fbpx

دصحابه کرامو سخا – حامد افغان

دنبوت په مدرسه کې روزل شوې صحابه کرام هم ټول سخیان او له سخا او جود سره یې زیاته مینه وه دلومړي خلیفه ابوبکر الصدیق رضي الله عنه په اړه په روایاتو کې راغلي دي چې یوځل نه څو څو ځله یې خپل ټول مال دالله په لار کې خیرات کړی دی، د تبوک د غزا په مهال یې خپله ټوله شتمني د الله په لاره کې خیرات کړه. او عمر رضي الله عنه نيمه شتمني خیرات کړه. رواه الترمذي (3608) ، وحسنه .

په کومه ورځ چې دی مسلمان شو په کور کې یې څلويښت زره درهم وو خو د هجرت په مهال ایله پنځه زره درهم ور پاتي وو، دا دومره لګښت یې د الله په لاره کې کاوه او په ځانګړې توګه د غریبو او مظلومو غلامانو د خلاصون له پاره یې زیاتې پیسې لګولې. تاريخ الخلفاء، للسيوطي : 39 .

لکه ومو ویل عمر بن الخطاب رضي الله عنه د تبوک په غزا کې دخدای ورکړي شتمني نیمایې برخه ټوله خیرات کړه نو تاسو فکر وکړئ چې هغه به خپل عمر کې څومره خیراتونه کړي وې ! دغریب او مسکین غم او درد چې څومره له عمر سره و په اړه یې هیښوونکي کیسي تاریخ تر موږ پوري را رسولي دي وایې د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د امارت په زمان کې په یو سیمه کې کاختي ولګیده دا کاختي یوڅه اوږده شوه وروسته چې خلکو د عمر حالت ولید تغیر یې پکي وموند او دهغه رنګ ژیړ شوی او بدن یې بي غوښي شوی و یو چا پوښتنه ورنه وکړه چې امیر المومنینه ! ولي مو رنګ اوبدن تغیر شو ؟ هغه ورته وویل : دفلانی سیمي خلک به په تشه ګیډه شپي سبا کوې او د عمر ګیډه به له خوړو ډکه وې !!

د عثمان رضي الله عنه له نوم سر خو دسخي توری تړلی دی په مسلمانانو او مجاهدینو چې ده څومره لګښتونه کړي دي هغه دتاریخ په پاڼو کې پوره خوندي دي تردي پوري چې رسول الله صلي الله علیه وسلم یې په اړه وویل : عثمان چې تردي وروسته هر څه کوې ضرر نه ورته رسوې “ما ضر عثمان ما فعل بعد اليوم. عثمان څو ځله له رسول الله نه جنت اخیستی و، لکه د العسره د لښکر تياري یې چې په غاړه اخیستې وه، د رومه څاه یې کیندلې وه او جومات د پراخي له پاره یې ځمکه اخیستې وه. د دې سترو کارونو په وخت رسول لله صلی الله علیه وسلم د ده په اړه ویلي و: ماضر عثمان ما فعل بعد اليوم. تاريخ دمشق ، لابن عساكر : 39/73 .او د علي بن ابي طالب رضی لله عنه په اړه راغلي دي چې په ینبع کې یې ځمکه وه هغه یې ټوله د الله په لاره کې ورکړه څو یې الله جهنم له اوره وژغوری. السنن الكبرى ، للبيهقي : 6/160 .

د عبد الرحمن بن عوف رضی لله عنه په اړه په روایاتو کې راغلي دي چې یو وخت یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې خپل نیم مال خیرات کړ. بل ځل یې څلویښت زره درهمه یو ځای خیرات کړل،یوه رځ یې د الله په لاره کې څلویښت زره دیناره خیرات کړل، په سوه غزا کې یې مجاهدینو ته پنځه سوه اسان ورکړل، او په یوه بله غزا کې یې مجاهدینو ته پنځلس سوه سپرلۍ تياري کړې. الزهد ، لابن المبارك (520) .

دا راز طلحه بن عبید الله رضي الله عنه د ډیرو خیراتونو لامله په (طلحة الخیر) سره مشهور و وایې په یوه مجلس کې یې سل زره درهمه وویشل او دی ناست و خپلي جامي یې پخپله ګنډلي.

قبيصة بن جابر وایې زه له طلحه سره ملګری شوم خلکو به له ده څه نه و غوښتي او ده به ورکول او خورا زیات خیراتونه یې کول، یو وخت یې په اووه سوه زره درهمه ځمکه واخیستله او تر سهاره یې خلکو ته ورکړه. الإصابة ، لابن حجر : 3/532 .تاريخ دمشق ، لابن عساكر : 25/101 .

د صحابه کرامو د خيراتونو او صدقاتو کیسو ته باید کتابونه ځانګړي کړل شي مایې د ګوتشمیر څو کسانو یادونه د نمونې په توګه وکړه او دارکیسي او روایات مو په دي موخه راواخیستل چې په روژه کې خیرات او صدقه خورا مهم او د ډیر اجر کار دی او بیا د داسي خلکو له پاره دا کار لا زیات مهم دی چې کور کلی یې له غریبانو او نادارو ډک وې په کلیو او بانډو کې یې دکونډو او یتیمانو شمار له ګڼ وتلی وې او داسي پریمانه کورنی یې شاوخوا شتون لرې چې سرپرستي یې دماشومانو او کونډو په غاړه وې !

درنو وروڼو او خوندو ! دفقر او غربت حالت ډیر سخت وې او دمسکنت وختونه زغمل ډیر زیات له ستونزو او کړاوونو ډک وې ځکه خو رسول الله صلي الله علیه وسلم ویلي دي : نږي ده چې فقر انسان کفر ته ورسوې، نو شتمن وروڼه دي په شپه او ورځ کې کله دغریبانو او مسکینانو پرحال سوچ کوې اوبیا دي د رسول الله صلي الله علیه وسلم دسخا او جود او دا راز د صحابه کرامو دسخا کیسو ته توجه کوې او بیا دي خپل ضمیر او وجدان ته متوجه کیږې چې څه باید وکړي او له خوارانو سره باید مرسته وکړي.

لیکوال: حامد افغان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د