شعـــــرونه

خمار عشق/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

مست ښایست یې مستانه بوټی د بنګ دی
خمار عشق مې ستا په مینه کې ړنګ بنګ دی

نوم د امن_امن اخلي په مسکا شي
سوله_سوله ده د ښکلو سترګو جنګ دی

نقادانو که یې تاسو خوشبو حس کړی
زما غزل وړی د یار له حسنه رنګ دی

اوس یې نه اورم نغمې له حجرې نه
ربابي! ستا د رباب ګونګ شوی شرنګ دی

عجیب کیف عطرورین یې ما لیدلی
پر سینه یې ځوړند تور لاچي لونګ دی

زه یې ګورم موسیقي د اداګانو
خو ثاقبه!! ستا له زړۀ یې وړی زنګ دی

ثاقب خپلواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx