نظــر

حقاني صاحب اوکه د وخت خالد بن ولید

ليكوال : الحاج مولوي عبدالباقي حقاني

د دارالعلوم حقانيه د سياسي علومو استاذ

ترقیامته اسلامي امت به د داسې تاریخ ساز اشخاصوڅخه غني وي چې دامت درسته رهبري وکړي او مسلمانان د خالد بن ولید رضي الله عنه ارمان ونه کړی او دښمن ته داسې درس ورکړي چې ددوي نسلونه نسلونه دا درس یاد ولري ،  اودزوان کهول د پوه کولو لپاره په درسي نصاب کې ځای ورکړي ، په ځانګړي توګه افغانستان په دې څلورو لسیزو کې د داسې مشرانو څخه د غیرت ،  همت ،  شجاعت،  د ولس سره د خوا خوږۍ او همدردۍ نه هیریدونکي درسونه واخيستل چې د راتلونکي نسل لپاره تر قیامته بسوالې کوي .

په دې ورستیو لسیزو کې  د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ، شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله او الحاج مولوي جلال الدین حقاني رحمه الله ژوند او کارنامې یقینا چې د افغانستان د افتخاراتو په کتاب کې یو ځانګړې باب دی ، نن چونکه د حقاني صاحب د وفات د ورځې په مناسبت د لیکنې باعث موجود دی لهذا که موږ  دده ژوند ته متوجه شو نو موږ او راتلونکي نسل ته د لاندې خبرو درس راکوي :

۱ – مسلمان باید په خپله او دده اولادونه د دین خدمت ته ځانونه وقف کړي .

۲ – د دین په لاره کې هر ډول تکلیفونو ته ځان چمتو کړو .

۳ – د دین په لاره کې د ځان او اولادونو قرباني د هر  چا نه وړاندې پیش کړو .

۴ – د اولادونو قرباني باید زموږ د ایمان او همت د کمزورې کیدو لامل ونه ګرځي .

۵ – کفر او د کفر غلامانو ته باید په هیڅ حالت کی سر ښکته نه کړو .

۶ – د مجاهدینو د قربانیو د ساتلو لپاره باید په هر حالت کې پُرعزمه واوسیږو .

۷ – د کفر په مقابل کې باید د قربانیو دکلونو کلونو حوصله ولرو .

۸- د خپلو اولادونو په جهادي او اسلامي روحیه روزلو لپاره بايد جدي فکرمن او عملا کار وکړو .

۹- که په رښتیا هم دین ته وفادار شو او قربانۍ ورکړو نو د کامیابۍ لارې او اسباب به الله راته د خپلې وعدې مطابق برابر وي .

۱۰- که هجرت او جهاد وکړو ، تکلیفونه برداشت کړو ، سهولتونو پسې ونه ګرځو  ، دین ، جهاد، مجاهدینو او ولس ته وفادار شو ان شاء الله د عزت،  کامیابۍ او اسلامي حکومت خاوندان کیدای شو او  داسې نور .

الله تعالی د ی دحقاني صاحب اعلى جنتونه نصیب کړي او الله تعالى دې د حقاني صاحب برکات دده په بچو باندې کيږدي .

وما ذلک على الله بعزيز

 و صلى الله تعالى على خير خلقه محمد و آله و أصحابه أجمعين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx