نړۍ

الطاف حسین داسفندیارولي په اړه خپلي خبري بیرته واخیستي

(نن ټکی اسیا سپټمبر ۲۰۱۱/۱۹)لندن: څوورځي مخکي دپاکستاني د(MQM)متحده قومی غورځنګ مشر الطاف حسین دیوي خبري غونډي پرمهال وویل چی دپاکستان دعوامي نیشنل ګوند (ANP) عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیارولي د ۲۰۰۸ کال دټاکنو دګټلو لپاره له امریکي څخه په ملینونوډالره اخیستي وو، نوموړی زیاته کړه چی دکراچی دحالاتو به خبرابولو کی د عوامی نیشنل ګوند دویره اچونکو لاس دي.

خونن بیا نوموړي له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، کومي خبري چی دعوامي نیشنل ګوند دمشراسفندیارولي په اړه ماڅو ورځي مخکی کړی وي، هغه زه بیرته اخلم او عوامی نیشنل ګوند له کارکونکو اونورټول هغه څوک چي زما په څرګندونو کوم چي ماویلی وو داسفندیارولي له امریکایانو څخه ډالری اخیستی دي زړه ازار شوی وي، بخښنه غواړم، نوموړی زیاته کړه زه دخپلو خبرو دپخلي اوتصدیق لپاره کوم ثبوت نه لرم نوځکه دغه خبري بیرته اخلم.

نوموړي زیاته کړه اوس په پاکستان کی وخت راغلي چي ترخه یوي خواته کړو یواځی خوږي خبري وکړي، ملک له ډیریو بدوحالاتو څخه تیریږي مونږباید یو پربل باندی دنیوکو پرځای یوبل ته لاس ورکړو، ترڅوهیواد له بدمرغیو څڅه وژغور.

دخپلو خبرو پروخت الطاف حسین وویل دهیواد په ناڅرګندو اوبدو حالاتو یواځي هغه خلګ ښه پوهیږي، څوک چي ددغه هیواد به غم کی ډوب دي اوهره ورځ یی په حالاتو باندي سوځل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x