لیکنې

دجهادونو دنګ منار، د صلحې او جرګو ستوری الحاج مولوی جلال الدین

لیکوال: الحاج میا سیدآغا

حقانی صاحب سره دروسی انقلاب دشروع نه چه دمرحوم خالص بابا حزب اسلامی کی چه سره پیزندلی اوبیا تر دمرګ ترورزی پوری ملګری پاتی شوی یوچه زیات دزړه راز او مشوری به یی زما مشر ورور  میا صاحب محمداغاسره وی  .

زه به دمحترم الحاج جلاالدین حقانی صاحب په باره لږ هغه څه دنمونی په ډول یادکړم چه زه یی عینی شاهد ووم: محترم حقانی صاحب ډیر پاک زړه سوانده قوی عظم اومتینه رهبری لرله  دعملیاتو دپروګرام په جوړولو رهبری کولو اوبری ته درسولو شه ناظم وه شه مصلح دجرګو او فیصلو ځلانده څیره وه. تیر جهادکی دجهادی تنظيمونو ترمنځ دحکومتونو په جوړولوکی اودتنظیمونو تر مینځ داختلافاتو په لمنځه وړلوکی رغنده رول لوباوو .

نه یوازی دتنظیمی رهبرانو ترمنځ دیوالی دجهادی زواک منظمولو کی هڅه اوکوشش کاوو بلکی دافغانستان کی دتولو پیزندل شوو جهادی قومندانانو ترمنځ دیوالی او اختلافونو دلری کولو دپاره یی دافغانستان کی دجهادی قومندانانو ترمنځ دقومندانانو سرتاسری شوری جوړه کړه چه وخت په وخت به یی په مختلفو ځایونو کی ناستی کولی تر څو د کفری الحاد په مقابل کی جهادی قوت منظم وساتی .

 همدارنګه په تیر دور کی کله چه دننګرهار شوری او د کوچیانو تر مینځ اختلافات او جنګونه پيښ شول یوازینی جهادی څيره وه چه صلحی اوروغی جوړی ته یی رامنځ ته شوو او شه ایمانی رول یی اداکړ او نور جنګ ته یی دپای تکی کیشود .همدارنګه کله چه مجاهدین کابل ته ننوتل دجمعیت اسلام او حزب اسلامی ترمینځ داخلی جنګونه شروع شول همدا دصلحی ستوری جناب حقانی صاحب ووچه کابل بتخاک سیمه کی دمیاصاحب محمداغامرکز ته یی ځان راوره ساوه اودننګرهار دشوری په نماندګی یی انجنیر صاحب محموداو قومندان شمالی خان راوغوښتل ترڅو ددواړو جنګی دلو ترمینځ دصلحی مذاکرات شروع او په د وتواندل چه دانجنر محمود په مشری حایل قوت دشینی بګرامیو تپه نادرخان تر بالاحصار پوری ځاې پرځای او جګړه یی ودروله اوهمدارنګ کله چه انجنیر حکمتیار صاحب مولوی صاحب نصرالله منصور رحمه الله په چهاراسیاب کی دکمین پترڅ کی کوز کړ جناب الحاج حقانی صاحب وه چه دکابل کی دخپل تنظیم ملګرو مجاهدینوته دمیاصاحب محمد اغا په  مشری غږ وکړ اوچهاراسیاب ته یی ځان ورساوو تر څو چه جناب منصور صاحب دحزب اسلامی له منګولو راخلاص کړ  اوهمدا شان کله چه استاد برهانالدین ربانی دارګ چوکی دځان پوری وتړله اونه یی غوشتل چه واک یو بل چا ته وسپاری نو بیا دجهاداودصلحی ستوری الحاج حقانی صاحب دافغانستان دعلماو دشوری دمشر جناب مولوی عبد الله ذاکری صاحب مرحوم په ملګرتیا څو ځلی کابل ته سفرونه وکړل اوهمیشه یی کوشش داوه چه دمسلمان وزنی مخه ونیسی.

اوبلاخره چه داخلی جنګونو دوام په نتجه کی چه محترم مولوی صاحب خالص  غوښتل چه غیری اسلامی جنګونو کی پخپله او هم خپل مجاهدین د الهی مسولیت نه ساتلی وی نو محترم مولوی صاحب خالص بابا دجناب حقانی صاحب په مشوره په افغانستان کی دخپل تنظېم ټول جهادی قومندانان کابل دبتخاک په ساحه کی دمیاصاحب محمداغا مرکز کی راټول او ټولو جهادی قومندانانو  اومجاهدینو ته په کور کیناستو سپارښتنه وشوه او هیڅ داخلی جنګونو کی برخه وانحستله .

او کله چه دطالبانو اسلامی تحریک دملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په مشری ظهور وکړ محترم حقانی صاحب چه تیر جهاد کی داسلامی نظام په راوستو تنده نه وه ماته په دیر پوره اخلاص یی ملاتړ وکړاوعملا دفساد پر ضد مبارزه شروع کړه اوکله چه امریکا ،ناټو او ددنیا کفری نړی اشرګرو په افغانستان حمله وکړه او دافغانستان اسلامی امارت شاتګ وکړ نو بیا هم ستر مجاهد الحاج جلاالدین حقانی د افغانستان اسلامي امارت تیت او پراګنده مجاهدین رامنظم او او دافغانستان داسلامی امارت دامیرالمومنین ملا محمدعمر مجاهد ترقیادت لاندی دامریکا او اشرګړو مقابل شروع کړه اوهغه قربانی چه یی ورکړی چا نه پټه نده اوبلاخره امریکا اوکفری نړی ماته او افغانستان یی داشغال نه ازاد کړ په اخرکی به زه خپل لاسونه الله ج ته لپه کړم چه رب دټولی قربانی قبولی اواخرت کی دجنت سردار وګرځوی … امین.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx