ټولنیزه برخه

په اسلام کې د کار کولو ارزښت او د کار په اړه ځینې ناسم باورونه

ژباړه او ترتیب: محمد خالد (ملکزی)

سرچینه: د المجتمع عربي مجله (1)

د کار کولو د ارزښت په اړه مې د استاد دکتور سمیر یونس مقاله ولوستله. په رښتیا چې ډېر ګټور مطالب مې په کې وموندل. و مې غوښتل همدا مقاله د قدرمنو لوستونکو لپاره له عربي ژبې څخه پښتو ژبې ته را وژباړم. په همدې هیله چې په لوستلو وارزي؛ او ستاسې د ټولو قدرمنو وروڼو او خوېندو لپاره خورا ګټوره تمامه شي.

په سر کې هم غواړو چې د همدې موضوع په تړاو څو مهمې پوښتنې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړو؛ لکه: 1: په اسلام کې کار کول څومره ارزښت لري؛ او د کارکولو شرعي حکم څه شی دی؟

2: په قرآن کریم کې څو ځلې د کار کولو کلمه او د هغې مشتقات ذکر شوي دي؛ او پیغمبرانو ــ علیه السلام ــ د نبوت د ستر مسؤلیت تر څنګ، ولې دوی غوښتل چې کار وکړي؛ او په دې کې د هغوی حکمت څه ؤ؟

3: آیا په اسلام کې د جمعې په ورځې هم کار کول مُباح (روا) دی او کنه؛ او په کوم صورت کې ناروا دی؟

4: زمونږ په افغاني ټولنه کې د کار کولو په اړه د ځینو خلکو ناسم باورونه څه شی دي؛ او ولی ځینې خلک په کار کولو باندې شرمېږي؟ دا او دېته نورو پوښتنو ته به په همدې مقاله کې ځوابونه ووایو؛ په همدې هیله چې دا مقاله راسره تر پایه پورې ولولئ. اوس به هم راشو خپلې اصلي موضوع ته:

1: په اسلام کې د کار کولو ارزښت:
د اسلام مقدس دین کار کولو ته خورا ارزښت ورکړی دی؛ تر دې پورې چې کار کول په اسلام کې عبادت ګڼل شوی دی. دا په دې معنا چې: کله یو كاسِب (کارکوونکی شخص) د حلال رزق د ګټلو لپاره له خپله کوره وځي؛ تر څو خپل ځان او خپل اولاد ته حلاله ازوقه وګټي؛ نو د دغه ډول انسان هره لحظه له هماغه وخت څخه چې له کوره وځي؛ تر څو پورې چې له خپلې وظیفې څخه بېر ته خپل کور ته راستنیږي، دا ټول وخت به ورته په عبادت کې حسابیږي؛ او بې شمېره اجور (ثوابونه) به ورته ورکول کيږي؛ هغومره لوړ ثوابونه به ورته ورکول کېږي لکه څومره چې یو عابد انسان ته د هغه د عبادت او ریاضت په نتیجه کې ورکول کيږي.

زمونږ محبوب پیغمبرــ ﷺ ـــ به صحابه کرام او په ځانګړې توګه، ځوانان کار کولو ته هڅول. که چېرې به یې کوم ځوان ولیده؛ او خوښ به یې شو؛ نو پوښتنه به یې ترې کوله چې: آیا څه کسب او کار لری؟ که به یې وویل چې: نه؛ نو نبي اکرم ــ ﷺ ـــ به ویل چې: [سَقَطَ مـِنْ عَینِيْ]. یعنې: زما له نظره ولوېده. د یو چا له نظره لوېدل په همدې معنا سره دي چې: دې انسان د نورو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په همدې خاطر وزګار، لټ او مُغفَّل (بې پروا) ځوان به د رسول الله ــ ﷺ ـــ نه خوښېده؛ او له کارګر، زیار ویستونکي، عاقل، هوښیار او خیرخواه ځوان سره به یې خورا مینه پاللــه.په دې اړه د تربیت مُتخصِّصِین او پوهان وايي چې: تاسې خپلو اولادونو ته د ماشومتوب له پړاو څخه د مسؤلیت احساس او انګېرنه ورکړي؛ هغوی ته کار و بار او یو فن ورزده کړئ؛ تر څو په راتلونکي کې مسئولیت شناسه او وقت شناسه انسانان ترې نه جوړ شي؛ او خپلې ټولنې او عامو مسلمانانو ته ګټور تمام شي.

په عربي ژبه کې د کار کولو د ارزښت په اړه یوه مشهور متل دی چې وايي: [غُبارُ عَملٍ، خیرٌ مِـن طِیْبِ البِطَالَةِ]. یعنې د کارکولو ګرد او غبار (چې ستا په جامو باندې نښلي)؛ د وزګارتیا له عطرو څخه ډېر غوره دی. اوس واقعیت هم همداسې دی چې: د کار کولو او د حلالو خوړو په خوند باندې هغه څوک ښه پوهېږي چې: خولی یې توی کړي وي؛ او په زیار سره یې حلاله روزي ګټلي وي. همداراز په دې اړه بل متل داسې دی چې: [مَنْ عَمِلَ دائماً، أَکَلَ دائِماً]. یعنې: چا چې تل کار وکړ؛ نو تل به خواړه خوري.

استاذ دکتور سمیر یونس په خپله همد ې مقاله کې چې د (شَجِّع أولادکَ علی العَملِ) تر نامه لاندې خپره شوې ده؛ وايي چې: په اسلام کې کار کولو ته ځانګړې اعتناء (پاملرنه) شوې ده؛ او په هر قادر انسان باندې د حلال رزق ګټل فرض ګڼل شوي دي؛ تر دې پورې چې په قرآن کریم کې تقریباً 360 ځلې د کار کولو کلمه او د هغې مُشتقات ذکر شوي دي؛ چې دا ټول مونږ ته په اسلام کې د کار کولو ارزښت را په ګوته کوي؛ او مونږ کار کولو ته هڅوي. اوس د دې لپاره چې کورنی اقتصاد مو ونه شړېږي؛ او زمونږ په ټولنه کې اقتصادي ناورینونه رامنځ ته نشي؛ نو زمونږ د ټولنې ځوان قِشر باید کار وکړي؛ او زیار وباسي؛ تر څو ویجاړ او د خپلو بچیانو په لاس نړېدلی هېواد مو له هر اړخیز پرمختګ سره مخامخ شي.

2: اسلام کار کول په هر قادر مسلمان باندې فرض ګرځولی دی:
د اسلام نجات بښونکي دین کار کولو ته خورا زیات ارزښت ورکړی دی. حتی تر دې پورې چې په هر قادر (بالغ، عاقل، سالم او صحتمند) انسان باندې اسلام کار کول او زیار ویستل سنت نه، نفل نه، بلکې فرض ګڼلی دی. دا فرضیت په خپله په اسلام کې د هغه د اهمیت او لوړ منزلت لپاره یو غوره او کره دلیل دی؛ خو له دې ټولو حقایقو سره سره، بیا هم له بده مرغه زمونږ په ټولنه کې یو لړ داسې خلک شته چې: کار کولو ته په سپک نظر ګوري؛ او کار او زیار د خپل ځان لپاره حقارت او سپکاوی ګڼي. ځینې نور بیا داسې دي چې: کار کول او حلال رزق ګټل د خپل ځان لپاره سر دردی او د زړه خوړل او د خپل ځان ځورول ګڼي. نه پخپله د کارموندنې لپاره هلې ځلې کوي؛ او نه هم د نورو کار کول ورته کوم خاص ارزښت لري؛ او که دوی ته کار هم پیدا شي؛ نو په یوه او بله بهانه به غواړي چې د کار کولو څخه خپلې اوږې سپکې کړي؛ او ځان ترېنه خلاص کړي. په همدې خاطر مونږ باید ووایو چې: کار کول د هر ځوان او د ټولنې د هر قادر او ځواکمن انسان مسلَّم حق دی.

3: مناسبه وظیفه د الله تعالی ستر نعمت دی:
کار کول په اصل کې د الله تعالی د بې ساري نعمتونو څخه یو ستر نعمت ګڼل کېږي. د همدې کار کولو په نتیجه کې د نړۍ ملتونو او تمدنونو پرمختګ کړی دی؛ او د بدبختیو، ټولنیز فقر، او نورو ته د احتیاج څخه ژغورل شوي دي. په ځانګړې توګه په اوسنۍ پرمختللی او په ټکنالوژې باندې سمباله نړۍ کې خو بې کاره او وزګار خلک هېڅ ارزښت نه لري؛ نو ځکه خو ویلی شو چې: مناسبه وظیفه او دنده د الله تعالی بې ساری نعمت دی. د کار کولو په ارزښت باندې انسانان هغه وخت ښه پوهېدلی شي چې کله خپله دنده د ځینو لاملونو له کبله له لاسه ورکړي؛ او وزګار یا په عامه اصطلاح بېکاره (Jobless) پاتې شي، لکه: کله ځینې خلک په سخت مرض باندې مبتلا شي؛ او د پرله پسې غیر حاضریو له کبله خپله دنده له لاسه ورکړي. یا هم د هغه په حق کې د نورو له لاسه ظلم او حق تلفي وشي، او په دې توګه له خپلې دندې څخه ګوښه کړای شي؛ او یا هم ځینې خلک بیا داسې دي چې: په خپلو مسئولیتونو کې له غفلت او کسالت (لټۍ) څخه کار واخلي؛ او بالآخره منفک کړای شي؛ او داسې نور….. په همدې خاطر مونږ باید ووایو چې: كار كول د هر ځوان او د ټولنې د هر قادر او ځواکمن انسان مُسلَّم حق دی.

4: مُحترِف او کارګر انسان د الله تعالی ــ جل جلاله ــ دوست دی:
زمونږ په افغاني ټولنه کې دا خبره مروَّجه او مشهوره ده چې: کارګر انسان د الله تعالی ــ جل جلاله ــ دوست دی. دا خبره واقعاً پر ځای او کره خبره ده. یو ځل نبي اکرم ــ ﷺ ـــ د خپلو خوږو صحابه کرامو څخه د یو تن لاس ته متوجه شو چې لاس یې ځیږ (سخت ؤ) ــ یعنې د ډېر سخت کار کولو نښې نښانې په کې معلومېدلی؛ نو ورته یې وویل: [هَذِه یَـدٌ یُحِبُّها اللهُ و رسُولُهُ]. ژباړه: دا داسې یو لاس دی چې الله تعالی او د هغه رسول ورسره مینه لري. له همدې کبله زمونږ په ټولنه کې مُحترف (کارګر) انسان باید په خپل حلال کار باندې فخر وکړي؛ او د خپل لارښود پیغمبر په همدې ارزښتمنه وینا کې له ځانه سره فکر وکړي چې: دا هغه لاس دی چې الله تعالی او د هغه محبوب پیغمبر ــ ﷺ ـــ ورسره مینه لري.

5: په اسلام کې د جومې په ورځې د کار کولو اِباحت:
د اسلام مقدس دین، حتی د جمعې په مبارکه ورځ هم کار کول مُباح (روا) او حلال ګڼلی دی؛ مګر د جومې د لمانځه په وخت کې باید له تجارتي اړیکو څخه ډډه وکړي. دکتور راتب نابلسي په خپل تفسیر (تفسیر النابلسي) کې د جمعې په ورځې د کار کولو د اباحت (روا والي) په اړه لیکي چي (2): عموماً انسانانو ته تر ټولو غوره او خوښ کار دا وي چې: تجارت وکړي. په اصل کې په نړۍ کې په زرګونو کارونه شتون لري؛ لکه: د خپلوانو او دوستانو سره لیدل کتل، په ټولنیز ژوند کې د خلکو سره ناسته پاسته، د خلکو مشکلات حلول، د خپلو اړتیاؤو پوره کول او مهم شیان اخستل، مګر د تجارت کولو سره انسان ډېره زیاته او بې کچې مینه لري؛ او په ځانګړې توګه کله چې یو تاجر پخپل تجارت کې ډېر مال وګټي؛ مګر دا هر څه باید مسلمان د جومې د لمانځه لپاره پرېږدي. قرآن کریم مونږ ته ویلي دي چې: کله چې د جومې د ورځې لمونځ ترسره شي؛ نو بیا تاسې (اۍ مؤمنانو !) په ځمکه کې خواره واره شئ؛ او د الله تعالی څخه د رزق او د مال ګټلو غوښتنه وکړئ.

یوازې د جومې په ورځ دا فرض دي چې مسلمان د جومې د لمانځه په وخت کې دې خرڅول او اخستل (تجارتي اړیکې) او هر څه پرېږدي؛ لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَ ذَرُوا الْبَيْعَ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ﴾ [سورة الجمعه/ 9 آیت].

ژباړه: اۍ هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، هر کله چې د جومې د لمانځه لپاره غږ وشي؛ نو تاسې د الله تعالی د ذکر لپاره په تیزۍ سره ولاړ شئ؛ او خرڅول پرېږدئ؛ دا ستاسو لپاره غوره ده که چېرې تاسې پرې پوه شۍ.

دا معلومه خبره ده چې، قرآن کریم لنډه خبره کوي. په پورتني آیت کې که څه هم د جومې د لمانځه پر مهال یوازې د خرڅولو څخه منعه راغلی ده؛ خو دلته هدف دا دی چې: تاسو د جومې د لمانځه په وخت کې د خپل مال خرڅول او ټول تجارتي ارتباطات ، او همداراز راکړه ورکړه دواړه د لمانځه لپاره پرېږدئ، ځکه د خرڅولو سره اخستل هم یو ځای وي؛ لکه په بازار کې مونږ وینو چې: که چېرې یو شخص خرڅول کوي؛ نو ورسره بل شخص اخستل کوي؛ نو دلته دواړه باید د جومې د لمانځه لپاره پرېښودل شي. اوس د جومې د لمانځه څخه وروسته بېرته قرآن کریم مونږ ته فرمايي چې: ﴿فَإِذَا قُضِيَتِ الصَّلَاةُ فَانتَشِرُوا فِي الْأَرْضِ وَ ابْتَغُوا مِن فَضْلِ اللَّهِ وَ اذْكُرُوا اللَّهَ كَثِيرًا لَّعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [سورة الجمعه/ 10 آیت].

ژباړه: نو پس کله چې لمونځ تر سره شي؛ نو تاسې د ځمکې (پر مخ) خواره شئ؛ او د الله تعالی له فضل څخه وغواړئ؛ او د الله تعالی زیاته یادونه وکړئ؛ تر څو تاسو کامیاب شۍ.

هدف مو دا دی چې: قرآن مجید زمونږ او تاسې د د نیا او د آخرت د کامیابۍ لپاره رالېږل شوی دی. قرآن زمونږ د مسلمانانو څخه منظم ژوند غواړي. مونږ ته وايي چې: تاسې نېک اعمال تر سره کړئ؛ او د خپلو ښو او ګټورو کارونو لپاره منظم پروګرام جوړ کړئ. ځکه چې اسلام د کار کولو دین دی؛ نو باید د دیني کارونو او فعالیتونو تر څنګ؛ هر مسلمان باید خپل ټولنیز فعالینونه هم ترسره کړي؛ او دا به نه وايي چې: زه هېڅ وخت نه لرم او وزګار نه یم. مثلاً: د جومې په ورځ انسان کولی شي چې: د مریضانو پوښتنه وکړئ؛ د خپلو خپلوانو او د هغو ځوانانو د لیدلو لپاره باید وخت تخصیص کړي چې، چا تازه واده کړی وي؛ او هغوی ته د مبارکۍ او د هغوی په خوشحالیتا کې د ګډون لپاره باید د هغوی کور ته ورشي. که په ګاونډیانو او دوستانو کې څوک تازه وفات شوي وي؛ نو کولی شي چې د هغوی سره په غمرازۍ کې د ګډون لپاره ورشي. که چا ولېمې ته دعوت کړی وي؛ نو دعوت یې باید ومني؛ دهغوی کورته ورشي؛ لنډه دا چې: مونږ باید په ټولنیز ژوند کې یو له بل سره ښه علایق ( ارتباطات) ولرو؛ او یو د بل د حال څخه خپل ځان باخبره وساتو.

6: د خپلو کارونو په ښه توګه تر سره کول زمونږ د ټولو ګډ مسؤلیت دی:
د اسلام مقدس دین نه یوازې دا چې زمونږ څخه د نیکو او ګټورو کارونو تر سره کول غواړي؛ بلکې د دې ترڅنګ له مونږ څخه دا هم غواړي چې: مونږ خپل مسئولیتونه او دندې په خورا ښه شکل تر سره کړو. زمونږ حبیب پیغمبر ــ ﷺ ـــ به نه یوازې دا چې د کار کولو سره زیاته مینه درلودله، بلکې خپل امت به یې دې ته هڅاوه چې: تر څو خپل کارونه په خورا ښه شکل تر سره کړي؛ او په دې اړه داسې فرمايي: [إِنَّ اللهَ یُحِبُّ إِذا عَمِلَ أَحَدُکم عَمَلاً أنْ یُتقِنَهُ]. (رواهُ الیهقي و الطبرانيُّ).

ژباړه: کله چې یو له تاسو نه یو کار ترسره کوي؛ نو الله تعالی دا خوښه ګڼي چې هغه (کار دې) په ښه توګه ترسره شي. په دې حدیث کې د (اِتقان) کلمه راغلی ده؛ او اِتقان په عربي ژبه کې د یو کار په خورا ښه توګه تر سره کولو ته ویل کیږي. یعنې په کارونو کې له خورا دِقت او لوړ مهارت څخه کار اخستل؛ او د یو مُتخصِّص انسان په څېر د یو کار تر سره کولو ته اِتقان ویل کېږي.

ګرانو لوستونکو! اوس به هم راشو د کار کولو په اړه ځینې ناسم (منفي) او غلطو انګېرنو ته چې زمونږ په افغاني ټولنه کې د کار کولو په اړه له ځینو خلکو سره شتون لري؛ او کار کولو ته په کمه سترګه ګوري.

7: د کار کولو په اړه ځینې ناسم (منفي) باورونه:
په پورتنیو کرښو کې مو په اسلام کې د کار کولو اهمیت او ارزښت ته په مناسب لنډیز سره اشاره وکړله؛ ولې په اسلام کې د کار کولو د دومره زیات ارزښت سره سره، بیا هم کله کله وینو چې: ځینې ځوانان د کارکولو څخه بېزاره دي؛ او د غفلت او کسالت له کبله یوازې او یوازې پر نورو (وروڼو او یا پلار) باندې تکیه کوي. دا ډول لټ خلک په خپله کاروبار ته لاس نه اچوي؛ بلکې د نورو معاش ته سترګې په لار وي. هغوی یې ګتي؛ او دا د هغوی ګټلي خواړه څټي. دا ټول د دې له کبله چې دوی د کار کولو په اړه ناسم باورونه لري؛ لکه: ځیني وايي چې: که کار وکړم؛ شاید خلکو ته سپک، خوار او یا هم مسکین معلوم شم. ځینې نور خو بیا داسې هم دي چې: په کارکولو باندې شرمېږي؛ نو ځکه له کار کولو څخه ډډه کوي. په دې توګه د دې افواهاتو او بې بنسټه خبرو له کبله دوی کار کولو ته شا کړې ده.

اصلي خبره داده چې: په خپلو کارونو کې له کسالت (لټۍ) او تنبلۍ څخه کار اخستل؛ او خپلې رسمي دندې ته ناوخته تلل، په حقیقت کې د الله تعالی په دې ستر نعمت باندې ناشکري کول دي. دا په خپله د دې معنا لري چې: دا ډول انسانان د دې پر ځای چې له خپلې وظیفې سره بې کچه مینه او بې ساری اخلاص ولري؛ بلکې برعکس، د خپلې دندې ناقدري کوي؛ او د خپلې وظیفې سره کرکه لري؛ او په ارزښت باندې یې سم نه پوهېږي؛ نو باید کار وکړو؛ او خپله وروسته پاتې ټولنه د نړۍ د پرمختللي کاروان سره همسیاله کړو؛ او د پرمختګ او ترقۍ تر لوړو منارو او څلو باید خپل ځانونه او خپله ټولنه ورسوو.

د کسالت او لټۍ په زورونکي رنځ باندې دا ډول اخته کسانو ته کار کول، په اصل کې د خپل زړه خوړل؛ او د خپلو مغزو خرابول ښکاري. د دې پر ځای چې د حلال رزق په ګټلو باندې د خوشحالتیا احساس وکړي؛ بلکې برعکس کار کول ورته بوج ښکاري؛ لکه: دوی هر سهار خپلو دندو ته ناوخته ځي؛ او خپله وظیفه به داسې ورته ښکاري؛ لکه: چا چې په زوره او جبر سره پر دوی باندې تحمیل کړي وي. دا ډول کسان باید یو ځل د خپل ځان سره د هغو سلګونو، بلکې زرګونو ځوانانو په اړه فکر وکړي چې: هره ورځ په چوکونو کې ولاړ، وچه ډوډۍ خوري؛ او د ورځېنۍ مزدورۍ او کار موندنې لپاره تر ډېره وخته د انتظار شیبې شمېري. کله ورته کار پیدا شي؛ او کله خو داسې هم وشي چې، بېرته تش لاسونه کور ته را ستانه شي.

د دې مقالې په پای کې به اوس د ځینو خلکو یو لړ مثبتو تصوراتو او باورونو ته هم اشاره وکړو چې ځینې خلک هره ورځ، څومره په شوق او ذوق سره کار کوي؛ او د کار کولو په نتیجه کې څومره خوشحاله ژوند پر مخ وړي:

8: د کار کولو په اړه ځینې سم (مثبت) باورونه:
ځوانان د هر ملت انرژي او د ملا د تیر حیثیت لري. له همدې کبله د ټولنې یو لړ تکړه، ځواکمن او فعاله ځوانان په مناسب کار کولو باندې د شرم احساس نه کوي؛ او نه هم داسې تصور کوي چې: د کار کولو په نتیجه کې به زه پخپله ټولنه کې خپل ارزښت له لاسه ورکړم؛ بلکې برعکس داسې تصور کوي چې: که چېرې زه کار وکړم؛ او زیار وباسم؛ نو زما ارزښت به زما په کورنۍ او زما ټولنه کې نور هم لوړ شي، ځکه دوی پوهېږي چې: کار کول د پیغمبرانو سنت دی؛ لکه: د الله تعالی پیغمبر حضرت نوح ـ علیه السلام ــ به نجاري کوله، سره له دې چې د الله تعالی پیغمبر او د نورو انسانانو په نزد د الله تعالی ــ جل جلاله ــ ډېر غوره انسان ؤ؛ خو د دومره لوړ مکانت (مقام) سره سره به یې بیا هم کار کاوه؛ او په کار کولو سره د هغه مقام نور هم اوچت شو؛ او یوه داسې کشتۍ یې جوړه کړه چې نه یوازې خپل ځان او نورو انسانانو ته، بلکې حتی څارویو او حشراتو ته یې هم پکې نجات ورکړ. له همىدې کبله ابو البشر الثاني (د انسانانو د دوهم پلار) لقب ورته ورکړل شوی دی. په دې اړه د تاریخ او د سیرت په کتابونو کې (3) راغلي دي چې: په نړۍ کې درې انسانانو ته د ابوالبشر (د انسانانو د پلار) لقت ورکړل شوی دی:

1: حضرت آدم ــ علیه السلام ــ ته؛ او دا خبره ډېره مشهوره او ټولو ته معلومه ده.

2: شيث بن آدم: امام ابن جرير الطبري ــ رحمه الله ــ په خپل کتاب ((تاریخ)) کې په دې اړه وايي چې: د آدم ــ علیه السلام ــ نسل او اولادونه له همدې یو زوی څخه تکثیر (زیات) او رامنځ ته شول، او د خلکو د نسبونو لړۍ په حقیقت کې د هغه د همدې زوی څخه پیل او رامنځ ته شوې ده؛ ځکه یوازې د آدم ــ علیه السلام ــ د همدې زوی اولاد ژوندي پاتې شوي دي؛ او د هغه د نورو زامنو څخه هېڅ اولادونه ژوندي نه دي پاتې شوي.

3: نوح ــ علیه السلام ــ : په دې اړه یاقوتُ الحموي په خپل کتاب البلدان کې لیکلي دي چې: کله نوح ــ علیه السلام ــ له کشتۍ څخه راښکته شو؛ نو یوازې او یوازې له هغه سره اتیا (80) تنه مؤمنان ول. حضرت نوح ــ علیه السلام ــ د دوی لپاره همدلته د هستوګنې ځایونه جوړ کړل…. بیا څه وخت وروسته یو مُهلکه مرض (وباء یا په اوسني عصر کې مشهوره بیماري لکه د کرونا په څېر یو مرض) راغی؛ او د هغه اکثره پیروان یې ووژل. یوازې څو تنه له دې مرض څخه خوندي او محفوظ پاتې شول. له همدې پیغمبر څخه اولادونه رامنځ ته شول او بیا نړۍ پرې آباده او په نړۍ کې خپاره شول؛ نو ځکه ورته د ابوالبشر یا د انسانانو د پلار لقب ورکړل شوی دی. په پيغمبرانو کې به هر پیغمبر د دعوت د سترې وظیفې او مسؤلیت تر څنګ، د ژوند او ازوقې (خوړو) د ګټلو لپاره کار هم کاوه، مثلا: حضرت داؤد ــ علیه السلام ــ اهنګر ؤ (البته په عربي ژبه کې آهنګر ته حَدّاد ویل کيږي) چې په خپل لاس د ګټلو پیسو څخه به یې خپل ځان ته پرې خواړه اخستل. دلته مهمه خبره داده چې: د کار کولو په نتیجه کې د هغه مقام راکم نشو، بلکې نور هم په خپل قوم کې د حضرت داؤد ــ علیه السلام ــ مقام لوړ او عزت یې زیات شو.

له همدې کبله مسلمان ځوان باید هېڅکله هم د وزګار پاتې کېدلو احساس ونه کړي؛ ځکه د خپلې کورنۍ او ټولنې د آبادولو ترڅنګ د ټول اسلامي امت آبادول او هغه ته د ترقي ورکولو مسؤلیت هم د ده په غاړه دی. مسلمان ځوان خو په ځمکه کې د الله تعالی خلیفه دی، چې خلکو ته به په نیکۍ باندې امر ؛ او له بدیو او ناوړه کارونو څخه به نور منع کوي، د خپل هېواد او د ټولې نړۍ د آبادولو لپاره به لوړ خیالونه په خپل ذهن کې پالي؛ او امېد به ساتي چې: یوه ورځ به خپلو دې مُتعالي (لوړو) خیالونو ته عملي جامه وراغوندي؛ او د ټول انسانیت د ښېرازتیا او سوکالۍ لپاره به پرله پسې هلې ځلې کوي.

ستاسو د سوکاله او ډاډمن ژوند په هیله

پای

________________
مهمې سرچینې:

(1):د المجتمع مجله (نړیواله عربي مجله) / ګڼه: 1965/ د 1432 ه ق کال د روژې د مبارکې میاشتې 13 نېټه/ چې د 2011 میلادي کال د اګست د میاشتې له 13 نېټې سره سمون خوري/ 64 مخ/.

(2): كتاب: (التفسیر النابلسي) __د سورة الجمعې مُطوّل تفسیر / 19 صفحه.

(3): د اسلام وېب. نټ (اسلامي او باوري وېب پاڼه)

https://www.islamweb.net/ar/fatwa/27985/%D8%A2%D8%A8%D8%A7%D8%A1-%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%B4%D8%B1-%D8%A7%D9%84%D8%AB%D9%84%D8%A7%D8%AB%D8%A9

Ta

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x