افغانستان

میدان وردګ: عليپور د بهسود ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ برید کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ وږي، ۱۳۹۹ل): د نامسئوله وسله والو قوماندان «عليپور» د میدان وردګو ولایت په حصه دوم بهسود ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ بریدکړی، دوې پوستې يې نیولي او ګڼ شمېر پولیس یې د بندیانو په توګه له ځانه سره وړي.

د میدان ودرګو ولایت د ولایتي شورا غړي «شریف الله هوتک» په همدې تړاو پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د علیپور په مشرۍ نامسئوله وسله والو د حصه دوم بهسود ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ برید کړی، چې په نتیجه کې يې دوه پوستې له دوه میله پيکا، لس ميله کلاشينکوف، يو ميل أيم فور توپک ،يو عراده هاموي ټانګ او د پوليسو له رينجر موټرو سره یو ځای د وسله والو لاس ته لوېدلي.

نوموړي زیاته کړې، چې جګړې د څو ساعتونو لپاره دوام کړی، چې په پایله کې يې ګڼ پولیس ټپيان او یو شمېر وسله والو برمته کړي.

د هوتک په خبره، د عليپور وسله والو د امنیه قوماندانۍ او ولسوالۍ مقام د سقوط نیت درلود او اوس هم په سیمه کې د بیا ځلې برید لپاره هڅې روانې دي.

عليپور چې څه موده وړاندې حکومت د بشري جنایتونو او نورو جرمونو په تور بندي کړ؛ د اشرف غني د دویم مرستیال «سرور دانش» له لوري په ضمانت خوشی کړل شو او ویل کېږي، چې یو ځل بیا يې خپلو پخوانیو کړنو ته مخه کړې.

څه موده وړاندې هم نوموړي په غور ولایت کې د پښتنو کوچیانو مشران تر شکنجه کولو وروسته لوټلي وو.

یاده دې وي، چې امنیتي ارګانونو لا هم د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نوی طالب دی مبارک شه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx