نظــر

حقاني د حقانیت تثبیت او د حق بله ډېوه و!

عزام حقاني

یادونه: په دې مطلب کې د حقاني صیب د شخصیت اړوند څو خبرې لیکل شوې دي چې څومره زه پوهېدم، د کارنامو، اتلولیو او معرکو یادونه یې تاریخ ته پرېږدم.

د اتحاد جماهیر شوروي د یرغل په خلاف له افغان مبارزو مشهورو قومندانانو له ډلې یو مشهور، مخلص او حق ته تسلیم قومندان و.

د تقوی، دیانت، اخلاص، عمل، ایثار اوسرښندنې، علم، فقاهت او درایت ټولو غوره صفاتو تجمع و.

له خیانت، ټګي، چل او دوکې، دوه مخي او درواغو مادیات پرستۍ لیري او پاک شخصیت و.

د جهادي، سیاسي او علمي میدان فاتح او د ثبات څلی و.

حقاني پر حق فدا، د حق مدافع، د حق د حاکمیت لپاره مبارز او د خالد پر پل تلونکی مجاهد و.

د تنظیمي جنګونو پر مهال د جګړه مارانو تر منځ د روغې جوړې لپاره هلې ځلې کوونکی یوازنی جهادي قومندان و.

الحاج مرحوم جلال الدین حقاني رحمه الله د افغانانو په منځ کې په قهرمان، مخلص، د دوو جهادونو پهذسالار او د څلورو شهید شویو ځوانانو په پلار یادیږي.

د سیاست د ډګر مخکښ لوبغاړی و چې دوست او دښمن دواړه په دې معترف دي.

د حقیقي تصوف او عرفان په ګېڼه سمبال صوفي و.

د تقوا او دیانت دنګ منار و.

د علم باب او د عمل بېلګه و.

د صبر او ثبات محکم غر و.

په جهادي رهبرانو کې د جهاد اهدافو ته یوازنی شخص و چې ژمن و او د ژوند تر وروستۍ ساه پر خپله وعده ثابت او محکم پاته شو.

د حق د حاکمیت او تثبیت لپاره یې په شمار څلور بچیان، د کورنۍ زیات شمیر غړي او ځان قربان کړل.

دی او د ده کورنۍ د جهاد او مبارزې بلې ډېوې او څراغونه وو، د روسي او امریکایي یرغلونو په مقابل کې دا ډیوه مړه نه بلکې لا پسې تازه او بله پاته شوه.

د سیاست د میدان کامیاب او سوچه لوبغاړی و، خبره یې یوه اودریځ یې واضح و.

د معاصرو سیاستوالو په څیر نه و چې د خولې او زړه خبرې یې سره بېلې وي.

او نه یې هم په معاصره دنیا کې راﺉیج سیاست د انسانانو د چارو تنظیموونکی ګاڼه.

دوست او دښمن دواړو یې په عقلانیت، تدبر، شجاعت، سپین ګویي او پوهې اعتراف کاوه.

حقاني لکه څنګه چې یې لقب او تخلص حقاني و همداسې یې ژوند هم په حقه لار کې د اقدس ذات د رضاء، اسلامي نظام د حاکمیت او کفري اشغال څخه د ګران هېواد د آزادۍ لپاره په حقیقي توګه تیر او قربان کړ.

د اسلام لپاره په ریښتیني معنی جلال او هیبت و.

اسلام، جهاد او دې ملت ته د وفادارۍ او صداقت اندازه یې له دې ځایه معلومه وه چې خپل څلور ځوانان زامن یې د خپلې داعیې او هدف لپاره قربان کړل.

په ننۍ اسلامي دنیا کې د مبارزې او مجاهدې سمبول و.

د حق او باطل په پېژندنه او تفکیک کې افغان ملت ته یو معیار او نه تیروتونکی انسان و، د ژوند تر پایه د حق مل، مدافع، د باطل په وړاندې مقابله کوونکی او دښمن پاته شو.

د کمونیزم او الحاد په خلاف یې هغه وخت د علماؤ د بیدارولو چیغه اوچته کړه چې عام وخاص ټولو ته دا مفکوره نا اشنا ښکارېدله.

حقاني رحمه الله د ژوند په ټولو سختو ازمایښتونو کې بریالی او کامیاب شو او د هیڅ امتحان مقابل کې پاته رانغلی که څه هم دښمنانو یې د تیرایستلو هڅې هر وخت کولې.

د ده ژوند د نورو لپاره د عبرتونو او درسونو یوه الګو ده.

حقاني ولاړی خو تر شا یې داسې یادونه او ویاړونه پرېښودل چې د دنیا تر پایه به یې ولسونه یادوي.

د حقاني رحمه الله ژوند، د جهاد په لار کې ستړیاوې، قربانۍ او د بچیانو یو په بل پسې شهید کېدل د غبطې وړ دي.

افغان ملت ته یې د چل او دوکې پر ځای د صداقت او ریښتونولۍ تعلیم ورکړ.

د بې ننګۍ او دښمن ته د تسلیمۍ پر ځای یې د ننګ او ایثار درس ورکړ.

روح دې ښاد وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx