شعـــــرونه

تش کچکول یې ډک د استغنا له مرغلرو و/ کاروان

پيرمحمد کاروان

تش کچکول یې ډک د استغنا له مرغلرو و
یو ملنګ، پاچا د محبت په دوو خبرو و

هی هی د ملنګ خبرې هېچا اورېدلې نه
هر سړی چیچلی د غرور تورو بمبرو و

لوی بری یې و موند خو اخلاق یې د بري نه وو
تللی یې له لاسه په قمار د لنډغرو و

نفس چې و، چینجی تر پښو یې لاندې نه کړ مار شو مار
و یې بایله جنګ چې نه د تُورو نه د زغرو و

لاس کې دې ګل نه و، چې دې مات په یوه خرپ سره
سر د یوه لال سړي په تیږو په ډبرو و

کله و پردې دښټه باران د رحمت کله و
سور په وینو شین بوټی د تږو مساپرو و

بده ږلۍ راغله د نفاق او تری تم یې کړ
ګل ددې وطن را شین په لوړو په ژورو و

تاج و د هغوی چې په پېچومي یې اوبه خَتې
واک په دې وطن کې ته وا حق د زورورو و

نیمه پېړۍ مخکې نظامونه ولې بد ګڼو
تږی په کې څوک دومره د امن د سندرو و

زړه دې په کې ګډ و د اخلاص له خوږلني سره
ستا غزل کاروانه خوږ له شاتو له شکرو و

۱۳ سنبله ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx