افغانستانسولې اړوند خبرونه

مذاکراتي ټیم کې تغیرات: «شیخ  عبدالحکیم» د طالبانو د مذاکراتي ټيم رییس ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې تمه ده د افغانانو خپلمنځي خبرې په څو ورځو کې دننه پیل شي؛ د طالبانو مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» په مذاکراتي ټیم کې تغیرات راوستلي.

د طالبانو ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې «‏د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم په اساس د اسلامي امارت» ټاکل شوی مذاکراتي ټيم به ۲۱ تنه غړي لري، چې مشري به یې د «شیخ مولوي عبدالحکیم» په غاړه وي او له امریکایي لوري سره  د مذاکراتي ټیم مشر «شیرعباس ستانکزی» به د بین الافغاني مذاکراتي ټیم مرستیال وي.

د طالبانو مشر ددې تر څنګ د سیاسي دفتر پخوانی ویاند «محمد نعیم وردګ» د «سهیل شاهین» په ځای د قطر سیاسي دفتر ویاند ټاکلی.

شیخ مولوي عبدالحکیم د طالبانو د رهبري شورا غړی او قاضی القضات دی، چې له جیدو دیني علماوو څخه شمېرل کېږي او د طالبانو دننه پراخ نفوذ لري.

تر دې وړاندې له امریکایي لوري سره د مذاکراتو مشري د «شیرعباس ستانکزي» په غاړه وه؛ خو اوس د طالبانو د مشر له لوري د مذاکراتي ټیم مرستیال ټاکل شوی.

نعیم وردګ هم د طالبانو د سیاسي دفتر له لومړنیو غړو څخه دی، چې په عربي ژبه کې دکتورا لري او تر دې وړاندې هم یو ځل د یاد دفتر ویاند پاتې شوی.

د طالبانو په مذاکراتي ټیم تغیرات داسې مهال دي، چې تمه ده په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره مخامخ خبرې پيل کړي.

که څه هم تر دې دمه طالبانو د خپل مذاکراتي ټیم د ټولو غړو نوملړ نشر ته نه دی سپارلی؛ خو ویل کېږي، د طالبانو د مشر له لوري یو قوي مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو مخته وړلو ته ګمارل شوی، چې دیارلس تنه یې د رهبري شورا غړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

الله تعالی مو بریالی لره ، نه یوازی د افغانستان بلکی د ټولی نړی د مسلمانو سترګی تاسو ته دی او د بری دعاوی درته کوی ، ستاسو امرونو ته تل لبیک دی .

پوپل

آمین

طوطی

هیله مند یو چی د مذکراتو پیل سره یوځای د اوربند اعلان وشی او دواړه طرفه یو بل سره لکه د دوه ورڼو په صفت کینی او د سولی لپاره یو سالمه طرحه منځ ته راوړی. سر ټیټی خو دواړه پاکستان ته دی پدی کی خو هیڅ شک او تردید نشته هم غنی او هم طالب، ملت ته دواړه غلامان ښکاری خو بهتره داده چی دا بد صفت له ځانو لری کړی تر څو د ملت پشتوانه له ځانه سره لاس ته راوړی. الله دی دا خبری بریالی کړی.

الحاج استاذ بیانزی

د اسلامی امارت مشرانو او کشرانو د صدر اسلام د صحابه کرامو تاریخ ژوندی کړو ، مشر ملا صاحب یو محجزوی غریب او نا پیژندل شوی رهبر وو د حضرت محمد ص په شان پلاار او مور یی مړه شوی وو د تره سره یتیم لوی شو او تره یی هم دینی عالم او نیک سړی وو د خپل وراره ښه روزنه یی وکړه او جهاد ته یی هم وهڅاوو د روسانو په ضد یی د طالبانو یوه ډله لرله او دی د هغه ډلی مشر وو ، د روسی استعمار له ماتی او تایښتی وروسته یی وسله په زمکه… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx