افغانستان

د بنګله دیش په یو جومات کې اورلګېدنې ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د بنګله دیش په یو جومات کې د اورلګېدنې له امله ۳۷ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د بنګله دیشي رسنیو د راپور له مخې د جمعې په شپه پلازمینې ډاکې ته څېرمه د ناراین ګنج سیمې د «بیت الصلاح» جامع جومات د ګازو په د ساتلو په خونه کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.

په خبر کې ویل شوي، د وژل شوو کسانو په منځ کې یو اووه کلن ماشوم ژوندی دی.

د ناراین ګنج سیمې د پولیسو مشر له دغه جومات څخه د لیدنې په وخت کې ژمنه کړې چې په دې اړه به تحقیقات کوي او په پېښه کې ناغیړه کوونکو کسانو ته به سزا ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x