نظــر

د سولې اوجګړې مخامخ تجربه

شهرت ننګیال

د مرحوم حقاني شخصیت یوازې په جګړو کې نشي راټولېدلی، ظاهر ته په کتو چې څومره له جګړو سره پېیلی ښکاري، دومره بلکې له دې زیات يې له سولې جرګو، مرکو سره تړاو پوخ او مزبوت راوتلی.

مایی د شخصیت ځلا او رښتینې پېژنـتابه په جرګو مرکو او سولې ته په ژمنتیا کې موندلې او لیدلې ده.

دا خبره ځکه کوم چې ما خدای بښلی د جهاد په سنګر، د جرګې پر ټغر او د سیاست د میز شا ته نه دا چې لیدلی، بلکې ارزولی اونقد کړی دی.

دا نه شي کېدای چې د یو چا له ټولو افکارو او پالیسیو سره دې کلي یا بشپړ توافق شتون ولري.

دا هم نشي کېدای چې یو څوک که څه هم د لوړې کچې لیډر واوسي د نظرياتو له اختلاف ځان لیرې ساتلی وى، د حقاني مرحوم شخصیت له دی کلیې څخه مستـثنی نه دی.

مرحوم حقاني د افکارو نظریاتو اختلاف ته د دښمنۍ حتا مخالفت په سترګه نه کتل بلکې له فکرې او نظریاتي اختلاف سره د ملګرتیا او اشنایۍ ساتلو په چل او هنر پوهېد.

د حقاني صاحب په خبره اسلام کې اصل سوله ده، جنګ نه دی.

د ده دغه خبره د تـنظیمي جګړو پرمهال ما لوی سرلیک ګرځولی و، همدغه اصل ته په ژمنـتـیا د تنظیمې شخړو پرمهال د سولې او جرګې له دریځ بله خوا نشو، وزارت، مقام او چوکۍ یې پر سوله او جرګه مارچه نکړ.

د حقاني صاحب د افکارو او شخصیت اړخونه او ابعاد چا نه دی احاطه کړي، څوک یې نشې احاطه کولی، ما ته هم په دې اړه ځان بې سېکه ښکاري.

زما په چاپـېریال کې یوازې په ظاهر او پوست قضاوت دود ګرځېدلی مغز ته په پام اړولو چا ځان اړ نه دی بللی.

د هیچا په اړه زما د چاپېریال قضاوت دومره سطحي او له حقیقت لیرې نه دی لکه د مرحوم حقاني په اړه چې نن سبا موډ او فیشن ګرځېدلی.

له ما سره د مرحوم د خاطرو او یادونو یو تومار دی، په نورو ټکو زما د ژوند او کار ښې خاطرې له ده سره دي، خو دمګړی د خپلې سینې کولپ نشم بـېرته کولی چې کیلی رانه بـېدرکه ده.

****

د مني وروستی ورځې وې د سټوکنډو ساړه لکه د جګړې چیچلی او ترینګلی و، لوړ مازیګر به چې د توپونو، توعندیو خولې نوکی تړلې وې، ځپونکې سیلۍ به خپله ځانګړې، ډاروونکې انګولا را اخیستې وه، کله به د سیلی څپړې دومره کلکې پرمخ لګېدلې لکه سکډ توعندی دې تر خوا ځغلېدلی وي.

دلته به ما د پکول شاتـنی برخه پر غوږو راکش او ځان په پټو کې ونغښت.

ډېری به له زما له دغه اکټ یا تمثیل دمخه حقاني صاحب راته کړه تاسې ولویږي…

دغه لڼډه جمله هغه وخت موږ ته د ژوند تر ټولو ستر نعمت او لورېینه ښکاریده، داسې لکه په کرختو تنو کې مو له سره توده وینه ځغلیدلې وي.

حقاني صاحب ته ګورم په درېيم ځل یی له یخنی څېرې پوست اچولی.

پر رپورټنګ سربیره دکورنیو بهرنیو خبریالانو تر لومړیو لیکو رسول اوله حقاني صاحب سره یی دمرکو تنظیول هم زموږ پرغاړه و، ځکه خو دقوماندې له عمومي مرکز چې دسوق اوادارې هغه یی باله لیرې په اسمانی غونډ کې زموږ کوټه په یوڅه توپیر لکه دپیښور دفتر داسې وه.

له همدې ځایه مو پالنه هم فوق العاده بڼه لرله، له مناسبو خوړو تر تازه میوې اوشیدو دچاخبره په منیو کې شاملې وې.

له سبناري وروسته که به څوک ژورنالست و که نه منزل مو دسوق او ادارې عمومي مرکز و.

له دغو ورځو پر يوه چې لمر هم خپله لورېنه نندارې ته ایښې وه ما ځان ډډې کړ او لکه دکلي پېتاو د کمر څنګ ته تکیه شوم.

زړه مې و کری ورځ لمر ته لټ پرلټ اوښتی او په دغه وچه کراړه ډبرینه ځمکه دلمر په وړانګو کې لمبیدلی وای.

په زړه کې را ګرځي له جګړې پرته ژوند څومره ښګلی او رنګین دی.

پرموږ د دفتر په پستو چوکیو اومیزونو شا ته هم دجنګ سوچ حاوي او دجګړې چاپیریال مسلط و، دجنګ په خبرونو، کیسو مو قلم اړ لید، دمړیو، ټپیانو، شهیدانوشمیر راتر غاړې و.

دحقاني صاحب غږ اورم چې زما ډریور ته وایی جار شم ننګیال صاحب ته ووایه چې ما مې موټر چاسره لېږلی، اجازه ترې را واخله چې دلته لنډ چیرته ځو.

موټرپه حقیقت کې دحقاني صاحب و، ده راته رانیولی و، زما خبرتیا او اجازې ته څه اړتیا وه؟

خو مرحوم خپل ملګري او مجاهدین دومره درانه تلل چې په دغسې خبرتیا او اجازې ځان ورته اړ ښکارېد.

ډریور نورعلیشا خبره بشپړه کړې نه وه چې ماورته کړه خود ورسره ولاړ شه …

نور علیشا څو ګامه نه وتللی ور غږ مې کړ.

څرنګه چې په هغو شپو ورځو کې موټر زموږ کور دفتر او کوټه وه، نو مجاز او غیر مجاز توکي موټر کې راسره ګرځول، ځکه خو مې نورعلیشا ته کړه پام دې وي چې موټر ته نژدې شوی، له حاجي صاحب لږ وړاندې شه چې هغه سرخوړلی کسټې یوې خواته کړې.

په بیرته راګرځیدو نورعلیشا راته کړه کله چې ګاډې ته نژدې شوو زما په ګړندي وړاندې کیدو حاجي صاحب تر هغې ولاړ اوګاډي ته راونه خوت چې زه بیرته نه وم ورکوزشوی.

****

مرحوم د کشرانو لکه د مشرانو درناوی او خاطر ساتلو، ډاکترنصرت الله طب پوهنځى په څلورم کال پریښی اوحالاتو ترې دجګړې ماهر قوماندان جوړ کړی و، په جهاد کې يې یوه پښه پرې شوې وه، یوه ورځ چې د بمباریو قیامت راټیټ و، حقاني صاحب مجاهدینو ته د غیر ضروري نقل وحرکت د محدودولو پـیغام ورکړی و خو پر همدغه ورځ د ډاکتر نصرت الله لخوا د مخابرې پرلیکه حقاني صاحب ته احوال ورکړای شو چې ډاکتر د سوق او ادارې په لور حرکت کړی.

حقاني صاحب ورته وویل چې ډاکتر ته تکلیف دی بره دې نه راخیژي، زه ورکوزېږم.

ډاکتر نصرت که هر څوټینګار وکړ چې ده ته هیڅ ستونـزه او تکلیف نشته، ان چې له مجاهدینو سره مڼډه وهلی شي خو حقاني ورسره ونه منله.

د سټو پر غره له ختلو کوزېدل سخت دی خو حقاني صاحب په هغو خطرناکو شیبو کې د ده مخې ته ورغی.

****

د سوق او ادارې عمومي مرکز کې یی ډوډی پر تیغنه [تبی] پخوله چې لکه ربړ داسې وه، خوغونډ کې د تـنور هغه وه، ما خو يې ایله د ورځې یوځل غرمه کې د خوړلو حوصله لرلی شوای خو حقاني صاحب میاشتې له دغه ډوډۍ سره بې له کوم شکایته تیرې وې.

یو مازیګر یی په مخه ښه کې راته ویل سبا چې راتلې که دې یوڅو ډوډی درسره را واخیستې؟

دا دتیغنې پخکړې داسې دي لکه ربړ دې چې خولې ته کړی وي

ما د غونډ د لوژستیک مسوول شریف ته دغه خبره یاده کړه، هغه وه چې غرمې ته یی توده دتنور ډوډی راورسوله.

حقاني صاحب راته کړه دخدای بنده ماخو په راز کې درته یاده کړې وه، دوی خو اوس له دې غټه کیسه جوړوې.

دې ته به یی یوګاډی او مجاهد له بل ضرورې کاره ایستلي وي…..

حقاني صاحب زما دوالد فاتحې ته کلي ته راغلی و، اویا اتیا کسه ورسره وو، ویل وختي را روان شوي وو خو پرلاره د ماین پاکۍ موسسې موټر تم کړي ووـ که څه هم اجازه یې راکوله خو دا ښه نه راته ښکارېده چې عام خلک دې ايسار وي او موږ ترې راوتلي وو.

حاجي علي جان په څنګ راته کړه موږ ته یې اجازه راکوله خو اشنا دې نه منله له موټر په کوزېدو یې په نفلو شروع وکړه.

د کلي ژوند له اسانـتیاوو بې برخې و، ځکه خو اودسونه ښایې پر ویاله شوي وای، خو دا وخت ویالې وچې وې، حقاني صاحب ته مو د اوبو کوزه کېښوده اونور لاندې د سیند غاړې ته شول.

حقاني صاحب چهار اندام اوداسه ته پر پوړی تکیه شو.

نورولي داوداسه اوبه وراچولې، د پښومینځلو کې یې کوزه ترې واخیسته، نورولي که هرڅه وکړل کوزه یې ورنکړه، یو بل ژڼی ور وړاندې شو خو پری یې نښود چې پر پښو یې اوبه ورواچوي.

****

کتابتون کې الماریو ته پښه نیولی شو، یوه اړخ ته د مارکس کاپیټال او روسي لیکوالو له اثارو سره پښتو شوی انجیل هم ایښی و، حقاني صاحب په خړ کلي کې داسې کتابتون غنیمت وباله، خو د ستاینې ترڅنګ یی راته کړه دا انجیل دې واخله تر هغه لویه ونه لاندې یې ښخ کړه…

ما ورته کړه حاجي صاحب زما اندیښنه او ویره دا وه چې د دې کمونستانو کتابو ته به ګوته ونیسې؟

ویل د دې او هغې ډېر فرق دی، هغه د انسانانو لیکلي کتابونه دي، د کذب او صدق، سم او ناسم، اعتراض او توافق هر څه احتمال یې شته، خو دې کې یې د الله تعالی په کلام اواحکامو کې لاسوهنه کړې، د الله تعالی د احکامو ارشاداتو د عزت په خاطر مې دا خبره درته وکړه.

خدارحمت کند ان عاشقان پاک طینت را.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx