افغانستانسولې اړوند خبرونه

ارګ: د نظام د بڼې په اړه له طالبانو سره بحث کېدای نشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت د مصالحې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وویل، چې له طالبانو سره  د اساسي قانون په تعدیل بحث کېدلای شي؛ ارګ وایي، د اساسي قانون لومړني دوه فصلونه د نظام د څرنګوالي او د خلګو د حقوقو په اړه دي، چې بحث ورباندې کېدای نشي.

د ارګ مرستیال ویاند «دوا خان مینه پال» رسنیو ته ویلي « د افغانستان د اساسي قانون لومړني دوه فصلونه چې د نظام بڼې او د اتباعو حقوق دي د تعدیل وړ نه دي.»

د ازادي راډيو د راپور له مخې، د افغانستان د اساسي قانون دوه لومړنيو فصلونو کې د دولت په جوړښت او د اتباعو پر حقونو بحث شوی دی.

د افغانستان دولت اسلامي جمهوري بلل شوی، دین یې اسلام او د نورو ادیانو پیروانو ته د قانون ا احکامو په حدودو کې ازادي ورکړل شوې او دغه راز ملي حاکمیت هم د ملت واک بلل شوی.

د اتباعو د حقونو په برخه کې د نورو حقونو ترڅنګ د سړو او ښځو د یو شان حقونو، د بیان ازادي، د کار حقونه، د ماشومانو حقونه او د زده کړو حقونه شامل دي.

د حکومت له لوري د نظام په جمهوري بڼه باندې ټینګار داسې مهال دی، چې طالبان وایي، اسلامي نظام غواړي؛ خو د بڼې په اړه یې په بین الافغاني مذاکراتو کې بحث ته تیار دي او هر هغه نظام منلو ته چمتو دي، چې د یادو مذاکراتو په پایله کې جوړېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د افغانستاتن مجاهد ولس د کابل ناوړه، فاسده او غلامه اداری لوړپوړی چارواکی له افغانیت ، اسلامیت او حتی انسانیت بی برخی کړی ، ځکه چه کرزی او غنی د شاه شجاع او کرمل په شان د یو څو ډالرو او مقامو د پاره خپل خلک، خپله خاوره ، خپلواکی، ناموس ، ملی او اسلامی فرهنګ او مقدسات په نړیوال کفر وپلورلو او د هغوی په ټانکو سباره د فاحشو په شان هیواد ته راوستل شول په میلونو بی ګناه او بیدفاع خلک یی هم خپله او هم د اشغلګرو په لاس په شهادت ورسول ، خلک یی د فقراو… نور لوستل »

طوطی

هغه څه چی د غنی او لنډه غرو قدرت تر سوال لاندی راولی څنګه پر هغه موضوع بحث وشی؟ بیا خو دا قانونی او د خلکو انتخابی حکومت هم دی. مهمه دا چی دا حکومت دومره قوی دی چی د دوه لنډه غرو له نیولو څخه هم عاجز دی. تا ښځه پدی دی حکومت غی چی په رڼا ورځ خلک پکی ترور کیږی، د غلو او لنډغرو حکومت باید په یوه قوی، غشتلی او با صلاحیته حکومت تبدیل شی دا د خلکو او د ټولو افغانانو غوښتنه ده. طالبان دی دا د حکومت تبدیلی نړیوالی ټولنی وړاندی کړی تر څو… نور لوستل »

عبدالواحد

له اوسه څرګنده ده چه بیله جهاده خبری بی نتجی دی حکومت کمونسټ پردۍ فکره طالبان افغان فکره وطن فرسته مسلمانان عین دشام دبشارالئسد شرایط غربیان راوستل غواړی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx