
حکومت ته مطلوب «کرام الدین کریم» پنجشیر کې غونډه رابللې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د فوټبال فدراسیون پخوانی رییس «کرام الدین کریم» چې څو ورځې وړاندې يې حکومت د نیولو لپاره ځمکني او هوایي عملیات ترسره کړل؛ په پنجشیر کې غونډه رابللې.
کریم چې د فوټبال فدراسیون د ښځينه لوبغاړو په جنسي ځورنه تورن دي، کابو یو کال کېږي، چې دوسیه یې قضایي ارګانونو ته تللي، تر عدلي تعقیب لاندې دی او د فوټبال د نړیوال فدراسیون له لوري د ورزشي فعالیتونو بندیز هم ورباندې لګېدلی.
څو ورځې وړاندې حکومت د نوموړي د نیولو په موخه پنجشیر کې ځمکني او هوايي عملیات ترسره کړل؛ خو دولتي ځانګړي ځواکونه د پنجشیر خلګو لومړی محاصر او بیا یې له ځایي چارواکو سره په همغږۍ راوشړل.
کریم په پنجشیر کې جوړې کړې غونډه کې د ځان سپیناوی کړی او حکومت یې تورن کړی، چې دده له دوسیې سره سیاسي چلند کوي.
د کریم په خبره «محکمې ته حاضر وم او له دې وروسته به هم حاضر یم؛ خو که حکومت اقلاً قانون په نظر کې ونیسي، که زه مجرم یم خپلو خلګو ته صلاحیت ورکوم، هر ډول سزاء چې راباندې پلې کوي؛ ورته حاضر یم.»
هغه څه چې تر دې غونډې وروسته یې پوښتنې راولاړې کړې؛ د مرکزي او محلي حکومتونو تر منځ نه همغږي او د کریم الدین په وړاندې د ځايي حکومت نه اقدام دی.
ویل کېږي، چې د حکومت دننه لوړپوړي چارواکي له نوموړي ملاتړ کوي او له همدې امله یې ځواکونه په نیولو نه دي توانېدلي.
څه موده وړاندې حکومت مشر «اشرف غني» هم د پنجشیر پر خلګو او عبدالله عبدالله غږ کړی وو، چې کریم له پنجشیر وباسي، تر څو «عدالت» ورباندې پلې شي.
دا خبره چه کرام الدین د سپورتی لوبغاړو نجونو سره په زور زنا یا جنسی تیری کړی، دفاع نه کوم. [ پیشو ته کلمی په غاړه کړه بیا ورته وایه دا مه خوره ] هر جنس نر او ښځی لری د دوی د جنس د زیاتوالی د پاره یی د هغوی د نر او ښځو ( په ځانګړی ډول شځینه وو ته ځانګړی رنګ بوی او خوند ورکړی چه نارینه ورسره یوځای والی وکړی انسانی ټولنه کی یی هم ښځو ته ځانګړی ښکلا، بوی، ځانګړی پوست او ځانګړی ګفتار او کردار ورکړی چه نارینه ورسره جنسی یووالی ولری. مګر د… نور لوستل »