نظــر

مولوي جلال الدین حقاني / نورمدین بلخېل

نورمدین بلخېل

ښاغلی مولوي جلال الدین حقاني د افغانستان د پکتیا ولایت د ځدرانو چې د پښتنو قبایېلو یو قوم دی، اوسیدونکی دی او د دې ولایت د وزې ولسوالۍ کې په ۱۹۴۴ م کال کې زیږیدلی دی، حقاني د پښتونستان په اکوړه خټک حقانیه مدرسه کې خپل لوړ دیني تحصیلات سر ته رسولي دي، حقاني صاحب د علومو په زده کړه او را سپړنه کې ډېر لایق او لاسبری و او له وړوکوالي یې د دیني علومو له زده کړې او تقوادارۍ سره مینه لرله ، په حقانیه مدرسه کې له یو کال تدریس وروسته افغانستان ته را غلی او داسې ویل کیږي چې د داودخان د جمهوریت په وختونو کې دلته د افغانستان په ځینو جنوبي سیمو کې د حکومت ضد خوځښتونو په مهال د اسلامي نهضت او د ځوانو مسلمانانو په ډلو کې د ګلبدین حکمتیار، مولوي نصرالله منصور او نورو اسلامپالو اشخاصو سره یو ځای و، ویل کیږي په هغه وخت کې دده په خلاف د حکومت پلټنه روانه وه، او غوښتل یې چې حقاني او ملګري یې له منځه یوسي.

وروسته بیا پاکستان ته ولاړ او هلته د خپلو نورو افغانانو سره یو ځای شو، د ثور اوومې انقلاب او د شورویانو د څلوېښتم لښکر داخلیدل حقاني ته دا موقع ورکړه، چې د هغه وخت د دولت او د شورویانو پر ضد حملې وکړې، چې وروسته یې د افغانستان په جنوب ختيځ کې د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې چې د حقاني پلارنۍ قبیله ځدران په کې مېشت دي، د ډېرو ولسوالیو او د دغو ولایتونو د مرکزونو په سقوط کې تر ټولو ستر لاس لره او د خوست د فاتح لقب هم ورکړل شو، د جلال الدین حقاني تر ټولو زیات کسان هم د همدغو دریو ولایتونو څخه وو؛ حقاني صاحب میانه قد، اوږده ږيره، په سر به یې لنګۍ، غنمرنګه څیره یې لرله، حقاني به تل د خپلو جنګیالیو سره د جنګ په میدان کې و، برګ پوځي جمپر به یې په تن، تل به تومانچه او تور مخابروي بسیم ور سره وو، دده د خولې خبره ده چې نږدې پنځوسوو جنګونو او جګړو کې یې قومنده لرلې ده او له پنځو وارو زیات ټپي شوی دی.

د جهاد په دوره کې جلال الدین حقاني د حقاني شبکې په فعالولو سره د حزب اسلامي خالص سره نږدې شو او د مهاجرت په دور کې یې د ټولو اکمالاتو مرکز د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه و، ښاغلي حقاني دلته دیني مدرسه، ځینې ښوونځي او یو د نظامي زده کړو مرکز فعال کړل، چې اکثره زده کوونکي یې دده پلویان وو.

جلال الدین حقاني د جهادي شخصیتونو په منځ کې یو متعهد شخص و، هغه ټولو اسلامي، جهادي او افغاني ارزښتونو ته په احترام قایل و، هغه غوښتل چې په هېواد کې یو اسلامي او ملي نظام قایم شي، ده ددغه ارمان لپاره ټول عمر مبارزه وکړه، خو ولې دغه هیله او ارزو یې د ژوند تر پایه پوره نه شوه، مګر حقاني د حقاني په نوم یوه جنګ کوونکې شبکه تر شا پرېښوده چې د طالبانو په منځ کې تر ټولو زیاته فعاله او په افغانستان کې د امریکایي قواوو او افغان دولت پر ضد تر ټولو سخت او پیچیده بریدونه یې تر سره کړل، امریکایان هم دې ته فکر کې وو او ویل یې، چې هغه ډله چې یو وخت کې د شورویانو په خلاف په افغانستان کې د امریکا په وسلو او امکاناتو سمبالیده او د دوی دوستان بلل کیدل، نن څنګه د غرب لپاره په تر ټولو سر سخته دښمنه شبکه بدله شوه؛ خو داسې فکر کیده چې، دا یو حقیقت و چې حقاني د نورو سره د خپلو خلګو د ګټو او ازادۍ ساتنې په خاطر تعاملات کول، نه د خپلو شخصي مفادو او ګټو په اساس.

مولوی جلال الدین حقاني یو زړه ور انسان و، چې د وخت د بدو او ناوړه شرایېطو په صورت کې د هر ډول مادي موقف په مقابل کې د خپل عزم او ارادې څخه وا نه وښت، جلال الدین حقاني په ۱۹۹۲ میلادي کې د مجاهدینو په موقت حکومت کې د عدلیې وزیر په توګه وټاکل شو، خو ولې حقاني دا موقف ونه مانه، ځکه ده فکر وکړ چې په اوسنیو شرایېطو کې چې په کابل کې د مجاهدینو د ځینو ډلو تر منځ د قدرت پر سر جنګ روان دی، هسې نه د همدغه وزارت د ساتنې په خاطر دی په دغه جنګ کې ښکېل شي او بیا به خپل خدای او خپل ولس ته هیڅ ځواب ونه لري، ده په همدغه دور کې په ټول توان هڅه وکړه چې د مجاهدینو د دغو ډلو تر منځ یو د سولې جوړجاړی را منځ ته کړي، مګر کومه نتیجه یې ور نه کړه.

د شورویانو په مقابل کې د جلال الدین حقاني مبارزه ډېره څرګنده وه، په هغه وخت کې چې کله حقاني د ګردېزـخوست لویه لاره چې د ځدرانو د درې څخه تیریده، د شورویانو او افغان حکومت پر مخ وتړله، دا هغه وخت و، چې احمدشاه مسعود د شمالـجنوب د سالنګ لویه لاره د شورویانو د اکمالاتو پر مخ خلاصه کړې وه او مسعود د همدغه څه په مقابل کې له شورویانو څخه پیسې او وسلې تر لاسه کولې، په جلال الدین حقاني پسې شورویانو هم ډېرې هڅې وکړې، چې تر څو یې په یوه طریقه ووژني، په افغانستان کې د شوروي د څلوېښتم لښکر قومندان باریس ګروموف په خپل “سرې لښکرې په افغانستان کې” نومي کتاب کې وایي چې دوی داسې کوښښ هم کړی و چې جلال الدین حقاني د خپلو جهادي او اسلامي ډلو سره په سوء تفاهم کې واچوي او د هغوی په واسطه یې له منځه یوسي، خو بریالي نه شول، په حقاني پسې شورویانو دا هڅه هم وکړه چې د احمدشاه مسعود په شان یوې معاملې ته یې کش کړي، خو حقاني هيڅکله دا ډول معاملې او د وطن پر سر سوداګانې ونه کړې، حقاني به فکر کاوه چې هغه معاملې چې د افغانستان د خلکو په ګټه نه دي، د هیچا په ګټه نه شي کيدلای، په دولس ګرامه ماغزه نومي کتاب کې شهرت ننګیال چې د ښاغلي حقاني سره د روسانو خلاف جهاد د وخت یو نږدې کس و، لیکلي چې حقاني صاحب ډاکټر نجیب الله ته د یوه لیک په ځواب کې لیکلي وو چې دی د خلق او پرچم سره په دې خاوره کې نور هیڅ ستونزه نه لري، خو که چېرته خلقیان او پرچمیان په تېر پېښمان او توبه ګار شي، دبد او کمونیستي افکارو تردید وکړي او همدارنګه د خپلو اعمالو په اړه له لوی خدای او خپل ولس څخه بښنه وغواړي، تر څو په راتلونکې کې بیا د دین او وطن خلاف ونه دریږي.

جلال الدین حقاني په۱۹۹۴ م کې د طالبانو سره یو ځای شو او د طالبانو د ستر مشر ملا محمد عمر مجاهد سره یې بیعت وکړ، جلال الدین حقاني د طالبانو لپاره ستره لاسته راوړنه وه، ځکه حقاني د جنګ او جګړې یو ډېر تجربه لرونکی شخص و، حقاني د طالبانو د جګړې د لیکو په پیاوړې کولو کې ستره ونډه لرله، کله چې طالبانو کابل ونیو، وروسته بیا شمال اتحاد او هزاره قوم ځینو ډلو کابل ګواښاوه، چې حقاني ډېر زر د دوی چاره ور وکړه او د هغوی ټول پرمختګ یې نیست او نابود کړ.

جلال الدین حقاني د طالبانو په نظام کې د سرحدونو او قبایېلو چارو وزیر و، کله چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو په حکومت د امریکا او متحدینو له خوا هوايي بریدونه پیل شول، حقاني د تهران راډیو سره په مرکه کې وویل، چې امریکا د اسلام او افغانستان دښمن دی او هيڅکله به د اسلام او افغانستان د دښمنانو سره روغه ونه کړي، ده ویلي وو چې په هغه توپک چې ده شورویان وویشتل، امریکایایي تیري کوونکي به هم وولي، ده افغانستان ته د امریکایانو او ظاهرشاه راتګ د شورویانو او ببرک کارمل د راتګ سره پرتله کړ او ظاهرشاه یې یو ستر خاین وباله.

جلال الدین حقاني د طالبانو د را پرځیدو په وخت کې کابل کې و، په کابل کې دده پر کور بمبار وشو، ګردېز ته پر لار پر دی څو ځله د امریکایانو د بمبارۍ سر مخ شو، په ګردېز کې د ده پر کور بمباري وشوه، مګر حقاني بچ شو، حقاني د ځدراڼو د درې له لارې ځان خوست ته ور سوه، خو امریکایي پټو کړیو تعقیب کړ، په خوست کې د ده پر کور امریکایانو بمباري وکړه، جلال الدین حقاني هغه وخت سخت ټپي شو، کله چې د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍپه ځني خېلو سیمه کې په هغه کور د امریکایانو له خوا بمباري وشوه، کوم چې حقاني په کې میلمه و او دلته د امریکایانو او د خلکو له سترګو څخه تری تم شو، چې تر اخره بیا چا په عامه ځایونو کې ونه لید.

داسې ویل کیږي چې جلال الدین حقاني د افغانستان او پاکستان تر منځ قبایلي سیمه کې چېرته اوسیده، ده خپل تیت پرک جنګیالي سره را غونډ او دوباره یې په افغانستان د امریکايي پوځ او افغان دولت پر ضد په جنګ لاس پورې کړ، وروسته د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مجاهد له خوا ورته د پکتیا، پکتیکا او خوست مسولیت وسپارل شو، خو ولې د حقاني شبکې فعالیتونه یوازې په همدغه دریو ولایتونو پورې محدود نه وو، ځکه داسې فکر کیږي، چې دده حملو افغانستان ته ټکان ورکړ، حقانیانو په افغانستان کې د امریکا ډېر حساس اهداف تر بریدونو لاندې ونېول او تر ډېره د امریکایانو شکایت هم له دوی څخه و، داسې هم څرګندیږي چې امریکایانو په دې ډېر کار کړی، چې حقاني له طالبانو جلا کړي او یا یې جلا وښيي، خو حقیقت دا دی چې حقاني او طالبان له اوله یو وو او تر ننه یو دي، ویل کیدل چې امریکا او ملګرو یې په تېر کې له حقاني شبکې غوښتي وو، چې له دوی سره د روغې جوړې معامله وکړي، خو د دغې شبکې مهمو کسانو امریکایانو ته ویلي وو، چې روغه جوړه کول او یا نه کول یوازې، د حقاني شبکې کار نه دی، بلکې دا په یو سیسټم پورې چې په هغه کې د حقاني په شمول ډېرې برخې شاملې دي او واحده مشري د طالبانو د رهبرۍ شورا او ستر مشر په لاس کې دي، ارتباط لري؛ ممکن داسې هم شوي وي چې امریکا د طالبانو د مشرانو او په خاص طور د کوېټې له شورا غړو غوښتي وي چې دوی د طالبانو سره روغه جوړه کوي، خو باید د حقاني شبکه له ځانه وشړي، کوم چې دغه غوښتنه به حتما د طالبانو د مشرانو له خوا رد شوي وي؛ فرضا که چېرته د حقاني شبکې د طالبانو څخه لار بېله کړې وای، نو په اوسنیو شرایېطو کې به دا د طالبانو لپاره د فلج په مانا وای، طالبانو جلال الدین حقاني او د هغه شبکه افغانستان لپاره ستره سرمایه ګڼله.
داسې هم ویل کیږی چې طالبان په دوو برخو کې د جنګ په میدان کې روان وو، چې یو یې کوېټه شورا چې تر ډېره یې غړي د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي او زیات یې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل او نورو ولایتونو واله دي او دویم د وزیرستان یا پېښور شورا چې په سر کې یې د حقاني شبکه ده، دي، پر حقاني شبکه د هدفي وژنو مسولیت ور اچول کیږي، خو حقانیان بیا د ځینو هدفي وژنو مسولیت نه اخلي،
په دې اخرو وختونو کې د جلال الدین حقاني د ناروغۍ او مرګ اوازې په رسنیو کې خپرې شوې، خو د ده مشر زوی ښاغلي مولوي سراج الدین حقاني د دغې شبکې مشري په غاړه واخیسته، ویل کیږی حقاني په دې څلوېښت کالنه جګړه کې ډېر د کورنۍ غړی چې له هغوی یې یو ورور، څلور زامن او ځینې نور د لاسه ورکړل او تر اوسه پورې لا په دې لاره کې ډېر زیانونه وړي.

داسې ویل کیږي چې جلال الدین حقاني د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتي ادارو سره چې د پاکستان اصلي واکداران بلل کیږي، ډېرې ټینګې اړیکې لري، کوم چې د حقاني مخالفین یې د انتقاد په ډول وايي، د امریکا متحده ایالاتو ځینې لوړپوړي چارواکي او افغان دولت حقاني شبکه د پاکستان د آی، اېس آی د لاس امسا ګڼي، خو ځینې خلک بیا جلال الدین حقاني ستر غازي، زوړور مجاهد او نورو ښو لقبونو سره یادوي.
د جلال الدین حقانی د وفات د اوازو وروسته حقاني شبکه فعاله پاتې شوه، د ملا محمد عمر مجاهد د مرګ وروسته سراج الدین حقاني د طالبانو د مشرتابه معاون په توګه وټاکل شو او تر ننه په همدغه موقف پاتې دی.

په اوس مهال کې انس حقاني چې مخکې د افغان دولت په زندان کې و، د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د مذاکراتي پلاوي غړی او مولوي محمدنبي عمري چې د طالبانو په مخکني حکومت کې د کابینې یو مهم کس و، اوس د طالبانو د مشرتابه شورا عضو او هم په قطر دفتر کې د د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړی او همدارنګه ځینې نور کسان… .د حقاني ډېر نږدې کسان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx