نظــر

د ابو ذر رضي الله عنه او دجلال الدين حقاني رحمه الله ژوند او وفات کې ورته والی

ليکوال : فضل الرحمن بغلاني

دجلال الدين حقاني رحمه الله د دوهم تلين په مناسبت مي ډېري ليکني وکتلي او د مرحوم په اړه مي ډېر معلومات حاصل کړل.

خو چي کله مي د الحاج مولوي جلال الدين حقاني رحمه الله د تدفين صحنې او د خليفه سراج الدين حقاني حفظه الله په ژړغوني آواز د جنازې لمونځ وليد نو نا څاپي مي د ابو ذر غفاري رضي الله عنه ژوند او بيا وفات را ياد شو او حيران شوم چي د ذهد،جهاد او د دنيا څخه د اعراض په باب کې جلال الدين حقاني رحمه الله څومره د نوموړي صحابي په څېر وو.

کله چي نبي عليه الصلوة والسلام په ښکاره د نبوت اعلان وکړ نو د غفار قبيلي څخه (چي د مکې څخه شام ته د تلو په لاره کي پراته وو) ابوذر رضي الله عنه خپل ورور مکې ته ددې مقصد لپاره وليږه چي د محمد صلی الله عليه و سلم په اړه معلومات وکړي چي آيا ريښتينی پيغمبر دی او که نه. کله يي چي ورور په مکه کې د هر څه ليدو وروسته بېرته ابوذر رضی الله عنه خوا ته راغی نو ورته يي و ويل چي ما خو محمد صلی الله عليه وسلم صادق، امين او د حق توصیه کونکی وموند.

نو ابوذر رضي الله عنه و ويل چي اوس زه پخپله ورزم او پوره معلومات کوم. چي کله يي يقين راغی او په نبي عليه الصلوة والسلام يي ايمان راوړ نو نبي عليه الصلوة والسلام ورته مشوره ورکړه چي اوس خپل کلي ته لاړ شه او چاته د ايمان اعلان نه کوه هڅي نه چې کافران درته تکليف ورسوي. نو ابوذر غفاري رضي الله عنه ورته و ويل چي زه حق دين نه پټوم او په بيت الله کي يي ښکاره د‌ اسلام اعلان وکړ.

د مکې کافران راغلل او مبارک صحابي ډېر وواهه او قريبه وه چي په شهادت يي ورسوي خو دده دقبيلې څخه و ډار شول چي هڅي نه د شام په لار کي مو را ونيسي او انتقام را څخه واخلي.

په دوهمه ورځ بيا ابوذر غفاري رضي الله عنه اعلان وکړ او کفارو د اسلام ښکاره اعلان نشو زغملای نو مبارک صحابي يي بيا ووهه. دا سلسله د وهلو او د سختو مشکلاتو روانه وه چي الله تعالی اسلام ته ډېر طاقت ورکړ او د مسلمانانو تعداد دې حد ته ورسيده چي د خپل ځان دفاع وکړي او د کافرانو په زړونو کي رعب واچوي. د نبي عليه الصلوة والسلام سره ابوذر غفاري رضي الله عنه په ډېرو غزاګانو کې ګډون وکړ او د محمد صلی الله عليه وسلم له وفات څخه وروسته هم ابوذر رضی الله عنه په ډېرو جنګونو او فتوحاتو کې شرکت وکړ.

خو چي کله د‌مسلمانانو سره د دنيا سرمايي زياتي شوي نو ابوذر رضي الله عنه به د نورو صحابوو سره جنجال کاوه چې تاسو د دنيا مالونو په ګټلو کي مصروف ياست او په کار ده چي هر څه د الله لپاره صدقه کړئ نو بالاخر مبارک صحابي په يوه دښته کې د خپلي ميرمني سره زندګي تېرول غوره خبره و ګڼله. چي کله د‌ ابوذر غفاري رضي الله عنه د وفات وخت را نيږدې شو نو ميرمني يي ورته په ژړا و ويل چي مونږ خو ستا د کفن او د دفن وس او طاقت نه لرو ، او د جنازې لمونځ د کولو هم څوک نشته. نو ابوذر رضي الله عنه چي دا خبره واوريده نو الله اکبر يي و ويل او دا خبره يي وکړه چي الله او رسول هميشه رشتيا وايي( نبي عليه الصلوة والسلام مخکي دې مبارک صحابي ته دا پيشنګويي کړي وه) نو ابوذر غفاري رضي الله عنه ورته و ويل چي ژاړه مه! چي کله زه وفات شم نو زما جسد به په لاره کي کېږدي بيا به يو څو ځوانان راځي او هغه به زما کفن دفن او د جنازې لمونځ کوي. نو د مبارک صحابي د وفات نه وروسته يي ميرمن همداسې وکړل، لنډ وخت وروسته يوه وړوکي قافله پدې لاره تېرېده چي حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه‌ هم پکې وو، نو څه‌ ګوري چي يو مړی په لاره کي پروت دی او يوه سپين سري ورته ناسته ده، نو عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه او ملګري يي ورغلل او پوښتنه يي وکړه چي دا څوک دی. نو ميرمن يي ورته و ويل چي دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابي ابوذر رضی الله عنه دی. نو پدې خبري اوريدو سره ټولو صحابه کرامو انا لله وانا اليه راجعون و ويل او ډېر يي وژړل.

عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه و ويل چي ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اوريدلي چي په ابوذر دي الله رحم وکړي ،دا به په ژوند کي هم تنها وي او مرګ به يي هم په تنهايي کي وي او د دوباره ژوندي کيدو په وخت به هم تنها وي . بيا عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د يو څو ځوانانو په ګډون سره ددې مبارک صحابي کفن دفن او په ژړغوني آواز د‌جنازې لمونځ وکړ.

جلال الدين حقاني رحمه الله ته هم کافرانو د حق ويلو او دالله په‌ لار کي‌ دجهاد کولو له امله ډېر دردونه ورسول هغه که په غرونو کي ژوند کول وي او که زخمي کيدل وي او که د ځامنو په شهادت او بند رسيدل وي.
جلال الدين حقاني رحمه الله هم جهادونه وکړل او دکافرانو لخوا د دنيا د مال او حکومت ورکولو کوشش هم وشو چي تر څو حق او جهاد پريږدي.

خو مرحوم‌ خپل جهاد ته دوام ورکړ او د قربانيو او فدا کاريو باب ته يي دخپل نوم ستر عنوان ورکړ.

جلال الدين حقاني رحمه الله هم په تنهايي کې وفات شو او يو څو ځوانانو يي په ژړغوني آواز د جنازې لمونځ او د تدفين مراسم ترسره کړل. د جلال الدين حقاني رحمه الله ژوند او وفات ټولو مسلمانانو ته د‌عبرت،زهد او د شهامت روښانه چراغ دی چي هر څوک ورپسې روان شي نو منزل مقصود ته به رسيږي ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د ابوذر د نوم لیده سترګی روښانه کوی او د نوم اورېده ئې غوږونه صافوی.
ابوذر نو ابوذر ؤ. تر انبیاوو علیهم السلام او اهل بیت او سلمان وروسته د نړۍ د مخ تر ټولو پاک مؤمن شخص ؤ.
ابوذر نورو پاکانو غوندی یو محسود ( خو خشنود ) انسان ؤ چی اخروی لوړ درجات به ئې د حسودانو سترګی بدی ور ړندې کاندی.
ابوذر د فساد د دستګاه لخوا تبعید سو خو د مَلَکی مرصاد لخوا ښه راغلی ور ته وویل سو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx