افغانستان

ناپيژاندو وسله والو د کابل د هوايي ډګر د ټولي قومندان ترور کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل): امنیتي چارواکي په کابل ښار کې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ټولي قومندان سراج الحق د ترور خبر ورکوي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، سراج الحق پرون د جمعې په ورځ غرمه مهال د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د ناپېژاندوسله والو په ډزو وژل شوی دی.

تراوسه د نوموړي د وژنې لامل څرګند نه دی؛ خو کابل ښار په دې وروستیو کې د دولت لخوا د امنیتي میثاق په نوم په عامو خلکو د وسلو له ویشلو وروسته سخت نا امنه شوی دی.

په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې په بیلابیلو پېښو کې ۳ تنه ځوانان د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx