څادر ټک واهه، سنګر یې په مخه ورکړ، خو د سنګر دغه انتخاب یې د مجبوري نه وو بلکې شعوري وو، د رب په لاره کې یې خدامسته رندانو په څېر ځان د دنیا او مافیها له لذائذو داسې مستغني کړ چې دنیا ورته هیڅ ښکاره شوه لکه دغه متصوف شاعر چې وایي:

ما هیچ نداریم و غم هیچ نداریم
ما دستار نداریم و غم پیچ نداریم

د شوروي پر خلاف د جهاد د مهال ساتلی ټوپک یې د صلیبي دښمن سر ته سیخ کړ او مسټر له بده مرغه د صلیبي یرغلګر تر چتر لاندې د نظام دفتر د ځان لپاره خوښ کړ. اقبال لاهوري ریښتیا ویلي:

پرواز ہے دونوں کی اسی ایک فضا میں
کرگس کا جہاں اور ہے ، شاہیں کا جہاں اور

د اقبال لاهوري رحمه ﷲ په وینا چې وایي:

نہیں ہے تیرا نشیمن قصر سلطانی کے گنبد پر
تو شاہین ہے بسیرا کر پہاڑوں کے چٹانوں میں،

ملا، د دین د مغز او روح د وارث په بڼه پوهېده چې د ده ځای د ښار ډېرانونه او خځلې نه دي بلکې غرونه دې، پرښې دي او ګوربتونه دي، هماغه وو چې د اصیل شاهین په څېر یې وزرو ته پړک ورکړ او د حُریت او ازاد زیستۍ په ارتو فضاګانو کې یې الوت پیل کړ.

مُلا هغه وو چې د اسلام آباد په یوه مجلس کې ورته د امریکا د ولسمشر استازی وړاندیز کوي چې که په افغانستان کې له دوي سره ګډ کار وکړي نو پر تش چیک چې یې څومره زړه وي د پیسو شمېره دې ولیکي، واک دې وغواړي، اقتدار او نفوذ دې وغواړي، سره او سپین دې وغواړي، امریکا به یې په ورکړه کې هېڅ تأمل ونکړي، خو مُلا ورته وایي چې که په موږ کې د ایمان پلورل دود وای نو شوروي یې ښه خریدار وو.

خو مسټر پروفسور ته په پنجشیر کې د سي آي اې اجنټ د سلو زرو ډالرو بنډل ورښيي، مسټر خپل غیرت، صلابت، بسالت، فراست آن وجدان او ایمان د هغه په پښو کې حلالوي.

لنډه دا چې دوه کرکټرونه دي، یو د قابلیت پیکر بل د قبولیت الګو. خو د خدای د محبوبیت لپاره قابلیت نه بلکې قبولیت شرط دی. مسټربه قابل وو خو قبول نه وو، ملا قابل نه وو خو قبول شو، داسې قبول چې په ایمان او غیرت یې دښمن هم ګواهي ورکړې ده.

زما د ملا کرکټر شډل، فقیر منش، درویش مزاجه مولوي جلال الدین حقاني دی… رحمهﷲ رحمةََ واسعة…!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx