افغانستانسولې اړوند خبرونه

«د خوشي شویو طالب بندیانو نوملړ لا هم د طالبانو له لوري نه دی تایید شوی»

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د طالبانو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو تر پیلېدو وړاندې اړینه ده، چې ددوی تخنیکي ټیم د هغو طالب بندیانو نوملړ تایید کړي، چې د حکومت له زندانونو خلاص شوي.

ازادي رادیو د یو طالب چارواکي له قوله لیکلي، چې وړاندې له دې چې بین الافغاني مذاکرات پيل شي،  د طالبانو تخنیکي ټیم باید د طالب بندیانو نوملړ وګوري او تایيد یې کړي.

نوموړي که څه هم ازادي راډيو ته خپل نوم نه دی اخیستی؛ خو هغه ادعاوې ریې رد کړې، چې ګواکي مذاکرات د طالبانو لوري ته د ورپېښو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي.

یاد مقام سرچینې ته ویلي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» او ورسره پلاوی دوحې ته رسېدلي.

یاده دې وي، چې تر اوږده ځنډ وورسته بالاخره اوونۍ وړاندې حکومت د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه پیل کړه او سلګونه طالب زندانیان یې له څرخي پله او د هیواد له بېلابېلو ولایتي زندانونو ازاد کړل.

حکومت که څه هم ادعاء وکړه، چې له اووه تنو پرته پاتې ټول بندیان خلاص شوي؛ خو دا چې رښتیا هم د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شوي که نه؟ طالبان یې لا هم په اړه څه نه وایي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، که پنځه زره بندیان یې خلاص شي، دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو سره مذاکرات پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان نور په ## کی اډوکی لټوی. که داسی خبری وی خو په الله که نه سوله راشی او نه هم افغان وژنه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx