شعـــــرونه

د فتحې زرین باب / عرفان الله عرفاني

وطنه معمارۍ ته دې راځي د کار سړي
د تن په وینو تا ابادوي د کار سړي

د غرۀ تږي نرګس ته به اوبه لپو کې راوړي
سپېرې دښتې به بیا سمسوروي د کار سړي

د سوبې تر کلا فاتح کاروان را رسېدلی
د فتحې زرین باب به خلاصوي د کار سړي

د أرګ لۀ بام به ښکته هم جنډه د غلامۍ کړي
سپین توغ د ازادۍ به رپوي د کار سړي

تړلی به نفرت د خوږې مینې په زنځیر وي
ولس به ښۀ په مینه نازوي د کار سړي

زرک به د سپېدو په تورو شپو باندې ورشیندي
ډیوې به په پانوس کې بلوي د کار سړي

پوهېږي پر نظام هم په سیاست او علمیت
د خدای شرعي نظام نافذوي د کار سړي

دې ستر کار ته بېشکه چې د کار سړي پکار دي
خوښېږې مې لۀ زړۀ نۀ (عرفاني) د کار سړي

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx