افغانستان

اشرف غني د مسعود او رباني د تلین نمانځلو لپاره کمېسیون ګمارلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل):  د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پخواني جګړه مار  «احمد شاه مسعود» او د سولې عالي شورا د پخواني رییس «برهان الدین رباني» د تلین د نمانځلو لپاره له لوړ پوړو امنیتي او ملکي چارواکو ترکیب شوی لس کسیز کمېسیون ګمارلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې احمدشاه مسعود «شهید او ملي اتل» او برهان الدین رباني «د سولې شهید» یاد شوی او وړندې زیاته شوې «د دې حکم پر بنسټ د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند رئیس سید عنایت الله شاداب، د جمهوري ریاست د دیني چارو سلاکار مولوي عنایت الله بلیغ، د مسعود بنسټ رئیس احمد ولي مسعود، د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال، د مارشال محمد قسیم فهیم بنسټ رئیس ادیب فهیم، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نشراتي معین، د کابل امنیه قوماندان، د لوړپوړو مقاماتو د ساتنې او امنیت عمومي رئیس، د کابل د ملي امنیت رئیس او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس د یاد کمېسیون غړي دي.»

خبرپاڼه کې ددې تر څنګ کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست او کابل کې د ګډو ځواکونو قوماندانۍ ته امر شوی، چې د یادو مراسمو کلک امنیت ونیسي.

احمد شاه مسعود چې د شمال له مشهورو جنګي قوماندانانو څخه وو؛ پلویان يې هر کال د نوموړي د تلین په مناسبت په وسلو پوښلي کابل ښار ته راوځي، هوایي ډزې کوي او زیاتره وخت کابل ښاریانو ته مرګ ژوبله اړولې.

تر دې دمهم لا هم څرګنده نه ده، چې د مسعود پلویان به د پورته منظور شوي کمېسیون تر سترګو لاندې هم  خپلې پخوانۍ کړنې کوي او که به په سوله ییز ډول د مسعود تلین نمانځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

د چوکی او ډالرو لیونۍ غلام او جاسوس دی دوو غلامانو ، قاتلانو او جاسوسانو ته د تلین تر نام لاندی د تاسو له خوا خوار او کړیدلی ملت په قیمت دا شرمنده ډرامی جوړوۍ ، ملت د تاسو له خوا د جواری ډوډۍ توان نلری اما تاسی ملی خائینین خپلو مینځو کښی داسی خائين تلینونو جشنونه جوړۍ وۍ ، خدای مو برباد او تباه کړه !!!

اختر محمد

مسعود اوربانی دواړ ملی خاینان دی ملت بی چاره ډوډی نه لری او ددی خاینانو لپاره دغریب ملت نه مصارف کوی

Adam Khan

Masood’s assassination was planned and sponsored by the west and executed by Nasalih, Sayaf Iblees, and Abdulla. It was because Masood was pro Russian and was preparing the heart of Asia for another Russians invasion Rabbani was expecting to be the president of Afghanistan after the Taliban Immarat but the west gave this position to Kharzai. This made Rabbani angry and moved to support Taliban. Here Rabbani was considered a supporter of Taliban and the west an Kabul Admin killed Rabbani too. On the day of his killing, Kharzai was hiding in Germany to show that he was not part… نور لوستل »

عظیمی

دا د دی جلالت مآب شخصی نظر دی. چا ته د شهید چاته دملی اتل لقب چاته هم مډالونه په ځګر و وټومبی. ماخو تر اوسه د داسی یو چانوم وانوریدی چه ده دی ستایلی وی او هغه دی په رښتیا هم افغانخاوری ته خدمت کړی وی. دغه اتلانو او شهیدانو په خپل ژوند کی هم ملی دارایان لوټلی وی تر مرګ ورسته یی بیا نور غلامان او افغاندوښمنه اشخاص ملی دارایانی د خپل نامه دپاره پری دی تر وخت ایکسپایر(تروختتیر) شوو اشخاصو مصرفوی. مګر د صلح شهید هم ډیر پر چوکی مین وو چه په قولاب ته یی د… نور لوستل »

pattang

دا تاجک بازي مسخره توب د هر انساني قانون خلاف دي خو سوال دادی چې ددولت په سرکې انسانان دي او که چار پایه ! یوو غغله جګړه مار ته د ملي اتل لقب ورکول خیانت دی خو تاجکبازان ځانته تاریخ جوړوي او هغوی زوړ تاریخ او بینالمللي تعریفونه نه مني !

د ای سي ای مذدور ، د روس مخبر د هندوانو او ایرانیانو غلام ته اتل وېیل مسخره ګي ده زه په دې هم ویره لرم چې کوم وخت له پنجشیریزم ځخه یوه نوې فلسفي مکتب جوړ نشي !! د خرو کار د خندا وړ وي !!

مجاهد

کله جه تر امان الله خان دمخه د روسی او انګریزی استعمار په استعماری اندول کی د پام وړ بدلون رامنځته شو یعنی روسیه کی د کمونستی انقلاب په بریالیتوب روسی استعمار پیاوړی او د هند لویه وچه کی د خپلواکی خوخشتو د پیاوړتیا او پراخیدو له امله انګریزی استعمار مخ ځوړی او کمزوری کړو انګریزانو د هند به لویه وچه کی د انګریزی استعمار ته د پای ټکی کیښودلو د مخه د روسانو سره مخفی مفاهمو ته ورسیدل او هغه دا چه افغانستان به د دوی ترمنځ وویشل شی جنوب ( پشتونخوا ) به انګریزان او شمال پشتونخوا (… نور لوستل »

دوکتور غروال

داچی د ملت دوښمنان او خارجی غلامان په قتلونو صبر نه کیږی اوس غواړی چی د افغانستان ځلانده تاریخی استقلال لاس ته راوړل( د غازی امان الله خان په ابتکار او د ملت په ستره قربانی ) هم د پنجابی پاکستان د زیاتره رضایت لپاره تر پښو لاندی کړی ! که دی تاسی داسی خائينی ددرواغو ادعا واقعیت درلودای نو بیا ولی د غیرتی ملت جګړه د شیطان ظالم انګلیس په مقابل کښی شروع شوه ؟ اوس د ملی خائنينو جعلی تاریخدانان زیات شوی دی او غوښتل کیږی چی د هغه وخت شیطان انګلیس له خوا د ملی خائينو ملا… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx