افغانستان

د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې زلمی خلیلزاد قطر ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې طالبان او افغان جهتونه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره په تیاریو بوخت دي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر هېواد ته رسېدلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل کېدو په موخه سیمې ته سفر کړی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي کمولو او د جګړې ختمولو لپاره یو سیاسي توافق ته آماده دي.

په دغه خبرپاڼه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان مشرانو غوښتي چې د سولې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او ټینګار یې کړی چې باید ټول جهتونه د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې شته خنډونه لرې کړي، ځکه په خبره یې همدا اوس د مذاکراتو د پیل وخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر شیخ هبة  الله اخندزاده د یو ځانګړي فرمان له مخې په بین الافغاني مذاکراتو کې د خپل مرکچي پلاوي په تشکیل کې د بدلونونو په راوستلو سره شیخ عبدالحکیم د خپل مرکچي پلاوي مشر او شیرمحمد عباس ستانکزی یې د مرستیال په توګه اعلان کړل.

که څه هم د بین الافغاني مذاکراتو د پيل نیټه تراوسه معلومه نه ده؛ خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرچینو نن ټکي اسیا ته تایید کړه، چې ددوی د مرکچي پلاوي مشر او ټول اعضاء دوحې ته رسیدلي دي.

بل لورته ټاکل شوې ده، چې د کابل حکومت مذاکراتي پلاوی سبا د دوشنبې په ورځ قطر ته سفر وکړي.

په ورته مهال طالبانو بیا ټینګار کړی، چې د دوحې تړون مطابق د خپلو پاتې بندیانو تر خوشې کولو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx